د افغانستان د والیبال کلبونو جام سیالۍ پیل شوې

د افغانستان د والیبال د کلپونو د اتلولۍ یا سیالۍ نن د ۲۰۲۳میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې ریاست په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې پیل شوې.

د افغانستان د والیبال د کلپونو د اتلولۍ یا سیالۍ نن د ۲۰۲۳میلادي کال د نومبر په لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې ریاست په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې پیل شوې.
د پرانېستې له مراسمو وروسته د سرې میاشتې او ښاروالۍ والیبال ټیمونه سره ولوبیدل او لوبه د ۱-۳ په توپیر سره سرې میاشتې وګټله.
دا لوبې د سرې میاشتې د اونۍ د درناوي لپاره پیل شوې او تر پنځو ورځو به دوام وکړي.
د سیالیو د مهالویش له مخې، د ګروپي پړاو سیالیو په لومړیو دریو ورځو کې به هره ورځ څلور سیالۍ وشي.
په دغو پنځو ورځو کې به د ګډونوالو لوبډلو ترمنځ ۱۶ سیالۍ وشي.
دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي، چې په لومړي ګروپ کې د سرې میاشتې، ستاره، شاروالي او صوفي کلب اې او په دويم ګروپ کې د ابن خلدون، صوفي کلب بي، المهدي او د لوګر اتلان لوبډلې دي.


د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، بېګا یې د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د یوې «وسلوالې ډلې د شمال زون لپاره مسوول او د هغه ۲ ملګري ووژل.» حاجي زاید وايي، دې کسانو د بلخ لپاره د دوی پر والي او د نورو بریدونو پلان درلود او د دې کار لپاره یې ۵۰ زره ډالر ترلاسه کړي وو.
نوموړی خپل اېکس کې د دې ډلې د استخباراتو له قوله وايي چې دا کسان په دې وروستیو کې له هند او تاجکستان دغه ولایت ته ستانه شوي وو.
حاجي زاید زیاتوي چې دا کسان د بلخ په مرکز مزار شریف کې په ځینې بریدونو کې هم ښکېل و.
نوموړي د دې وژل شویو کسانو د هویت، نومونو او د اړوند ډلې په هکله څه نه دي ویلي.
خو د دوی په مقابل کې په بلخ کې پر داعش سربېره د ملي مقاومت او ازادۍ جبهو په نوم دوه مخالفې ډلې هم فعالې دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د اکتوبر په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د ضرب الاجل تر ټاکلو راهیسې له یو لک څلوښت زرو ډېر کډوال له دغه هېواد وتلي دي، چې ډېری یې افغانان دي. پاکستاني چارواکي وايي، نن د دې نېټې پوره کېدو سره یې د پاتې بې قانونه کډوالو د ټولولو او اېستلو هڅې پیل کړې دي.
په خیبر پښتونخوا کې ځايي کمېشنر نصیر خان نن رویټرز ته ویلي، چې تر یو لک څلور زرو ډېر افغانان د تورخم له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د هغه په خبره، په دوی کې ځینې له ۳۰ کلونو راهیسې بې سنده پاکستان کې اوسېدل.
د نوموړي په خبره، نامالوم شمېر افغانان هم د چمن له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې تر یو میلیون او اوو لکو بې قانونه کډوال اوسېږي.
دغو کډوالو ته د ټاکلې نېټې تر پوره کېدو وروسته نن د پاکستان په سترو ښارونو، کراچۍ، اسلام اباد او پېښور کې د بې قانونه مهاجرو د نیولو او افغانستان ته د لېږدولو لپاره عملیات پیل شوي دی.

