• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په افغانستان کې مېلیونونه کسان له قحطۍ یوازې یو ګام لرې دي

۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶، ۰۴:۰۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په افغانستان کې نږدې ۱۶ مېلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي چې له دې ډلې ۳.۴ مېلیونه کسان په بېړني وضعیت کې ژوند کوي.

د اوچا ویاندې اولګا چرویکو د سې‌شنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) له کابل نه په یوه خبري غونډه کې وویل، سره له دې چې د کرنیزو محصولاتو حاصلات ښه شوي؛ خو لاهم په افغانستان کې مېلیونونه کورنۍ د کافي خوراکي توکو د پېرلو توان نه‌لري.

چرویکو چې په دې وروستیو کې یې د افغانستان له سویلي او شمال‌ختیځو سیمو لیدنه کړې وویل: «د کرنیزو محصولاتو حاصلاتو او په بازارونو کې د خوراکي توکو له زیاتولي سره، سره ښایي کورنۍ وږې پاتې شي».

د نوموړې په وینا، ستونزه یوازې د خوراکي توکو کمښت نه‌دی؛ بلکې بې‌کاري، د عاید کمښت او بنسټیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی هم د دې لامل شوی، چې ګڼې کورنۍ د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

هغې زیاته کړه: «ما له نږدې ولیدل چې ستونزه یوازې د خوړو د شته‌والي نه ده؛ بلکې دا هم مهمه ده چې خلک د خوړو د پېرلو توان لري که نه، عاید ترلاسه کولای شي که نه، بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی لري که نه او دا چې د راتلونکي ناورین پر وړاندې د مقابلې لپاره ورسره څه پاتې دي که نه».

د اوچا ویاندې خبرداری ورکړی، چې وضعیت د لا کړکېچنېدو په حال کې دی او د کلونو جګړو، اقتصادي ستونزو، وچکالۍ او پرله‌پسې ناورینونو د ستونزمنو حالاتو سره یې د کورنیو د مقابلې توان سخت کمزوری کړی.

چرویکو وویل، له لوږې سره مخ د مېلیونونه کسانو د شمېرو تر شا ماشومان هم شته چې مور او پلار یې د مغذي خوړو د پېرلو توان نه لري او داسې کورنۍ هم شته چې نور د ژوند د دوام لپاره کافي سرچینې نه لري.

چرویکو وویل، د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره بشري مرستې اړینې دي؛ خو دغه مرستې نه شي کولای د تل لپاره د کاري فرصتونو او عامه خدمتونو تشه ډکه کړي.

هغې زیاته کړه: «بشري مرستې نن ورځ د انسانانو ژوند ژغوري؛ خو یوازې په معیشت، خدمتونو او اقتصادي فرصتونو کې دوامداره او ټول‌شموله پانګونه کولای شي له خلکو سره مرسته وکړي، څو په راتلونکي کې پر بېړنیو مرستو لږه تکیه وکړي».

د اوچا ویاندې په کرنه، کلیوالي اقتصاد، سیمه‌ییزو بازارونو، کارموندنې، د اوبو رسولو او روغتیايي خدمتونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه او د ښځو لپاره یې د اقتصادي فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

هغې خبرداری ورکړی، چې نړۍواله ټولنه باید د ژمي له رارسېدو مخکې اقدام وکړي، نه هغه مهال چې کورنۍ د خپلو اړتیاوو پوره کولو ټولې لارې له لاسه ورکړي. چرویکو وویل، د نوموړې وروستیو لیدنو ښودلې چې د افغانستان کړکېچ یوازې د بېړنیو مرستو له لارې نه شي حل کېدای؛ بلکې د دې لپاره چې دغه وضعیت بیا تکرار نه شي، باید خلکو ته کاري فرصتونه او د دوامدار عایداتي سرچینې برابرې شي.

دغه خبرداري په داسې حال کې ورکول کېږي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) او د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) هم د روانې اوونۍ په یوه ګډ راپور کې اټکل کړی چې په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۱۹.۲ مېلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس ۳۸ سلنه جوړوي له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ شي.

د دغه دوو ادارو په وینا، له یاد شمېر څخه به پنځه مېلیونه کسان په بېړني وضعیت کې وي. بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني کلیوالي هغه سیمې دي چې د خوراکي ناامنۍ له امله به تر ټولو ډېرې زیانمنې شي.

فایو او د خوړو نړۍوال پروګرام همدارنګه خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۷کال کې به د سختې خوارځواکۍ پېښې نږدې ۱۰ سلنه زیاتې شي او شمېر به یې څلور مېلیونو ته ورسېږي. اټکل کېږي، چې د دغه پېښو څلورمه برخه به سخته او ګواښوونکې وي.

