ملګري ملتونه: غزه کې ۵۰زره مېندواره مېرمنې روغتیایي اسانتیاوو او پاکو اوبو ته لاسرسی نلري

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په غزه کې پنځوس زره مېندواره مېرمنې روغتیایي اسانتیاوو او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او روغتونونو ته هم د دوی ورتګ له ستونزو ډک دی.