حماس دوه اسراییلۍ برمته شوې مېرمنې خوشې کړې دي

حماس هغه دوه اسراییلۍ مېرمنې چې د تلې په پنځلسمه یې نیولې وې، د دوشنبې په ورځ خوشې کړې. د اسراییل حکومت په یوې وینا پاڼه کې ویلي، چې ۷۹ کلنه نوریت کوپر او ۸۵ کلنه یوخوید لیفشیتز خوشې شوې دي؛ خو د دوی مېړونه لا هم د حماس په لاس کې دي.