همدارنګه، په روان زېږدیز کال کې له ایران او پاکستان نه د څه باندې ۱.۲ مېلیونه افغانانو بېرته ستنېدو، د سوداګریزو لارو ګډوډۍ او د نړۍوالو مرستو کمښت پر زیانمنونکو کورنیو فشارونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی، په داسې حال کې چې لوږه او خوارځواکي مخ په زیاتېدو ده، د مرستو سرچینې مخ په کمېدو دي. هغه وویل، لا هم د کړکېچ د لا خرابېدو د مخنیوي فرصت شته؛ خو دغه فرصت په چټکۍ سره له‌منځه ځي.

فایو او د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي مرستو، له بزګرانو څخه د ملاتړ او د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د بېړنۍ بودجې برابرولو غوښتنه کړې؛ څو مرستې د ژمي د سختې یخنۍ له پیل مخکې اړمنو کورنیو ته ورسېږي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل
۱

طالبانو په کابل کې له ۱۱۵ ارزول شویو خصوصي روغتونونو یوازې دوه روغتونونه معیاري اعلان کړل

۲

طالبان: پر افغانستان د نشه‌يي توکو د تولید او قاچاق په اړه د پاکستان ادعاوې دې وڅېړل شي

۳
ځانګړی

سرچینې: هبت الله په کابل کې د کابینې غونډې محدودې کړې او د وزیرانو واکونه یې کم کړي

۴
ځانګړی

طالبانو په بدخشان کې د بې پېلوټه الوتکو دویم عملیاتي مرکز جوړ کړی

۵
د افراسیاب خټک لیکنه

په منځنۍ اسیا کې د یوې نوې جبهه‌ګیرۍ څرکونه

•
•
•

نور خبرونه

طالبان او پاکستان؛ ایا روسیه به په هغه کار کې بریالۍ شي چې څلور هېوادونه پکې پاتې راغلي؟

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۱ GMT+۱
•
جمشید یما امیري
100%

روسیې په داسې حال کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی چې تر دې وړاندې د څو هېوادونو هڅو د دواړو لورو د ترینګلتیا په کمولو کې څرګنده پایله نه ده لرلې.

خو له طالبانو سره د مسکو نږدې اړیکې، له امریکا سره د پاکستان اړیکې او د روسیې د فشار محدودې وسیلې دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا مسکو کولای شي د طالبانو او اسلام‌اباد په محاسبو کې بدلون راولي؟

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا له دوام سره، روسیې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي. تېره اوونۍ د روسیې د بهرني استخباراتو ادارې مشر کابل ته او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر اسلام‌اباد ته سفرونه وکړل. له دغو لیدنو وروسته، په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر اعلان وکړ چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی. د هغه په وینا، دا موضوع اسلام‌اباد ته د روسیې د کورنیو چارو وزیر د سفر پر مهال هم مطرح شوې وه.

د روسیې له خوا د منځګړیتوب لپاره د چمتووالي له اعلان سره سره، اسلام‌اباد تر اوسه د مسکو د منځګړیتوب د رسمي بهیر پیل نه دی تایید کړی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، سجاد حیدر خان، د پنجشنبې په ورځ، د میزان په ۲۴مه وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د روسیې له کوم رسمي نوښت څخه خبر نه دی.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د ترینګلتیا د کمولو لپاره د خپلو ملګرو هېوادونو د هڅو هرکلی کوي، خو دا ډول هڅې باید د پام وړ پایلې ولري؛ په دې کې د طالبانو له خوا د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې عملي او د تایید وړ اقدامات هم شامل دي چې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه او فعالیتونه کوي.

دا هڅه په داسې وخت کې کېږي چې روسیې په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کوربه‌توب کړې وه. دغه غونډه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اختلافونو له امله بې‌پایلې پای ته ورسېده او ګډونوال یې ونه توانېدل چې ګډه اعلامیه خپره کړي.

سره له دې، د طالبانو په اړه د مسکو دریځ تر ډېره د دې ډلې له دریځ سره نږدې پاتې شوی دی. روسي چارواکو د هغه څه ستاینه کړې چې دوی یې د طالبانو له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بولي، او له دې ډلې سره یې د ملاتړ او همکارۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي، آصف دراني، په یوه مقاله کې د مسکو فارمټ غونډې په پای کې د روسیې دریځ د طالبانو د نړیوال مشروعیت د پراخولو او په نړیوال ډګر کې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا لپاره د مسکو د لېوالتیا نښه بللې ده.

روسیه اندېښنه لري چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړو دوام به په افغانستان او سیمه کې ناامني پراخه کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت به هم له ګواښ سره مخ کړي. په ورته وخت کې، داسې ښکاري چې د دغو ترینګلتیاوو د ریښو په اړه د مسکو لیدلوری تر یوه بریده د طالبانو له دریځ سره نږدې دی. طالبان ادعا کوي چې پاکستان د لوېدیځو هېوادونو په ملاتړ هڅه کوي پر دې ډلې فشار راوړي، خو داسې روښانه شواهد نشته چې روسیه دې هم دا ادعا منلې وي.

