جوبایډن د حماس لهخوا د دوو امریکايي یرغمل شویو په خوشې کېدو خوښي څرګنده کړه

د امریکا ولسمشر د حماس لهخوا د دوو امریکايي یرغمل شویو مېرمنو د خوشې کېدو په تړاو په یوې ویناپاڼه لیکلي،« ډېر خوښ یم، چې دوی به ډېر ژر له خپلو کورنیو سره یوځای شي.»
د امریکا ولسمشر د حماس لهخوا د دوو امریکايي یرغمل شویو مېرمنو د خوشې کېدو په تړاو په یوې ویناپاڼه لیکلي،« ډېر خوښ یم، چې دوی به ډېر ژر له خپلو کورنیو سره یوځای شي.»
جوبایډن وویل، دغه دوه امریکایي مېرمنې «په تېرو ۱۴ ورځو کې له ډېر سخت او له وحشته ډک حالت سره مخ شوې دي».
بایډن زیاته کړه، چې دوی به د متحده ایالاتو د حکومت بشپړ ملاتړ ولري؛ ترڅو چې روغتیایي حالت یې ښه شي.
د امریکا ولسمشر د قطر او اسراییل له حکومتونو د دوی د خلاصون په برخه کې له همکارۍ مننه وکړه.
هغه وویل، چې د امریکا د ولسمشر په توګه د هغو امریکایانو امنیت ورته لومړیتړب لري چې یرغمل شوي دي.
په همدې حال کې د اسراییل د لومړي وزیر دفتر د یوې رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره ومنله، چې د جوډیټ راعنان او ناتالي په نوم یوه مور او لور د حماس له منګولو خوشې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه مور او لور به ډېر ژر خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
د حماس د پوځي څانګې ویاند عزالدین قسام لخوا د جمعې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) اعلان وکړ، چې د قطر د هڅو په ځواب کې یې د یوې مور او یوې لور په ګډون دوه امریکايي یرغمل شوي کسان د «بشردوستانه» دلایلو له مخې خوشې کړي دي.
حماس وايي، پر اسراييل د روانې مياشتې په پنځلسمه د مرګوني بريد په ترڅ کې دغې ډلې شاوخوا ۲۰۰ تنه يرغمل نيولي او ۵۰ تنه نور په غزه کې د وسله والو ډلو له خوا ساتل کېږي.