جرمني له غزې تړانګې سره د ۵۰ مېلیونه یورو مرسته کوي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې اعلان وکړ، چې دغه هېواد به د غزې تړانګې له خلکو سره د بشري مرستو په برخه کې د پنځوس مېلیونه یورو مرسته وکړي. انالنا بربوک وویل، دغه پیسې د هغو فلسطینیانو د ملاتړ لپاره دي چې د حماس د کړنو قربانیان دي.