د روسیې د منځګړیتوب هڅې وروسته له هغې پیل شوې چې د ترکیې، سعودي عربستان، قطر او چین هڅې د دواړو لورو ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې د پام وړ پایلې ته ونه رسېدې. پوښتنه دا ده چې ایا مسکو کولای شي له خپلو سیاسي امکاناتو څخه په ګټې اخیستو دغه کړکېچ مات کړي، او که د روسیې نوې هڅه به هم له هغو خنډونو سره مخ شي چې پخواني منځګړي یې له بریا پاتې کړي دي؟

مسکو د طالبانو ترڅنګ

د روسیې د منځګړیتوب په اړه یوه اساسي پوښتنه دا ده چې دغه هېواد تر کومه بریده بې‌طرفه دی او څومره کولای شي د دواړو لورو پر محاسبو اغېز وکړي. مسکو له طالبانو سره خپلې اړیکې پراخې کړې دي او لومړنی هېواد دی چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده. دا نږدېوالی ښايي د طالبانو مشرانو ته د روسیې لاسرسی اسانه کړي، خو په ورته وخت کې د منځګړي په توګه د مسکو پر رول د پاکستان باور محدودولای شي.

په مسکو کې د معاصر افغانستان د مطالعاتو مرکز مشر، عمر نثار، وایي چې روسیه له طالبانو سره نږدې ده او هڅه کوي پر پاکستان فشار راوړي. هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «روسیې د طالبانو اړخ نیولی دی. د روسیې موخه پر پاکستان فشار راوړل دي».

نثار همداراز ویلي چې داسې ښکاري مسکو د پاکستان د لومړي وزیر، شهباز شریف، له دریځه ناخوښ دی. د هغه په وینا، شریف د امریکا د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره مسکو ته خپل سفر څو ځله ځنډولی دی.

دا لیدلوری ښيي چې د مسکو او اسلام‌اباد ترمنځ سیاسي اختلافونه ښايي د منځګړیتوب پر بهیر اغېز وکړي. روسیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، خو د شهباز شریف حکومت له امریکا سره نږدې اړیکې ساتي. دا وضعیت ښايي د روسیې او پاکستان ترمنځ د همکارۍ زمینه محدوده کړي، که څه هم له واشنګټن سره د اسلام‌اباد اړیکې په یوازې ځان له مسکو سره د پاکستان دریځ نه ټاکي.

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي، آصف دراني، هم په یوه مقاله کې د طالبانو په اړه د روسیې پر تګلارې نیوکه کړې ده. هغه لیکلي چې مسکو د افغانستان په اړه د خپلو غونډو په بهیر کې له خپلو لومړنیو موخو واټن اخیستی دی.

دراني د مسکو فارمټ غونډې پر بهیر د نیوکې پر مهال لیکلي چې دغه غونډه د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو له څېړلو لرې شوې او د «له طالبانو سره د تعامل او جوړجاړي» پر یوې وسیلې بدله شوې ده.

دا نیوکه د پاکستان د سیاسي کړیو د یوې برخې اندېښنې څرګندوي؛ هغوی له طالبانو سره د روسیې نږدېوالی د اختلافونو د حل لاره نه، بلکې د دې ډلې د دریځ د پیاوړتیا یو عامل ګڼي. په ورته وخت کې، پاکستان په نړیوالو غونډو کې تل هڅه کړې چې طالبان د ترهګرۍ ملاتړي او د افغانستان خاوره یو نړیوال ګواښ وښيي او د طالبانو له ادارې سره د تعامل او د هغې د رسمیت پېژندلو مخه ونیسي.

په همدې حال کې، ځینې پاکستاني شنونکي باور لري چې له واشنګټن سره د شهباز شریف او عاصم منیر نږدې اړیکو د اسلام‌اباد پر سیمه‌ییزو محاسبو اغېز کړی دی. په پاکستان کې دا نظر هم مطرح شوی چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان مسکو ته سفر، چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له برید لږ مخکې ترسره شوی و، له لوېدیځ سره د هغه د اړیکو په خرابېدو کې ونډه لرلې ده.

ولې ښايي روسیه د دواړو لورو په جوړجاړي کې بریالۍ نه شي؟

له طالبانو سره د روسیې سیاسي نږدېوالی په دې معنا نه دی چې مسکو به وکولای شي دا ډله د خپلو سیاستونو بدلون ته اړ کړي. د پاکستان په اړه هم ورته محدودیتونه شته. منځګړیتوب هغه وخت پایله ورکولای شي چې منځګړی له ښکېلو لورو سره د اړیکو ترڅنګ داسې وسیلې هم ولري چې هغوی همکارۍ ته وهڅوي یا د اختلافونو د دوام لګښت پرې لوړ کړي.

