د اسراییل د دفاع وزیر وايي، له حماس سره به جګړه اوږده شي

د اسراییل د بیړني حکومت د کابینې دفاع وزیر بني ګانټز د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسرايیل او حماس تر منځ روانه جگړه ښايي څو میاشتې دوام وکړي. هغه ویلي، که جګړه اوږده شي، د لبنان له حزب الله سره چې د حماس ملګری دی، جګړه شونې ده.