• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تصویري راپور: ولې د قوش تېپې نوم بیا د ژبو پر سر دی؟

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۲۰ GMT+۰

په وروستیو اونیو کې د قوش تېپې کانال یو ځل بیا د طالبانو له تبلیغاتي موادو نیولې تر د دې ډلې د مخالفینو اعلامیو پورې د ژبو پر سر دی.

د طالبانو تبلیغاتي ډله د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو په څېر د قوش تپې کانال د «افغانستان د خلکو د ژغورنې لپاره د حکومت تر ټولو مهمه پروژه» بولي.

خو، مخالفان یې اندېښنه ښيي چې ښایي د قوش تېپې شاوخوا ځمکه «د طالبانو کورنیو» ته ووېشل شي او ځايي خلک اجباري کوچ ته اړ شي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.

له افغانستانه بهر ګاونډي هېوادونه هم په دې اړه چوپه خوله نه دي پاتي.

د ازبکستان ولسمشر په وږي میاشت کې خبرداری ورکړ چې د قوش تېپې کانال جوړول په منځنۍ اسیا کې د اوبو رژیم او توازن په بنسټیز ډول بدلولی شي.

100%

خو د قوش تېپې کیسه له کومه ځایه پیل شوه؟

د قوش تېپې کانال په افغانستان او سیمه کې د اوبو د انتقال یو ستر کانال دی چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالۍ پیل شوی دی.

د قوش تېپې کانال پروژه د محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال د ١٣٥٢ او ١٣٥٧ کلونو ترمنځ طرحه شوې وه، خو د جګړې او بې ثباتۍ له امله پلې نه شوه.

100%

د قوش تېپې کانال ته بهېدونکی امو سیند د پامیر له غرونو سرچینه اخلي او شاوخوا ۱۱۲۶ کیلومتره په اوږدوالي له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان سره د افغانستان د شمالي پولو په اوږدو کې بهیږي.

امو سیند د منځنۍ اسیا یو له ډېرو اوبو لرونکو سیندونو څخه دی.

امو د نړیوال سیند په ټوګه، د افغانستان او د هغه د څلورو شمالي ګاونډيو هېوادونو تر منځ د ګډې طبیعي پولې په ټوګه پیژندل شوی او د افغانستان او دغو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ پوله ګڼل کیږي.

100%

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال ملا برادر، د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري په لسمه نېټه په بلخ ولایت کې د دغې ډلې د لوړپوړو چارواکو په ګډون د قوش تېپې کانال پرانیست.

هغه وویل چې د دغه کانال بشپړیدل به د افغانستان اقتصادي وضعیت ښه کړي او افغانستان به پر ځان بسیاینې ته نږدې کړي.

100%

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د دغو ادعاوو په غبرګون کې ویلي چې طالبان د قوش تېپې کانال شاوخوا ځمکې پاکستاني وګړو ته ویشي.

خو طالبانو تراوسه دا ځمکې د کانال شاوخوا پر ځايي خلکو هم نه دي وېشلې.

له بلې خوا، کله چې طالبان د افغانستان د زیربناوو د بیارغونې خبره کوي، منتقدین هغو بریدونو ته اشاره کوي چې دغې ډلې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د زیربناوو د جوړولو د مخنیوي لپاره پلان کړي وو.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
تازه خبر

طالبانو له روسیې سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی

۳

حکمتیار: امر بالمعروف باید د نورو د غلي کولو او د منبر مهارولو وسيله نه شي

۴
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

•
•
•

نور کیسې

طالبان په تاشکند کې د ایکو غونډې ته نه دي بلل شوي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۷ GMT+۰

د ازبکستان ولسمشرۍ دفتر وايي، نړیواله ټولنه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، ځکه یې دا ډله د ایکو غونډې ته نه ده بللې. د افغان جمهوریت له پرځېدو وروسته دا دویم ځل دی چې د اېکو مشران د کابل له استازو پرته غونډه کوي.

د ازبکستان د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر مشر شېرزاد اسدوف وايي، افغانستان د ایکو تړون غړی دی، خو په دغه هېواد کې د سیاسي بدلون له امله د تړون په چارو کې فعالیت نشي کولی.