د افغانستان د پخواني حکومت یوه لوړپوړي چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «شونې نه ده روسیه د طالبانو او پاکستان په اوسنیو دریځونو کې د پام وړ بدلون راولي، ځکه د دواړو لورو پر وړاندې اغېزمنې وسیلې، لکه هڅوونکي امتیازونه، د فشار اهرمونه او د مخنیوي امکانات، په واک کې نه لري.»

دغه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف «ژور» او د دواړو لورو غوښتنې «متضادې» بللې دي.

د هغه په وینا، طالبان نه اراده لري او نه هم توان چې له خپلو پخوانیو متحدانو څخه لاس واخلي. په مقابل کې، پاکستان له طالبانو تمه لري چې لکه څنګه یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت په نسکورولو کې ونډه لرله، چې پاکستان یې خپل سیال باله، اوس دې تحریک طالبان پاکستان هم له منځه یوسي؛ هغه ډله چې اسلام‌اباد یې خپل دښمن ګڼي.

دغه پخواني چارواکي ویلي: «دا به ډېره ستونزمنه وي چې روسیه د دواړو لورو په محاسبو او سیاستونو کې بنسټیز بدلون راولي».

د هغه په اند، د روسیې رول تر ډېره د سیاسي سپارښتنو او منځګړیتوب تر کچې محدود دی، نه دا چې د دواړو لورو ستراتیژیکې محاسبې بدلې کړي. هغه ویلي: «د روسیې رول به تر ډېره د یوه نصیحت کوونکي په کچه پاتې شي، نه د محاسبو د بدلوونکي په توګه.»

د طالبانو او پاکستان اختلاف یوازې د ډیپلوماتیکو ناسم‌پوهاویو پایله نه ده. اسلام‌اباد له طالبانو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې اقدام وکړي، خو طالبانو تر اوسه د پاکستان د غوښتنو په اړه بل دریځ خپل کړی دی. تر هغه چې دواړه لوري د دې امنیتي مسئلې په اړه یوې هوکړې ته ونه رسېږي، یوازې ډیپلوماتیکې لیدنې ښايي د اړیکو مسیر بدل نه کړای شي.

سره له دې چې د مسکو امکانات محدود ښکاري، د منځګړیتوب بهیر ته د روسیې د ننوتلو څرنګوالی هم مهم دی. روسیې په تېر یوه کال کې څو ځله د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر منځګړیتوب ټینګار کړی، خو دواړو لورو دغو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې روسیه د طالبانو په غوښتنه دې بهیر ته ورګډه شوې ده. د هغه په وینا، طالبانو تر دې مخکې هم له ترکیې، چین او قطر څخه غوښتنه کړې وه چې له پاکستان سره د ترینګلتیا د کمولو او د اختلافونو د حل لپاره مرسته وکړي، خو دغو هڅو د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو لامل نه شو.

په کابل کې د طالبانو یوې نږدې څېرې هم د روسیې د هڅو د پایله‌ورکوونکې کېدو په اړه شک څرګند کړی دی.

هغه افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «فکر نه کوم چې د روسیې منځګړیتوب به پایله ورکړي. که روسیه اغېز لرلای، تر ټولو مخکې به یې په دې منځګړیتوب کې ګام اخیستی وای.»

دا څرګندونې ښيي چې ان د طالبانو ځینې نږدې کسان هم د اختلافونو په حل کې د روسیې پر وړتیا شک لري. خو له مسکو څخه د طالبانو غوښتنه ښايي دا وښيي چې دغه ډله غواړي له روسیې سره له خپلو نږدې اړیکو څخه په ګټې اخیستو د پاکستان فشار راکم کړي.

100%

اسلام‌اباد تر کومه بریده خبرو ته چمتو دی؟

د پاکستان د خبریال طاهر خان په اند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا حل په پای کې د کابل او اسلام‌اباد پر پرېکړو پورې تړلی دی، نه یوازې د بهرنیو قدرتونو پر نوښتونو. هغه په پاکستان کې سیاسي فضا ته په اشارې ویلي: «څه چې زه په پاکستان کې وینم، دا هېواد نور له طالبانو سره خبرو او غونډو ته لېوالتیا نه لري.»

د طاهر خان په وینا، طالبان او پاکستان د یو بل غوښتنو ته پام نه کوي او په پاکستان کې امنیتي وضعیت هم کړکېچن دی.

د امنیتي تشې په اړه د روسیې اندېښنه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په اړه د روسیې اندېښنه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو محدوده نه ده. مسکو په وروستیو کلونو کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په هېوادونو کې د ناامنۍ د پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی دی. د جګړو دوام ښايي په سیمه کې بې‌ثباتي زیاته او د روسیې په شاوخوا کې امنیتي وضعیت لا پېچلی کړي.

