حماس د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی کړی، خو اسراییل په کلکه رد کړ

فلسطیني ډلې حماس د بشردوستانه اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک هرکلی کړی او د سمدستي پلې کېدو غوښتنه یې کړې ده. په ورته وخت کې د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر دغه پریکړه لیک «د کرکې وړ» بللی او ویلي یې دي، چې هېواد یې په کلکه ردوي.