این بي سي ټلویزیون:د امریکا مین ایالت په څو ځایونو کې د ډزو په پایله کې ۲۲ تنه وژل شوي

این بي سي ټلویزیون راپور ورکړی چې د مین ایالت په څو ځایونو کې د چهارشنبې د ورځې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي دي. دغې شبکې زیاته کړې چې په دغو ډزو کې له ۵۰ تر ۶۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي. پولیس وايي، د دغو ډزو په تړاو د یوه شکمن ۴۰ کلن سړي په لټه کې دي.