له بلې خوا، طالبانو په وار وار ادعا کړې چې پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو پروژه له لوېدیځو هېوادونو څخه ترلاسه کړې ده. دا ادعا له اسلام‌اباد سره د اختلافونو د ریښو په اړه د طالبانو د سیاسي روایت یوه برخه ده.

په کابل کې یوه لوړپوړي کارپوه افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې «طالبانو په دې وروستیو کې د خپلو مخالفانو د مهارولو په اړه د ایران، روسیې او چین غوښتنې رد کړې او له پاکستان سره یې شخړه د پلمې په توګه وړاندې کړې ده.»

په حقیقت کې، د طالبانو او پاکستان اختلاف د مسکو لپاره یوازې د دوو لورو ترمنځ کړکېچ نه دی، بلکې په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو په اړه له پراخو اندېښنو سره هم تړاو لري. روسیه ښايي وغواړي د منځګړیتوب له لارې هم د جګړې د پراخېدو مخه ونیسي او هم طالبان وهڅوي چې د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې لا ډېره همکاري وکړي.

منځګړیتوب که د کړکېچ مدیریت؟

د روسیې او منځنۍ اسیا د چارو کارپوه، غوث جانباز، باور لري چې مسکو کولای شي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو کې رول ولوبوي، خو د دواړو لورو د جوړجاړي لپاره د هغوی د اړ کولو وړتیا او نفوذ محدود دی.

هغه ویلي: «د پاکستان پر امنیتي محاسبو او د کابل پر پوځي پرېکړو د روسیې نفوذ محدود دی».

روسیه ښايي د ډیپلوماتیکو اړیکو له لارې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا په کمولو او د خبرو اترو په دوام کې مرسته وکړي، خو یوې تلپاتې هوکړې ته رسېدل د دواړو لورو په امنیتي دریځونو کې بدلون ته اړتیا لري. تر اوسه د داسې بدلون نښې نه لیدل کېږي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړې او اختلافونه لا هم مخ په زیاتېدو دي.

100%

د قطر، ترکیې، چین او سعودي عربستان د پخوانیو هڅو تجربه هم ښيي چې یوازې د یوه بهرني منځګړي شتون د اختلافونو د حل لپاره بسنه نه کوي. دغو څلورو هېوادونو له طالبانو او پاکستان سره نږدې اړیکې لري.

ای‌پي‌اېس: افغان ښځې د نیول کېدو له وېرې د طالبانو پر ضد انلاین اعتراضونه کوي

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۰ GMT+۱
100%

انټر پریس سروېس ویبپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو له سختو بندیزونو او ګواښونو سره سره، افغان ښځو د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره انټرنېټي او انلاین لاریونونو ته مخه کړې ده. سرچینې، د یوې پخوانۍ ۲۸ کلنې ښوونکې کیسه را اخېستې، چې په انلاین ډول همداسې مبارزه کوي.

د بشري حقونو او ښځو د مسایلو ځانګړې دغې نړیوالې خبري شبکې، چې مرکزي دفتر یې په ایټالیا کې دی، د پروان د یوې پخوانۍ ښوونکې کیسه کړې ده.

د راپور پر بنسټ، په پروان ولایت کې یوه ۲۸ کلنه نجلۍ چې د خپل امنیت لپاره یې مستعار نوم «کلثوم» غوره کړی، له کوره په پټه د ښځو د زده‌کړې، ازادۍ او انساني کرامت لپاره مبارزه پر مخ وړي. نوموړې وایي که څه هم د طالبانو له لوري یې د نیول کېدو خطر ډېر دی، خو چوپتیا د تسلیمۍ په مانا ګڼي او غواړي د راتلونکي نسل د هیلو د ژوندي ساتلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

کلثوم چې د طالبانو له واکمنېدو وړاندې یې د حقوقو په برخه کې زده‌کړې کولې او په یوه خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وه، له دوو کلونو راهیسې د ښځو د یوه حق غوښتونکي خوځښت غړې شوې ده. هغه په پروان کې له خپل پلار، مور، ترور او دوو وروڼو سره ژوند کوي، خو په ټوله کورنۍ کې یوازې ترور یې د دې له پټو فعالیتونو خبره ده او ورسره مرسته کوي. نوموړې وېره لري چې که مشر ورور یې پر دې موضوع خبر شي، نو نه یوازې ټیلیفون به ترې واخلي؛ بلکې پر تګ‌راتګ به یې هم سخت بندیز ولګوي یا به یې بل ولایت ته ولېږي.

