د ازبکانو د قاشوغو نڅا؛ له نسلونو پاتې ولسي هنر

د قاشوغو نڅا د افغانستان د ازبکانو د کلتوري میراث یوه ځانګړې برخه ده. مینهوال یې وايي، دغه ولسي هنر د قاشوغو له غږونو، سیمهییزې موسیقۍ او «نای نای» ترانې سره له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوی دی.

د قاشوغو نڅا د افغانستان د ازبکانو د کلتوري میراث یوه ځانګړې برخه ده. مینهوال یې وايي، دغه ولسي هنر د قاشوغو له غږونو، سیمهییزې موسیقۍ او «نای نای» ترانې سره له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوی دی.
ازبکي ژبه بډایه ادبي او ولسي میراث لري. د یادې ژبې شعرونه، ترانې، متلونه او دودیز هنرونه د ازبکانو د تاریخ، هویت او ټولنیز ژوند څرګندونه کوي.
څو ازبکو مېرمنو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د ازبکي کلتور له مهمو هنري بېلګو څخه یوه هم د قاشوغو نڅا ده. د دوی په وینا، دغه ولسي هنر د قاشوغو د غږونو، سیمهییزې موسیقۍ او «نای نای» ترانې په ملتیا ترسره کېږي او له لسیزو راهیسې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوی دی. د قاشوغو نڅا د افغانستان د ازبکانو کلتوري هویت یوه مهمه برخه ګڼل کېږي.
د یوې ازبک مېرمنې په خبره، دغه نڅا له پخوا راهیسې دود ده؛ خو د افغانستان دننه له هغه وخت وروسته ډېره مشهوره شوه کله چې په ۲۰۲۰کال کې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له لارې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه او د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ځانګړو مراسمو پرمهال د هغه پر اوږه د مارشالۍ نښان وځړاوه.
عبدالرشید دوستم ته په همدې مناسبت په شبرغان کې د جوړو شویو مراسمو پرمهال د موسیقۍ، نڅا او د وزلوبې نندارې وړاندې شوې، چې په دغه نندارو کې د قاشوغو نڅا هم شامله وه. له دې وروسته د ازبکانو یادې نڅا د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خلکو پام ځان ته واړوه او خورا مشهوره شوه.
د قاشوغو نڅا څه ډول ترسره کېږي؟
د قاشوغو په نڅا کې ګډونوالې دوه قاشوغې په لاسونو کې نیسي او د هغو په یو بل وهلو د موسیقۍ له تال سره سم غږونه جوړوي. د قاشوغو د غږولو ترڅنګ، د لاسونو، مړوندونو او پښو حرکتونه همغږي کوي او د موسیقۍ له ریتم سره سم ګامونه اخلي.
نڅاګرې هڅه کوي، چې د قاشوغو غږونه او د بدن حرکتونه له موسیقۍ سره همغږي وساتي. د قاشوغو ځانګړي غږونه دې ولسي نڅا ته ځانګړی رنګ او ښکلا وربښي.
«نای نای» ترانه او ولسي موسیقي
د قاشوغو نڅا معمولاً له سیمهییزې موسیقۍ او «نای نای» ترانې سره ترسره کېږي. په دودیزو محفلونو کې د دمبورې، دایرې او نورو سیمهییزو موسیقيالو غږونه هم ورسره مل وي.
د قاشوغو غږونه د موسیقۍ له تال سره یوځای کېږي او د نڅا له حرکتونو سره همغږي رامنځته کوي. دغه نڅا د ازبکانو د ولسي موسیقۍ او شفاهي هنري دودونو له پېژندل شویو بڼو څخه ګڼل کېږي.
له نسلونو پاتې دود
د ثمن په نوم یوې ازبکې مېرمنې له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، چې دغه دود له ډېر پخوا راهیسې د ازبکانو په منځ کې تر نن ورځې پورې پالل کېږي. د هغې په خبره، د قاشوغو نڅا او «نای نای» ترانه له پخوا راهیسې د خلکو په منځ کې دود دي او له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوي دي.
یوه بله ازبکه ښځه نبیله وايي، چې دوی ډېر مهال د قاشوغو نڅا په فرهنګي، د ژبې ملي ورځو، خوشحاليو، ودونو او ښادیو پروګرامونو کې ترسره کوي. د هغې په وینا، پخوا په ازبک مېشتو سیمو کې د ښځو ځینې داسې کوچنۍ ډلې هم وې، چې په بېلابېلو ګلتوري غونډو کې یې دغه ډول نڅاوې کولې؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه دلې ورکې شوې دي.
له کلیوالو محفلونو تر رسمي غونډو
دغه مېرمنې وايي، د قاشوغو نڅا پخوا تر ډېره په کلیوالو سیمو کې په ودونو، شخصي محفلونو او د خوښۍ په مراسمو کې ترسره کېدې. د دوی په خبره، د خلکو د لېوالتیا له امله دغه نڅاوې اوس په رسمي کلتوري غونډو کې هم نندارې ته وړاندې کېږي.
د یادې نڅا دوام ښيي، چې ولسي هنرونه د ټولنیزو مراسمو او د خلکو د ګډ ژوند له لارې ساتل کېدای شي. د ځوان نسل ګډون هم د دغه دود د دوام لپاره مهم دی.
د قاشوغو نڅا تاریخ
که څه هم د قاشوغو نڅا د تاریخ په اړه کره معلومات په لاس کې نهشته؛ خو ورته نڅاوې د منځنۍ اسیا په بېلابېلو سیمو کې دود دي. د ځینو کلتوري معلوماتو له مخې، د افغانستان د ازبکانو د قاشوغو نڅا له هغه دودیزو نڅاوو سره ورته والی لري، چې د ازبکستان په سوېلي سیمو، په ځانګړي ډول د سرخاندریا او قشقهدریا په سیمو کې دود دي.