• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو لوی کمېشنر د کډوالو پر ستونزو اندېښنه څرګنده کړه

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمېشنر فلیپو ګراندې د ستنېدونکو کډوالو په تړاو ویلي چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی. ښاغلي ګراندې تېره ورځ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې، پاکستان باید د تېر په شان زیانمنونکو افغانانو ته د خوندي ژوند برابرولو چارې ته دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره، د افغان کډوالو لوی شمېر چې له پاکستانه په جبري توګه اېستل کیږي، په داسې حال کې له لویو سختیو او ګواښونو سره مخامخ دي چې ژمی هم را روان دی او په یو شمیر ولایتونو کې بیا هوا له اوسه سړه شوې ده.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شو او د پاکستاني چارواکو په خبره دا لړۍ به تر هغه وخته روانه وي چې له دغه هیواده ټول ناقانونه کډوال و اېستل شي.
سره له دې چې د ستنېدونکو کډوالو کره شمېر تر اوسه روښانه نه دی، خو د طالبانو حکومت د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني د اټکل له مخې د تورخم او سپین بولدک له دروازو تر اوسه څه باندې ۳۰۰ زره خلک افغانستان ته ستانه شوي دي.
ستانه شوي کډوال چې اوسمهال په موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي په تېرو څو ورځو کې سختې شپې او ورځې تیروي.
له پاکستانه په جبري توګه د ناقانونه کډوالو د ضرب الاجل له ټاکل کېدو وروسته په ځلونو لوېدیځو دولتونو او د بشري حقونو نړیوالو ټولنو له اسلام اباده وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه بدله کړي، خو پاکستان تر اوسه دا غوښتنې نه دي منلي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۳

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی