پنجاب کې د ډينګي ناروغۍ د زياتېدو له امله اندېښنې زیاتې شوې دي

په پنجاب ایالت کې د ډينګي ناروغۍ د زياتېدو له امله اندېښنې زیاتې شوې، یوازې لاهور کې د ډینګي ۱۰۴ نوې پېښې ثبتې شوې دي. د لاهور په ګډون پنجاب کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډينګي په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.