د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې ناپېژانده وسله‌والو د یوه ښوونځي ښوونکی وژلی

دغه ښوونکي چې د یوسف اباد په سیمه یوه کوچني ښارګوټي کې یې يوه کوچنۍ هټۍ لرله، هم هلته په نښه شوی او وسله‌وال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي. په سیمه کې پولیس وایي، د پېښې د عاملینو په اړه یې لټون پيل کړی او پېښه د دوی له‌خوا پلټل کېږي.