د پاکستان یوې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف تر راستنېدو مخکې د هغه ضمانت ومانه

د پاکستان یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر او د فساد په تور محکوم نواز شریف ضمانت ومانه. نوموړی له څلور کلنې جلاوطنۍ وروسته تمه لري، چې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې د ټاکنو له لارې د خپل «پاکستان مسلم لیګ نواز» ګوند مشري وکړي.