د اسراییل پوځ وايي، د لبنان د حزب الله ډلې پر مرکزونو یې بریدونه کړي

د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، دوی د حزب الله د ډزو په غبرګون د لبنان په پوله کې د دغې ډلې اهداف په نښه کړل. الجزیرې لیکلي چې، په دغو بریدونو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې، دوی د حزب الله د ډزو په غبرګون د لبنان په پوله کې د دغې ډلې اهداف په نښه کړل. الجزیرې لیکلي چې، په دغو بریدونو کې دوه تنه ټپیان شوي دي.
لبنانۍ رسنیو لیکلي، چې اسراییل د دغه هېواد پر دوو برخو هوايي بریدونه کړي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، دوی هغه سیمه په نښه کړې چې د اسراییل په شمال لوېدیځ کې د روش هانکرا په سیمه کې ترې د ټانک ضد توغندي توغول شوي وو.
حزب الله د اسراییل په شمالي سرحدونو د ډزو له تبادلې وروسته اعلان وکړ، چې "د پخوا پرتله زرګونه ځله پیاوړي" دي.