د کډوالو د ورتګ د زیاتېدو سره هممهاله، سلواکیا د هنګري سره په خپلو پولو کنټرول سخت کړی

سلواکیا د کډوالو د ډېرېدو په غبرګون له هنکري سره د خپلو پولو کنټرول سخت کړی. تر دې وړاندې جرمني، اتریش، پولنډ او چېک هم د خپلو پولو کنټرول سخت کړی و. سږکال شاوخوا ۴۰ زره کډوال سلواکیا ته ورغلي، چې ډېری یې د افغانستان او منځني ختیځ دي.