ځايي سرچينې: د خیبر پښتونخوا په بنو کې له یوه ماشوم سر غوڅ شوی

د خيبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ له ښاره لیرې په شاړه سیمه کې له یوه اته کلن ماشوم څخه سر غوڅ شوی او مړی يې وروسته موندل شوی. وژل شوی ماشوم له تېرو دوو کلو راهیسې د پښتونخوا د نورنګ ولسوالۍ د اکرامیه په نوم د یوې دینې مدرسې طالب و.