نوموړي ازبکستان ورځپاڼې ته ویلي، ایکو کې به هغه وخت د طالبانو د ګډون امکان وي چې د دې تړون غړي یوې اجماع ته ورسېږي او لا یې هم نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني.

د ایکو په نوم د اقتصادي همکاریو سیمه ییزه ټولنه کې اذربایجان، افغانستان، ایران، قزاقستاد، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ترکیې هېوادونه غړي دي.

دا ټولنه پر ۱۹۹۴ کال ایران، ترکیې او پاکستان جوړه کړه او مرکزي دفتر یې هم تهران کې دی.

افغانستان او د پخواني شوروي ۷ نور هېوادونه پر ۱۹۹۲ کال ور سره یو ځای شول.

مولانا فضل رحمان د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره د کمېسون جوړېدو غوښتنه وکړه

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره د کمېسون جوړېدو غوښتنه وکړه. مولانا فضل رحمان د پاکستان د سرپرست حکومت له خوا د افغان کډوالو اېستلو ته په اشاره ايي، چې په یوه طرفه فیصلو سره اړیکي خرابېږي.

د پاکستان حکومت د تېر اکتوبر لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته یوه میاشت د وتلو لپاره وخت ور کړ او له دې نېټې وروسته هم کډوال نیسي او ستنوي.

د مولانا فضل رحمان ګوند نن پر خپل اېکس د نوموړي خبرې خپرې کړې دي چې پکې پاکستان پر دغه پرېکړه له نیوکې سره وايي: «افغان کډوالو ته بې قانونه ویل کېږي او اېستل کېږي، ایا دوی دا ۴۲ او ۳۲ کاله بې قانونه نه وو؟»

د پاکستان حکومت افغان کډوال د دغه هېواد په ناامنۍ کې ښکېل بولي، خو طالبان او پخواني افغان چارواکي وايي، د پاکستان امنیتي ادارې د امنیت ټینګولو کې پاتې راغلې او د دې ناکامۍ پړه پر کډوالو اچوي.

مولانا فضل رحمان هم دې مسلې ته له اشارې پرته واييک «مشکل یو ځای جوړېږي، شکایت له بل ځای کېږي، سزا بل چا ته ور کول کېږي. »

نوموړی زیاتوي چې په افغانستان دا فتوا هم شوې چې په پاکستان کې جنګ جهاد نه دی.

مولانا فضل رحمان نږدې میاشت مخکې هم له افغان کډوالو سره د پاکستان پر چلن نیوکه کړې وه او یوه ویډیو کې یې ویلي وو: «زه د انساني حقونو له ادارو غواړم چې پاکستان ته راشي، او اوس د افغان کډوالو په تړاو انساني حقونه مطالعه کړي چې پاکستان کې ور سره څه کېږي.»

نوموړي زیاته کړې وه، چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه له افغان کډوالو پیسې اخلي او یا یې هم پر جایداد ولکه کوي.

که څه هم نړیوالې ټولې او طالبانو بیا بیا له پاکستان غوښتي چې د کډوالو اېستلو په هکله خپله پرېکړه واخلي، خواسلام اباد لا هم شاتګ نه دی کړی.

د پاکستان چارواکي وايي، د تېر اکتوبر له لومړیو تر اوسه دوه لکه لس زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ایراني چارواکو ملا برادر ته ویلي«افغانستان سر له سبا له چابهار بند کار اخیستلی شي»

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۱۹ GMT+۰

طالبان وايي د دې ډلې د ریاست الوزرا مرستیال ملا برادر سره په لیدنه کې ایراني لوري ورته ویلي، افغانستان «سر له سبا له چابهار بندر د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ لپاره عملاً کار اخیستلی شي.» دا پرمختیا په داسې مهال ده چې د افغانستان تر څلور زرو ټرانزېټ کانتینر په کراچۍ کې بند دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند له څو ورځو راهیسې د یوه طالب پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی او نن یې د دغه هېواد سیستان بلوچستان ته په تګ سره چابهار بندر ته ورغلی دی.

نوموړي په چابهار کې د بلوچستان له والي حسین مدرس خیاباني، په افغانستان کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي، د ایران د ازادو سوداګریزو سیمو مسوول حجت‌الله عبدالملکي، د چابهار بندر له مسوول قاسم عسکري او یوشمېر نورو ایراني مسوولینو سره ناسته درلوده.

