د چین پخوانی لومړی وزیر لي کچیانګ ومړ

د چین پخوانی لومړی وزیر لي کچیانګ د جمعې په ورځ (د لړم ۵مه) د زړه درېدو له امله د ۶۸ کلونو په عمر ومړ. نوموړی د ۲۰۱۳ کال له مارچ څخه د روان کال تر مارچ میاشتې پورې د چین لومړی وزیر و او د دغه هېواد د ولسمشر لپاره یو له پیاوړو سیالانو څخه و.