طالبان: پکتیا کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اوسېدو لنډمهاله پنډغالی جوړېږي

د طالبانو تر واک لاندې د پکتیا ولایت د رسنیو مرکز ویلي، چې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د طالبانو د پکتیا امنیه قوماندان محمدعمر مخلص په مشرۍ د ښه راغلاست او اسانتیاوو برابرولو کمیټې لهخوا د اوسېدو پنډغالي د جوړولو چارې پیل شوې.