د اروپایي ټولنې هېوادونه د کډوالۍ کړکېچ د هواري لپاره نوې هوکړې ته سره ورسېدل

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونو د ناقانونه کډوالو د زیاتېدو په برخه کې د خپل قانون د بیاکتنې په موخه نوې هوکړې ته سره ورسېدل. د دغې هوکړې موخه پر هغو هېوادونو لکه یونان او اېټالیا د فشار کمېدل دي، چې دا مهال ورته د کډوالو ورماتېدل زیات شوي دي.