د سند ایالتي چارواکي: ټول ناقانونه بهرنیان دې د اکټوبر تر وروستۍ نېټې له دغه ایالته ووځي

د پاکستان د سند ایالتي چارواکو ویلي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته به ټول هغه بهرنیان له دغه ایالته اېستل کېږي چې قانوني اسناد نه لري.