• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې سرپرست سفیر: موږ په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ ودرېدل خپله وجیبه بولو

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره په ناسته کې ویلي، چې ترکیه او افغانستان داسې ګډ ارزښتونه لري، چې د اړیکو د ټینګ بنسټ یې جوړیږي او ترکیه په ستونزمنو حالاتو کې د افغانانو تر څنګ درېدل خپله وجیبه بولي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو لپاره د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د لړم په ۱۷مه د افغانستان لپاره د ترکیې نوي سفیر جنک اونال سره په کتنه کې ویلي، چې دا دواړه هېوادونه تاریخي ژورې رېښې لري او دواړه مسلمان ملتونه په سختو او ښو ورځو کې د یو بل تر څنګ پاتې دي.

اونال وویل چې د بشري مرستو اتم اورګاډی هم افغانستان ته راروان دی، چې په رارسېدو سره به یې په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک له بشري مرستو برخمن شي.

د دغې لیدنې په تړاو تر دې مهاله د ترکیې سفارت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د سوریې د بشري حقونو څارډله: داعش د سوریې په ختیځ کې د بشارالاسد ۳۴ ملاتړي وسله وال وژلي

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۲ GMT+۰

یوه سازمان چې په سوریه کې د بشري حقونو وضعیت څاري او د بشارالاسد د حکومت مخالف دی، د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د سوریې په ختیځ کې د داعش له خوا په یوه کمین کې ۳۴ حکومت پلوه ملېشې وژل شوي دي.

د سوریې دولتي رسنیو په دغه برید کې چې تېره شپه ترسره شوی، د ۲۱ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

یوې دولتي راډیو "شام" راپور ورکړی، چې دا وسله وال د سوریې په مرکزي صحرا کې د القم په کلي کې چې د حمص ښار او د رقه ښار په جنوب کې موقعیت لري، په یوه کمین کې وژل شوي دي.

دې راډیو ونه ویل چې دا برید کومې وسلوالې ډلې کړی دی.

خو د بشارالاسد د حکومت د مخالفانو د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي، چې دا برید د داعش ډلې کار و.

حمص ښار د حکومتي ځواکونو په ولکه کې دی او رقه د امریکا په ملاتړ د کردانو په ولکه کې ده.

د بشار الاسد حکومت د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي او داعش هم تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

په چترال کې د پوځ او وسلوالو تر منځ په نښته کې ۴ پوځیانو او ۶ وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۲ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان پولې ته نېږدې د چترال په ارسون سیمه کې پاکستاني پوځیانو او وسلوالو تر منځ په نښته کې یو سرتېر وژل شوی او درې ټپیان شوي. د پاکستان پوځ ویلي، چې په دغه جګړه کې دوه وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره وايي، چې دوی ځانګړي چاڼیز عملیات د نومبر د ۷مې او ۸مې ترمنځ د شپې پر مهال ترسره کړي دي.

د دغو عملیاتو په لړ کې د دواړو خواوو تر منځ سخته نښته وشوه، چې د پوځي تاوتریخوالي په پایله کې دوه وسلوال ووژل شول او څلور تنه ټپیان شول.

بل خوا یوې امنیتي سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغه جګړه کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

پوځ ویلي، چې دا چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

د دې اونۍ په پیل کې د خېبر پښتونخوا په تیراه سیمه کې د پاکستاني پوځ یو افسر او درې سرتیري د ترهګرو په عملیاتو کې ووژل شول.

تېره اونۍ هم په ګوادر، ډېره اسماعیل خان او لکي مروت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو او د ترهګرو په بمي چاودنه کې ۱۷ امنیتي ځواکونه ووژل شول.

مفتي منیر شاکر: انوارالحق کاکړ د افغان کډوالو د اېستلو لپاره «کرایه» شوی

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۴ GMT+۰

د پښتونخوا یو مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر وايي، چې د پاکستان سرپرست وزیر د افغان کډوالو د اېستلو لپاره کرایه شوی دی. نوموړی په یوه ویډیويي پیغام کې زیاتوي: «پښتانه په پاکستان کې هېڅ ځای نه لري او پښتون تل پر پښتون وهل کېږي».

مفتي منیر شاکر چې پر مذهبي او سیاسي مشرانو د نیوکو له امله مشهور دی، د سې شنبې په ورځ په خپل یوټیوب کې د ویډیو په خپرولو سره له پاکستانه د افغان کډوالو پر وتلو غږېدلی دی.

هغه د کډوالو د اېستلو په تړاو د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان پر سرپرست حکومت نیوکه کوي او وايي؛ «دښمن به هم له کوره په دومره بې عزتۍ ونه اېستل شي، لکه افغان کډوال چې اېستل کېږي.»

نوموړی وايي؛ د هند، برما او بنګله دېش ډېر مهاجر پاکستان کې شته؛ «خو داسې په بې عزتۍ به ونه اېستل شي، ځکه دې قامونو کې په کرایه څوک نه پېدا کېږي.»

هغه ویلي: "پښتون پر پښتون وهل کېږي، د پښتنو خلاف جاسوسان هم ټول پښتانه دي. اوس یې په کرایه کاکړ راوستلی دی، خالص په کرایه راغلی، پښتان به پرې عزته کړي. په داسې بې عزتۍ به دښمن څوک ونه باسي".

