• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړۍوال جام؛ افغانستان د اسټرالیا په وړاندې، ایا «عرفان پټان» به د پنځم ځل لپاره ونڅېږي؟

۱۶ لړم ۱۴۰۲ - ۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۹ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله چې ډېره ځوانه لوبډله ده، هیچا داسې نه ګڼله چې دغه لوبډله دې په نړۍوالو سیالیو کې داسې لوبډلو ته ماته ورکړي، چې تر دې وړاندې د دغو سیالیو اتلوالي یې خپله کړې وه.

خو د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو په سږني نړۍوال جان کې داسې لوبډلې ماتې کړې چې چا یې تصور هم نه شو کولای.

د افغانستان د ملي لوبډلې له هر بري وروسته د هند د کرېکټ مشهور لوبغاړي «عرفان پټان» دغه بریا ولمانځله او په همدغې خوشالۍ کې یې مسته نڅا هم وکړه، ایا نن به بیا هم هغه د افغانستان د بري په خوشالۍ کې بیا هم ونڅېږي؟

د افغانستان لوبډله د نړۍوال جام په سیالیو کې تر دې مهاله ښه ځلېدلې ده؛ خو نن د هغې لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي، چې پنڅه ځلې د نړۍوال چام اتله پاتې شوې.
د اسټرالیا لوبډله ډېره تجربه لري، سره له دې چې د ۲۰۲۳ کال په نړۍوال جام کې ښه پیل نه لاره او په دوو سیالیو کې یې د هند او سویلي افریقا لوبډلو ته سیالي وبایلله؛ خو پنځه نورې لوبې یې یو په بل پسې وګټلې، په دې توګه یې د سریلانکا، پاکستان، هالنډ، نیوزیلنډ او انگلستان لوبډلو ته ماته ورکړه.

افغانستان هم د نړۍوال جام په پیل کې خپلې لوبې سمې پیل نه کړې او خپلې دوه لومړۍ لوبې یې بنګله دېش او هند ته وبایللې؛ خو په درېیمه سیالۍ کې یې د نړۍوالو سیالیو اتل انګلستان ته ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې خپله څلورمه سیالي نیوزیلنډ ته وبایلله؛ خو له هغې وروسته یې خپلې درې لوبې په پر له پسې توګه له پاکستان، سریلانکا او هالنډ څخه په زیات توپیر سره وګټلې.

افغانستان له اوو لوبو څخه اته نومرې لري او په نړۍوال نوملړ کې یې شپږم ځای خپل کړی او اسټرالیا هم درېیم ځای لري.

خو ډېر ځله چې د لوبو په څنډو کې ځینې نادرې پېښې کېږي د خلکو پام زیات وراوړي، کله چې افغانستان د باکستان لوبډله ماته کړه؛ نو د هند نوم وتی لوبغاړی عرفان پټان د راشد خان سره په ګډه ونڅېد چې له هغه وروسته د نڅېدلو دغه لړۍ پیل شوه چې دغه خبره د ډېرو خلکو د ژبو په سر پاتې شوه او ان دا چې پاکستاني رسنۍ یې هم سختې بوختې وساتلې.

ننۍ لوبه دواړو غاړو ته خورا ارزښتناکه ده؛ ځکه که هر یوه ګټونکې شي نو نیمه پایلوبې ته لاره اېستی شي.

اسټرالیا به په ننۍ لوبه کې مېچل مارش و گلن ماکسول له ځانه سره ولري؛ خو د استیون اسمیټ د چمتوالي په برخه کې لا هم شکونه شته.

د افغانستان وتلی توپ اچوونکی راشد خان ارمان سره له دې چې په دغه نړۍوال جام کې هغسې چې په کار وه نه دی ځلېدلی؛ خو هغه چې کلونه، کلونه په بېګ باش کې لوبېدلی د هغه ځای د لوبغاړو په هکله ژور معلومات هم لري.

هغه کولای شي، چې د اسټرالیا لوبډله تر سخت فشار لاندې راولي.

د راشد خان یوه ځانګړنه دا ده؛ که ویکټه نه اخلي، هم خو سیالې لوبډلې ته د منډو چانس نه ورکوي.

د افغانستان د لوبډلې بله ښېګڼه دا ده، چې د کم عمر او لږې تجربې سره، سره بیا هم په نړۍوالو سیالیو کې یې د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی دی.

په هغو لوبو کې چې دغو دوو لوبډلو په ٢٠١٢، ٢٠١٥ او ٢٠١٩ کلونو کې له یو بل سره لرلې، اسټرالیا تر افغانستانه برلاسې وه؛ خو دا بلا داسې ښکاري چې د افغانستان لوبډله کولای شي چې ډېرې وتلې لوبډلې هم ماتې کړي.

که افغانستان نن اسټرالیا ته ماتې ورکړي، لس نومرې به تر لاسه کړي او په دې توګه به یې نیمه پایلوبې ته د ورتلو چانس زیات شي.

ډېر لیدل شوي

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي
۱

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۲

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۳

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۴

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۵

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی