د مکسیکو په سویل کې د یوه بس د چپه کېدو له امله ۱۸ کډوال وژل شوي او تر ۲۰ زیات ټپیان دي

په مکسیکو کې چارواکو د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې د دغه هېواد په سویل کې د یوه بس موټر په ټکر کې ۱۸ وینزویلايي او هایټي کډوال وژل شوي او ۲۷ نور ټپیان دي. په وژل شویو کې ۱۳ نارینه، دوه ښځې او درې ماشومان شامل دي.