د غزې تر بشپړې کلابندۍ وروسته، حماس وايي چمتو دي چې له اسراییل سره پر اوربند خبرې وکړي

د حماس یوه جګپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل دا ډله چمتو ده چې له اسراییل سره د احتمالي اوربند په اړه خبرې وکړي. هغه وویل چې حماس «خپلې موخې ترلاسه کړې دي.» په همدې حال کې د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې د حماس بریدونو ته د دغه هیواد ځواب به «منځنی ختیځ بدل کړي.»