د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: عراق او سوریه کې د کردي وسله‌والو پرضد به عملیات دوام وکړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره په ټیلیفوني خبرو کې له امریکا وغوښتل چې، د سوریې په شمال کې له کردي ملیشو سره خپله همکاري ودروي.