د انټر پریس سروېس د دغه راپور پر بنسټ، دغه معترضه او د هغې نورې ملګرې د پټ پاتې کېدو لپاره هېڅکله خپل اعتراضي مسایل پر خپلو ټولنیزو اکاونټونو نه خپروي؛بلکې ویډیوګانې او انځورونه په بندو خونو کې د ماسک، تورو عینکو او تورې چادري په اغوستلو سره ثبتوي او د خپل حق غوښتونکي خوځښت د فېسبوک پاڼې ته یې لېږي. کلثوم وایي چې خپل ټیلیفون یې په څو کوډونو خوندي کړی او هر پیغام او اړیکه ورته د مرګ او ژوند بیه لري. هغې ویلي چې هره ورځ وېریږي، خو باور لري چې د عدالت غوښتنې هیڅ غږ بې پایلې نه دی او باید نړۍوال پوه شي چې افغان ښځې تر ټولو سختو شرایطو کې هم نه تسلیمېږي.

کلثوم ټینګار کوي چې که نن چوپه پاتې شي، نو راتلونکی نسل به ان د اعتراض کولو هیله هم له لاسه ورکړي. هغې زیاته کړې، چې د ټولو افغان ښځو د وېرې احساس درک کوي او په خپل ورځني ژوند کې تجربه کوي،خو له دې ټولو سره، سره افغان ښځې باید پرېنږدي چې وېره د دوی ژوند او راتلونکی اغېزمن کړي. د هغې په وینا، چادري یې اوس د دې د پټ هویت برخه ګرځېدلې او تر هغې به خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړي چې د ښځو د حقونو غږ ژوندی پاتې شي.

د هېرولو نه ده، چې افغانستان انټرنشنل- پښتو هم په پرله پسې ډول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو د ورته ښځینه فعالانو پيغامونه او اعتراضونه ترلاسه کوي او خپروي.

ملګري ملتونه: تر ۱۹ میلیونو زیات افغانان په راروان ژمي کې له سختې لوږې سره مخ دي

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۲:۲۰ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې په راروان ژمي کې به شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانان له سختې لوږې او ۴ میلیونه ماشومان شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. د خوړو نړیوال پروګرام بیا ویلي، چې د ښو حاصلاتو سره سره بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ د خلکو د پېر ځواک کم کړی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (ایف‌ای‌او) او د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو‌ ایف‌ پي) خبرداری ورکړی چې د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه نفوس به په راروان ژمي کې د خوړو له سخت نه خوندیتوب سره مخ شي. د دغو بنسټونو د تازه ارزونو له مخې، د نومبر او اپرېل میاشتو ترمنځ به شاوخوا ۱۹ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان (د ټول نفوس ۳۸سلنه) له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان وي. دا شمېره د تېر کال د ورته مودې په پرتله، چې ۱۷ میلیونه او ۴۰۰ زره وه، د پام وړ زیاتوالی ښيي.

د راپور پر بنسټ، له دې ډلې پنځه میلیونه کسان د لوږې په بېړني یا څلورم پړاو کې دي او د ژوندي پاتې کېدو او د معېشت د تباهۍ د مخنیوي لپاره بېړنیو خوراکي او کرنیزو مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني کلیوالې سیمې له خورا سخت وضعیت سره مخ دي. همدارنګه په ۲۰۲۷ کال کې به د شدیدې خوارځواکۍ پېښې ۱۰ سلنه نوره هم لوړه شي او څلور میلیونو میندو او ماشومانو ته به ورسېږي، چې کابو یوه پر څلورمه برخه (شاوخوا یو میلیون) یې تر ټولو په شدید او مرګوني حالت کې دي.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي، چې د هرمز تنګي د ناامنیو، د سوداګریزو لارو د خنډونو او له ایران او پاکستان څخه د ۱.۲ میلیونو افغان کډوالو جبري ستنېدو پر کورنیو اقتصادي فشار زیات کړی دی. د دوی په وینا، که څه هم سږکال کرنیز حاصلات او بارانونه ښه وو، خو د سرې او کرنیزو وسایلو لوړو بیو او همدارنګه بې‌کارۍ د خلکو د پېر ځواک کمزوری کړی دی. له همدې امله کورنۍ نه شي کولای مغذي خواړه وپېري.

په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازي ریچارډ ټرینچارډ او د خوړو نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف ټینګار کړی، چې بشري مرستو ته اړتیاوې په ډېرېدو دي خو شته بودیجه مخ په کمېدو ده. د دوی په وینا، د ژمي له رارسېدو او د لارو تر بندېدو وړاندې باید مالي سرچینې برابرې شي، څو له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ خوراکي او کرنیزې مرستې وشي. نړیوالو سازمانونو خبرداری ورکړی چې که بیړني ګامونه پورته نه شي، ډېری کورنۍ به له ناتار او ناچارو پرېکړو سره مخ شي.

دا تازه خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې د همدې راپور د خپرېدو په ورځ( سې شنبه، د تلې ۲۷مه) د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شیراحمد حقاني، د خپل مشر ملا هبت الله اخوند زاده د یوه کتاب د پېژندنې غونډه کې رزق او اقتصاد« ضمني مسایل» ګڼلي او ټینګار یې کړی، چې د دوی واکمني به د دې پر ځای د خلکو د «عقیدې سمولو» هڅو ته لومړیتوب ورکړي.

