د دراني په باور د طالبانو په اړه د مسکو د دریځ بدلون د دغې ډلې په ګټه دی.
دراني په هغې مقاله کې چې د سېشنبې په ورځ د «عرب نیوز» وېبپاڼې خپره کړې، لیکلي چې د مسکو فارمټ په پیل کې په افغانستان کې د سیاسي توافق د ترلاسه کولو او د سیمې د هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره جوړ شوی و، خو «اوس داسې ښکاري چې د یوه بل هدف پر لور روان دی؛ یعنې د طالبانو له رژیم سره جوړجاړی او ورسره همغږي کوي».
هغه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګندونو ته اشاره کړې، چې طالبان یې «ملي حکومت» بللی او د حکومتولۍ په برخه کې یې د هغوی د کړنو په اړه مثبت نظر څرګند کړی دی.
دراني لیکلي چې روسیه لومړنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او اوس پوښتنه دا ده چې مسکو تر کومه حده چمتو دی چې د طالبانو د حکومت د پیاوړتیا لپاره ګامونه پورته کړي.
هغه همداراز له طالبانو سره د هند د اړیکو پراختیا ته اشاره کړې او لیکلي یې دي: «نوي ډیلي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دې هېواد کې د پام وړ ډیپلوماټیکې لاسته راوړنې لرلې او په تدریجي ډول یې له دغه رژیم سره خپلې ډیپلوماټیکې او سیاسي اړیکې بېرته پیل او پراخې کړې دي.»
د دراني په باور، روسیه او هند، سره له دې چې په خپلو ګټو او تګلارو کې توپیرونه لري، ښايي په پای کې یوې ورته پایلې ته د رسېدو زمینه برابره کړي؛ یعنې د طالبانو پراخ نړیوال حضور او د دې ډلې د مشروعیت زیاتېدل.
دراني د سیمې د امنیتي اندېښنو په اړه لیکلي: «مسکو د افغانستان له امنیتي وضعیت څخه ښه خبر دی. روسیه له هغو وسلهوالو ډلو سره د مقابلې اوږد تاریخ لري چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي یا یې دغه هېواد د تګ راتګ د لارې په توګه کارولی دی. دې هېواد څو ځله منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ د پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.»
هغه په دې برخه کې د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوچستان د ازادۍ پوځ، د داعش خراسان څانګې او القاعدې په څېر ډلو حضور ته اشاره کړې ده.
دراني لیکلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د اسلاماباد تر ټولو لویه امنیتي اندېښنه ده، خو له ډیپلوماټیکو هڅو سره سره، طالبانو هغه اقدامات نه دي کړي چې پاکستان یې د افغانستان له خاورې د دغې ډلې د بریدونو د مخنیوي لپاره اړین بولي.
هغه د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو د حضور او فعالیت په اړه د ملګرو ملتونو راپورونو ته هم اشاره کړې او دا پوښتنه یې راپورته کړې چې ولې روسیې په امنیت شورا کې له خپل دریځ څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره ګټه نه ده اخیستې.
د مسکو چوکاټ د کمزوري کېدو په اړه خبرداری
دراني د تلې د ۱۳مې نېټې د مسکو فارمټ غونډې له ګډې اعلامیې پرته پای ته رسېدل، د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو د امنیتي ژمنو په اړه د اختلاف نښه بللې ده.
د هغه په لیکنه، طالبانو په اعلامیه کې د ترهګرۍ او د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د مسؤلیتونو په اړه د ځینو عبارتونو له شاملولو سره مخالفت کړی دی. د دراني په باور، طالبان غواړي له سیمهییزو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو له ګټو برخمن شي، خو د روښانه سیاسي او امنیتي ژمنو له منلو ډډه کوي.
هغه خبرداری ورکړی چې که د سیمې هېوادونه د ګډ دریځ پر ځای، هر یو له طالبانو سره د خپلو دوهاړخیزو ګټو پر بنسټ اړیکې پراخې کړي، د مسکو فارمټ به د خپل لومړني اهمیت یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.
دراني یادونه کړې چې د دغه چوکاټ یو اساسي اصل دا و چې د افغانستان خاوره باید د ګاونډیو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره ونه کارول شي.
پر طالبانو د پاکستان د فشار د وسیلو کمزوري کېدل
د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي خبرداری ورکړی چې له کابل سره د هند د اړیکو پراختیا او د طالبانو لپاره د روسیې د سیاسي ملاتړ زیاتوالی ښايي د دې ډلې مشران دې پایلې ته ورسوي چې د اسلاماباد د فشارونو پر وړاندې د مقاومت لپاره نورې سیمهییزې لارې هم لري.
هغه لیکلي چې که طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک او نورو هغو وسلهوالو ډلو د مهارولو لپاره اغېزمن اقدامات ونه کړي چې پاکستان په نښه کوي، اسلاماباد به اړ شي چې له دې ډلې سره خپله تګلاره له سره وارزوي.
دراني په پای کې ټینګار کړی چې د روسیې د تګلارې بدلون ښايي د مسکو او طالبانو تر اړیکو پراخې پایلې ولري او په سیمه کې د ځواک انډول بدل کړي. د هغه په باور، دا ډول بدلون به پاکستان اړ کړي چې په نوي سیمهییز رقابتي چاپېریال کې خپل دریځ او سیاستونه له سره وارزوي.