د ملا برادر دفتر په خبرپاڼه کې وايي، ملا برادر په نننۍ غونډه کې له ایراني لوري وغوښتل چې د افغان ټرانزېټ د زیاتوالي لپاره دوی ته د چابهار بندر د کارولو سهولتونه برابر کړي.

د دې خبرپاڼې له مخې، ایراني لوري «د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ته وویل، افغانستان کولای شي سر له سبا له چابهار بندر څخه د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ عملاً استفاده پيل کړي.»

د طالبانو واکمنېدو سره له چابهار بندر د افغانستان صادرات بند شوي او وجه یې هم د طالبانو له امله له نړیوال بانکي سیستم د افغانستان بې برخې کېدل بلل کېږي.

په نننۍ غونډه کې ملا برادر په چابهار بندر کې د افغانستان لپاره په مناسبه بیه د ځمکې ځانګړي کولو غوښتنه هم کړې ده.

طالبان وایي، د غونډې په پای کې چابهار بندر ته د افغانستان د بشپړ لاسرسي او په دغه برخه کې د ایران له لوري د هر ډول اسانتیاوو او همکارۍ رامنځته کولو توافق هم وشو.

ملا برادر تېره شنبه د یوه لوړپوړي طالب پلاوي په مشرۍ ایران ته ورسېد او د دغه هېواد پر بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سربېره یې له مختلفو چارواکو او سوداګرو سره ولیدل.

چابهار بندر

100%

چابهار بندر د افغانستان د نیمروز ولایت په ګاونډ د ایران په سیستان بلوچستان کې پروت دی او پر تهران سربېره هند هم له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د وصل لپاره پر دې بندر پانګونه کوي.

ایران دوه کاله مخکې د دې بندر او د سیستان بلوچستان د مرکز زاهدان ترمنځ د پټلۍ غځولو چارې پیل کړې دي. تهران غواړي دا پټلۍ افغانستان او بیا تر منځنۍ اسیا وغځوي.

په وچه ایسار افغانستان چې د کراچۍ له لارې سمندري سوداګري کوي، دغه بندر ته د بدیل په سترګه ګوري او د پاکستان له خوا د افغان ټرانزېټ مالونو په مخ کې خنډونو ورته لا مهم کړی دی.

دا اوس هم د افغانستان تر څلور زرو ډېر کانتینر د پاکستان د حکومت له خوا په کراچۍ کې ایسار کړل شوي چې ښايي هره ورځ ترې یو میلیون ډالر اضافه مالیه هم واخیستل شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر خان جان الکوزی د پاکستان دا ګام د نړیوال سوداګریز قانون خلاف بولي.

د ایران ولسمشر افغانستان کې د داسې حکومت جوړېدل غواړي چې د ټولو «مذهبونو نمایندګي وکړي»

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۷ GMT+۰

د ایران ولسمشر وايي، په افغانستان کې باید داسې حکومت جوړ شي چې د دغه هېواد د ټولو قومونو، مذهبونو او ولس استازي وکړي. طالبانو د ښاغلي رییسي اوسنیو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پخوا یې ویلي و چې څوک دې ډلې ته د ټولګډونه حکومت وړاندیز کوي پخپلو هېوادونو کې داسې حکومتونه نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي څو میاشتې مخکې یوه غونډه کېدغو هېوادونو ته وویل: ایا تاسو پراخ بنسټه حکومتونه لرئ؟

هغه زیاته کړه: «ستاسو په هېوادونو کې زرګونه کسان تري تم شوي؛ خو هېڅوک یې د پوښتنې جرائت نه لري.»

که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وا نه خیست، خو په ایران کې زرګونه کسان ورک دي.

ابراهیم رییسي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت دا خبره په تاجکستان کې له خپل تاجک سیال امام علي رحمان سره په خبري ناسته کې وکړه.

هغه زیاته کړه چې دغه دواړه هېوادونه د افغانستان په تړاو ګډه اندېښنه لري او د مسوولیت احساس کوي.

ابراهیم رییسي پرون دوشنبې ته لاړ او د تاجکستان پر ولسمشر سربېره یې د دغه هېواد د پارلمان له مشر محمد ظاهر ذاکرزاده سره ولیدل.

