طالبانو پر غزه د اسراییل بریدونه «ستر انساني وحشت» وباله او د هغو غندنه یې وکړه

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د (تلې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د غزې په تړانګه د اسراییل بریدونه، په فلسطینیانو د اوبو، برېښنا او خوراکي توکو بندول او تر یو مېلیون ډېرو فلسطینیانو ته له دغې سیمې د وتلو حکم «ستر انساني وحشت» یاد کړی دی.