د قطر د دولت وزیره: افغانان باید د خپل هېواد د راتلونکي په ټاکلو کې مخکښ رول ولري

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱
100%

د قطر نړیوالو همکاریو په چارو کې د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند ویلي، د افغانستان راتلونکی باید د یوه ټول‌شموله سیاسي بهیر له لارې وټاکل شي، چې مشري یې خپله افغانان وکړي. هغې ټینګار کړی، چې په دغه بهیر کې باید د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وشي.

مریم المسند دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د اکتوبر له ۲۰مې تر ۲۱مې پورې په دوحه کې جوړېږي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له قوله ویل شوي، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېرې دوامدارې نړیوالې همکارۍ، روښانه لومړیتوبونو او عملي همغږۍ ته اړتیا لري.

هغې ویلي، دوحه تل پر دې باور ده چې پېچلې او ستونزمنې مسئلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړې د دوحې مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چې قطر د خبرو اترو او مخکینۍ ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سوله‌ییزو حل‌لارو ملاتړ کوي.

قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول هم لوبوي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د بهیر کوربه‌توب هم کوي.

د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې ویلي، چې د دوحې بهیر له افغانستان سره د منظمې او همغږې نړیوالې همکارۍ لپاره یو چوکاټ برابر کړی دی.

د هغې په وینا، افغانستان له خپل سیمه‌ییز چاپېریال او د نړیوالې ټولنې له ننګونو جلا نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه د دغه هېواد ثبات نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمه‌ییز امنیت، اقتصادي اړیکو او نړیوالې سولې لپاره هم مهم دی.

قطر: افغانستان له پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی

مریم المسند ویلي، چې افغانستان له ګڼو فشارونو سره مخ دی او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې خورا پراخې دي.

هغې زیاته کړې، چې اقتصادي بې‌ثباتۍ پر کورنیو، ټولنو او سوداګریزو فعالیتونو منفي اغېز کړی او د کډوالو بېرته ستنېدو او بې‌ځایه کېدو دغه فشارونه نور هم زیات کړي دي.

د نوموړې په وینا، د بشري مرستو بودیجه په څرګند ډول کمه شوې، خو د روغتیا، تغذیې، زده‌کړو، اوبو او خوړو خوندیتوب په برخو کې د خلکو اړتیاوې لا هم ډېرې دي.

هغې ټینګار کړی، چې د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره د مرستندویه هېوادونو، ملګرو ملتونو، نړیوالو مالي بنسټونو، سیمه‌ییزو سازمانونو او د مرستو د پلي کوونکو ادارو ترمنځ نږدې همغږۍ ته اړتیا ده.

د قطر د دولت وزیرې ویلي، چې مرستې باید په شفاف، ځواب‌ویونکي او بشري اصولو برابر ډول وړاندې شي. هغې زیاته کړې، چې افغانان باید د هغو ادارو د هڅو د نه همغږۍ او متضادو تګلارو له امله زیان ونه ویني، چې د دوی د مرستې لپاره فعالیت کوي.

مریم المسند ډاډ ورکړی، چې قطر به د خپلو ملي ادارو او له ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو سره د نږدې همکارۍ له لارې د افغانستان د بشري او پرمختیايي هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغې ویلي، د دغو مرستو اساسي موخه باید تر ټولو اړمنو خلکو ته د مرستو رسول وي، چې ښځې او ځوانان هم پکې شامل دي؛ ځکه دغه ډلې د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي راتلونکي په جوړولو کې مهم رول لري.

نوموړې ټینګار کړی، چې د افغانستان د همغږۍ ډله باید د دوحې د بهیر د پرمختګ د ساتلو لپاره هڅې وکړي او ډاډ ترلاسه کړي، چې افغانستان د نړیوالو لومړیتوبونو په سر کې پاتې شي.

د هغې په وینا، تخنیکي همکاري باید د پراخ سیاسي بهیر ترڅنګ پر مخ ولاړه شي، نه دا چې د هغه ځای ونیسي.

مریم المسند په پای کې ویلي، چې د افغانستان د همغږۍ ډلې له غونډې باید د ګډو لومړیتوبونو د روښانه کولو، د عملي همکاریو د پیاوړتیا او د افغانانو پر وړاندې د ژمنو د نوي کولو لپاره ګټه واخیستل شي.

اصف درانی: روسیه او هند هڅه کوي چې طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي

۲۸ تله ۱۴۰۵ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وايي، له طالبانو سره د روسیې او هند د اړیکو نږدېوالی ښايي د دې ډلې د نړیوال مشروعیت د زیاتېدو او پر طالبانو د پاکستان د فشار د وسیلو د کمزوري کېدو لامل شي.