نوموړی وايي، کله چې کډوالو ته مرستې راتلې دا مرستې به «پاکستاني جنرالانو پټولې او ښې وریژې او کمپلې به چې راغلې، پوځیانو خرابې وریژې او کمپلې کډوالو ته ور کولې او ښې یې ځان ته ساتلې او هم یې نغدې پیسې پټولې.»

نوموړی وايي؛ کله به چې له پاکستان سره د افغان کډوالو لپاره نړیوالې مرستې کمې شوې، نو د دغه هېواد حکومت به د کډوالو د وتلو خبره وکړه، بیا به چې مرستې وشوې؛ «نو ویل به یې چې زموږ سینه پراخه ده، وي دې.»

هغه زیاتوي چې اوس پاکستان په کډوالو کې هیڅ ګټه نه ویني، په «بې عزتۍ» سره یې ستنوي.

مفتي منیر شاکر په دغه هېواد کې د پښتنو پر بد حالت هم غږېدلی او وايي؛ پښتون غلام ځکه ساتل کېږي چې د خپلو وسایلو پوښتنه ونه کړي.

هغه له پښتنو سره د پنجابي پوځیانو پر چلن نیوکه کوي او وايي؛ هر ځای ترې پوښتنې کوي او تالاشي کوي یې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: اسراییل باید غزه بیاځلې ونه نیسي

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د "جي ۷" د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له اسراییل څخه وغوښتل چې له جګړې وروسته دې د غزه له «بیاځلي» نیولو ډډه وکړي.

انټوني بلېنکن وویل، چې د غزې اداره به فلسطیني ادارې ته وسپارل شي او د غزې د بیارغونې او د دوو دولتونو د سخړې د حل لپاره به یو دوامداره میکانیزم رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، چې د غزې د خاورې لاندې کول او د فلسطینیانو جبري ځای پر ځای کول د شخړو له پای ته رسېدو وروسته د منلو وړ نه دي.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتانياهو د دوشنبې په ورځ له امريکايي اې بي سي خبري شبکې سره په مرکه کې وويل، چې له حماس سره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به يې هېواد د نامعلومې مودې لپاره د غزې د تړانګې د امنيت ټول مسووليت پر غاړه ولري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د سې شنبې په ورځ د ښاغلي نتانیاهو څرګندونو ته په اشارې سره وویل:«ولسمشر بایډن په خپلې تګلاره کې روښانه دی. موږ د اسراییل د دفاعي ځواکونو له خوا د غزې د بیاځلي نیولو ملاتړ نه کوو».

خو د امريکا او برېتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو د اوو هېوادونو د ډلې د سرمشريزې په څنډه کې اعلان وکړ، چې د اسراییل له خوا د غزې د امنیت مسوولیت اخیستل په لنډمهاله کې نا ممکنه ده.

د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د چهارشنبې په ورځ په یوې بیانیه کې ټینګار وکړ، چې د دوو دولتونو حل، د اسراییل تر څنګ د فلسطین دولت او د هغوی دوه اړخیزه رسمیت «د عادلانه، باثباته او خوندي سولې یوازینۍ لار ده».

د اوو هېوادونو د ډلې ډېپلوماتیکو مشرانو همداراز له ایران څخه وغوښتل چې د حماس او حزب الله څخه ملاتړ ونه کړي او له هغو فعالیتونو ډډه وکړي چې منځنی ختیځ بې ثباته کولی شي.

یادو د بهرنیو چارو وزیرانو د اسراییل«د نړۍوال قوانینو سره سم د ځان د دفاع» حق په رسمیت وپېژاند او په ورته وخت کې یې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو په وړاندې د سخت دریځو اسراییلیانو لخوا ترسره شوی تاوتریخوالی «د نه منلو وړ» وباله.

مولانا فضل الرحمان: غزې ته د مجاهدینو استول غواړم

۱۷ لړم ۱۴۰۲ - ۸ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۸ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان وايي، د اسراییل په مقابل کې غزې ته مجاهدین استول غواړي؛ خو دا واک د حکومت دی. نوموړی دا نه وايي، چې حکومت یې د غوښتنې مخالف دی؛ خو زیاتوي چې پاکستان له مختلفو لارو د لوېدیځ مقابله کوي.

د هغه په خبره؛ پر پاکستان د غرب سیاسي او اقتصادي اغېز شته، خو مخامخ یې څوک ګواښلی نه شي.

ملا فضل رحمان زیاتوي، چې اسلام اباد هم د سیاسي، اقتصادي او دفاعي ستراتیژیو له مخې د غرب مقابله کوي.

فضل رحمان تېره یکشنبه په قطر کې د حماس له مشرانو خالد مشعل او اسماعیل هنیه سره ولیدل.

دا لیدنه د حماس او اسراییل د خونړۍ جګړې په درشل کې چې له یوې میاشتې راهیسې روانه ده، شوې ده.

اسراییل وايي؛ ځواکونه یې د غزې زړه ته رسېدلي دي.

بل خوا په پاکستان کې د مولانا فضل الرحمان یو شمېر سیاسي مخالفینو ویلي، چې د نوموړي څرګندونې یوازې کمپایني بڼه لري او نوموړی هڅه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې یې د شعار په توګه وکاروي.