سرګي لاوروف د اوکراین په جګړه کې د مسکو د ملاتړ له امله له شمالي کوریا مننه وکړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر چې د چهارشنبې په ورځ پیونګ یانګ ته ورسېد، د اوکراین په جګړه کې د مسکو د "دوامداره" ملاتړ له امله یې له شمالي کوریا مننه وکړه. سرګي لاوروف وویل چې، د روسیې فډراسیون هم د "شمالي کوریا له ارمانونو" څخه خپل بشپړ ملاتړ او پیوستون څرګندوي.

د شمالي کوریا دولتي رسنیو لیکلي، چې د لاوروف سفر د پیونګ یانګ او مسکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره "مهم ټکی" دی.