د دراني په باور د طالبانو په اړه د مسکو د دریځ بدلون د دغې ډلې په ګټه دی.

دراني په هغې مقاله کې چې د سې‌شنبې په ورځ د «عرب نیوز» وېب‌پاڼې خپره کړې، لیکلي چې د مسکو فارمټ په پیل کې په افغانستان کې د سیاسي توافق د ترلاسه کولو او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره جوړ شوی و، خو «اوس داسې ښکاري چې د یوه بل هدف پر لور روان دی؛ یعنې د طالبانو له رژیم سره جوړجاړی او ورسره همغږي کوي».

هغه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګندونو ته اشاره کړې، چې طالبان یې «ملي حکومت» بللی او د حکومتولۍ په برخه کې یې د هغوی د کړنو په اړه مثبت نظر څرګند کړی دی.

دراني لیکلي چې روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او اوس پوښتنه دا ده چې مسکو تر کومه حده چمتو دی چې د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کړي.

هغه همداراز له طالبانو سره د هند د اړیکو پراختیا ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «نوي ډیلي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د پام وړ ډیپلوماټیکې لاسته راوړنې لرلې او په تدریجي ډول یې له دغه رژیم سره خپلې ډیپلوماټیکې او سیاسي اړیکې بېرته پیل او پراخې کړې دي.»

د دراني په باور، روسیه او هند، سره له دې چې په خپلو ګټو او تګلارو کې توپیرونه لري، ښايي په پای کې یوې ورته پایلې ته د رسېدو زمینه برابره کړي؛ یعنې د طالبانو پراخ نړیوال حضور او د دې ډلې د مشروعیت زیاتېدل.

دراني د سیمې د امنیتي اندېښنو په اړه لیکلي: «مسکو د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه ښه خبر دی. روسیه له هغو وسله‌والو ډلو سره د مقابلې اوږد تاریخ لري چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي یا یې دغه هېواد د تګ راتګ د لارې په توګه کارولی دی. دې هېواد څو ځله منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.»

هغه په دې برخه کې د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د داعش خراسان څانګې او القاعدې په څېر ډلو حضور ته اشاره کړې ده.

دراني لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د اسلام‌اباد تر ټولو لویه امنیتي اندېښنه ده، خو له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، طالبانو هغه اقدامات نه دي کړي چې پاکستان یې د افغانستان له خاورې د دغې ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره اړین بولي.

هغه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو راپورونو ته هم اشاره کړې او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې ولې روسیې په امنیت شورا کې له خپل دریځ څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره ګټه نه ده اخیستې.

د مسکو چوکاټ د کمزوري کېدو په اړه خبرداری

دراني د تلې د ۱۳مې نېټې د مسکو فارمټ غونډې له ګډې اعلامیې پرته پای ته رسېدل، د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د امنیتي ژمنو په اړه د اختلاف نښه بللې ده.

د هغه په لیکنه، طالبانو په اعلامیه کې د ترهګرۍ او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د مسؤلیتونو په اړه د ځینو عبارتونو له شاملولو سره مخالفت کړی دی. د دراني په باور، طالبان غواړي له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له ګټو برخمن شي، خو د روښانه سیاسي او امنیتي ژمنو له منلو ډډه کوي.

هغه خبرداری ورکړی چې که د سیمې هېوادونه د ګډ دریځ پر ځای، هر یو له طالبانو سره د خپلو دوه‌اړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې پراخې کړي، د مسکو فارمټ به د خپل لومړني اهمیت یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.

دراني یادونه کړې چې د دغه چوکاټ یو اساسي اصل دا و چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډیو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کارول شي.

پر طالبانو د پاکستان د فشار د وسیلو کمزوري کېدل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې له کابل سره د هند د اړیکو پراختیا او د طالبانو لپاره د روسیې د سیاسي ملاتړ زیاتوالی ښايي د دې ډلې مشران دې پایلې ته ورسوي چې د اسلام‌اباد د فشارونو پر وړاندې د مقاومت لپاره نورې سیمه‌ییزې لارې هم لري.

هغه لیکلي چې که طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو هغو وسله‌والو ډلو د مهارولو لپاره اغېزمن اقدامات ونه کړي چې پاکستان په نښه کوي، اسلام‌اباد به اړ شي چې له دې ډلې سره خپله تګلاره له سره وارزوي.

دراني په پای کې ټینګار کړی چې د روسیې د تګلارې بدلون ښايي د مسکو او طالبانو تر اړیکو پراخې پایلې ولري او په سیمه کې د ځواک انډول بدل کړي. د هغه په باور، دا ډول بدلون به پاکستان اړ کړي چې په نوي سیمه‌ییز رقابتي چاپېریال کې خپل دریځ او سیاستونه له سره وارزوي.