افغانستان ته د تلونکو کډوالو لپاره پاکستاني چارواکو د تورخم پر ځای د کډوالو د راجسترولو مرکز لنډي کوتل ته لېږدولی دی.
د افغان کډوالو د ستنولو په چارو کې پاکستاني چارواکي غني خان رسنیو ته ویلي، چې د ټولو ستنېدونکو کډوالو نوم لیکنه به په همدغه مرکز کې ترسره کېږي، د بایومټریک کولو تر څنګ پر هغوی خوراکي توکي هم وېشل کېږي.
نوموړي ویلي، د دې کار موخه د کډوالو په ستنولو کې د اسانتیاوو برابرول دي.
هغه وايي، دوی سر له ننه ټول جوپړیز دفترونه لنډي کوتل ته لېږدولي دي.
غني خان وايي:« په لومړي سر کې ټول کډوال له موټرو همدلته ښکته کېږي. د دوی د بایومټریک چارو تر څنګ د پلټنو چارې یې هم همدلته ترسره کېږي. د هرې کورنۍ د غړو شمېر هم معلومېږي بیا وروسته دوی په ځانګړو شویو موټرو کې تورخم ته استول کېږي.»
هغه د کډوالو د کډو او کاڼو کودیو په اړه وویل، چې ټول کډوال به په ځانګړو موټرو کې تر تورخمه رسول کېږي او د هغوی کډې به یوازې په هغو لاریو کې تورخم ته رسول کېږي، چې د پاکستان د بېلابېلو برخو څخه بار شوي او یوازې به د دوی د کډو سره موټر چلوونکی وي او دوی به په ځانګړو موټرو کې رسول کېږي.
که څه هم چې نوموړي په دې برخه کې زیات معلومات نه دي ورکړي؛ خو لامل یې د کډوالو په ستنولو کې د اسانتیاوو برابرول یاد کړي.
غني خان دا رنګه وویل، چې د کډوالو لپاره د اوبو بسکټو او تشنابونو اسانتیاوې برابرې شوې او د ناروغانو لپاره د ډاکټرانو یوه ډله هم په سیمه کې فعاله ده.
له دغو څرګندونو داسې ښکاري، چې پاکستاني چارواکي پرته له دې چې د نړۍوالو بنسټونو غوښتنې په پام کې ونیسي بشپړ هوډمن دي، چې افغان کډوال په دوامداره توګه له پاکستانه وباسي او په دې برخه کې یې پریکړه وروستۍ ده.

د پاکستان لهخوا ناقانونه کډوالو ته د ورکړل شوي ضرب الاجل ختمېدو سره هممهاله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغو افغانانو ته یو مخیز سند استولی، چې د پناه غوښتنې لپاره یې غوښتنلیکونه منل شوي دي.
د دغه وزارت لهخوا په استول شوي برېښنا لیکونو کې راغلي، چې د پاسپورټ سره یوځای دغه سند په پاکستان کې د دوی ستونزې یو څه هوارولی شي او پولیس به له دوی سره کار و نه لري.
په برېښنا لیک کې دا هم راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کړې دي او دغه سندونه د پاکستان حکومت په غوښتنې دغه افغانانو ته استول شوي دي.
دمګړۍ په پاکستان کې افغانان امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو ته د ویزو د ترلاسه کولو لپاره په تمه پاتې دي.
دغه سند په پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو ته چې ویزې یې ختمې شوې دي، د هیلیو یو شین څراغ دی.
له دې سره به تر یوه بریده د خلکو ستونزې هوارې شي او په پاکستان کې مېشتو افغانانو د امریکا له دغه ګامه هرکلی کړی دی.
له دې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغان کډوالو سره یوه شمېره هم شریکه کړې، چې ستونزې سره د مخېدو پرمهال به له هغې شمېرې سره اړیکه نیسي.

د کرېکټ د نړۍوال پنځوس اوریز جام په سیالیو کې نن پاکستان له بنګله دېش سره په لوبه کې مخامخ شو، چې په اوه وېکټو یې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په پیل کې پچه د بنګله دېش لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.
د بنګله دېش لوبډلې د ۲۰۴ منډو په کولو د پاکستان لوبډلې ته د ۲۰۵ منډو هدف ورکړ.
د پاکستان د توپ وهنې په پاڼۍ کې دغې لوبډلې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۳۳ اورونو کې ټاکل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.
له دې وړاندې پاکستان له افغانستان سره پنځوس اوریزه سیالي وکړه، چې ماتې یې وخوړه.
دا مهال د لوبډلو د بریا په لېست کې پاکستان پنځم ځای لري.
د کرېکټ د نړۍوال پنځوس اوریز جام سږنۍ سیالۍ د هندوستان په کوربه توب د مختلفو ایالاتونو په لوبغالو کې ترسره کیږي.