د صربستان پولیس وايي، څه باندې ۴۵۰۰ کډوال یې نیولي دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

د صربستان پولیس وايي، په تېرو دوو اونیو کې یې له هنګري او بلغاریا سره د دغه هېواد په سرحدي سیمو کې تر ۴۵۰۰ ډېر کډوال نیولي دي.

د صربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې تر ۱۲۰ ډېر نور کسان یې د انساني قاچاق او د وسلو او نشه‌یي توکو د لرلو په تور نیولي دي.

هغه د چهارشنبې په ورځ وویل چې، دغه کسان د اکټوبر له ۲۷ مې راهیسې د هنګري پولې ته څېرمه د سوبوټیکا، سومبور او کېکېنډا په ښارونو او له بلغاریا سره پولې ته څېرمه د پیروت په ښار کې نیول شوي او د حکومت تر کنټرول لاندې کمپونو ته لېږدول شوي دي.

د صربستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه، چې پولیسو له ۸۱ زرو څخه د زیاتو موټرو او له ۳۰۰ څخه د زیاتو کورونو د پلټنو په ترڅ کې پنځه ماشیندارې، پنځه وسلې، له ۱۵۰۰ څخه زیاتې مرمۍ او سلګونه پاسپورټونه نیولي دي.

دغه لوړپوړي صربي چارواکي ونه ويل چې، دغه کډوال د کومو هېوادونو دي؛ خو ډېری هغه پناه غوښتونکي چې د بالکان له لارې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورځي د افغانستان، پاکستان، منځني ختيځ او شمالي افريقا دي.

دغه لاره له ترکیې څخه بلغاریا، شمالي مقدونیې او صربستان ته غځېدلې او بیا هنګري او نورو لویدیځو اروپایي هېوادونو ته رسېږي.

نور خبرونه

رادیو