د طالبانو په واکمنېدو پسې د احمد مسعود په ګډون د دې ډلې ځینې مخالف مشران په تاجکستان کې دي.

د تاجکستان ولسمشر هم تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې پر ټولګډوني حکومت ټینګار کړی دی.

نوموړي هم له ایراني سیال سره خبرو کې بیا ویلي چې افغانستان کې د ستونزو د سوله ییز حل ملاتړ کوي او غواړي چې جنجال د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونه: شاوخوا ۴۰۰۰ کانټینره په کراچۍ بندر کې اېسار شوي دي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۷:۵۰ GMT+۰

د دغې خونې مشر خانجان الکوزی وايي، دغه کانټینرونه د (ابتا) تړون خلاف چې د افغانستان او پاکستان تر منځ لاسلیک شوی د هغه هېواد د ګمرک له‌خوا ستنول شوي، چې ښايي هره ورځ پر دغو سوداګریزو توکو یو مېلیون ډالره ډیمرېچ یا مالیه هم وضعه شي.

ښاغلی الکوزی وايي، چې د پاکستان دغه یو اړخیزه پرېکړه، د نړۍوال سوداګریز قانون (ډبلیو، ټي، او) سره په ټکر کې ده.

هغه زیاته کړه:« د دغې پرېکړې له مخې ۲۱۲ قلمه سوداګریز توکي موږ نه شو راوړلی او په نورو توکو دوی زموږ څخه لس سلنه محصول غواړي، چې په بل هېواد کې د محصول ورکول د ترانزیټي اصولو سره قانوني کړنه نه ده، د دې تر څنګ کله چې یو افغان سوداګر د یو لک ډالرو جنس واردوي؛ نو د دوی په بانکونو کې باید یو لک نور ډالره د ضمانت په توګه کېښودل شي، چې دا هم ناقانونه غوښتنه ده.»
افغان سوداګر وايي، سره له دې چې په دغو سوداګریزو توکو کې خوراکي توکي هم شامل دي چې تر ډېره خوسا شوي؛ خو هغه نور توکي چې د خوسا کېدو نه دي هغه هم د وخت په تېرېدو سره یې تاریخ ختمیږي چې ټول زیان یې افغان سوداګرو ته رسېږي.
د خانجان الکوزي په خبره چې پر سوداګریزو توکو د پاکستان له اړخه له دغه بندیز سره هره ورځ یو مېلیون ډالره پر افغان سوداګرو ګمرکي محصول زیاتېږي، چې دا په ټوله کې د افغان سوداګرو لپاره ملا ماتوونکی ګوزار دی.

د هغه په وینا، د دغې تګلارې له مخې نه موږ دغه توکي محصولوو او نه یې محصولولای شو او نه هم دا دوی حق جوړېږي.
د افغانستان سوداګرۍ خونې مشران د دغې ستونزې د هواري لپاره په وار، وار له طالب چارواکو سره غږېدلي؛ خو لا هم د مشوړې ورک سر نه دی مېندل شوی.

ښاغلی الکوزی زیاتوي، چې څو، څو ځلې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت دوی ته ډاډ ورکړی چې دغه ستونزه به د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي؛ خو وایي لا تر اوسه ستونزه هماغه شان ستونزمنه پاتې ده.
د خانجان الکوزي په باور د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګریزې ستونزې د جمهوریت پر مهال هم راټوکېدلې او پاکستاني لوري تل د ټرانزیټي چارو نه سیاسی ګټه پورته کړې ده، چې په دې سره دواړو غاړو ته یې زیانونه اوړي.
د پاکستان یو لامل دا دی، چې افغانستان ته تلونکي سوداګریز توکي بېرته پاکستان ته قاچاقیږي؛ خو افغان سوداګر وايی په داسې حال کې چې په ټولو قاچاقي لارو د پخوا پرخلاف اغزن تارونه غځېدلي او ان چې پرته له ویزې خلک له کرښې نه شي اوښتی، د دوی له نظره د قاچاقو خبره تشه پلمه ده او پاکستاني لوری غواړي، چې پر افغان چارواکو د دې لارې فشارونه زیات کړي.