د کراچۍ پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي مسوول نورالله ترین نیولی دی

پر اېکس پاڼه د هغه امنیتي کامرو ویډیو خپره شوې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ایالتي غړی نورالله ترین په کې د شپې ناوخته د پولیسو له لوري نیول کېږي. خو د نورالله ترین خپلوان وايي، هغه د امنیتي ادارو له لوري تښتول شوی دی.