• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

صالح وايي د پاکستان دفاع وزیر باید له افغانانو، کرزي، اشرف غني او ده بښنه وغواړي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان د دفاع وزیر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه خبرې له تشو شعارونو او تبلیغاتي ژبې ډکې دي.صالح وايي، د پاکستان دفاع وزیر باید له افغان ولس، حامد کرزي، اشرف غني او ده بښنه وغواړي.

صالح د اصف خبرې اوږدې او تشې یادې کړي او پوښتلي یې دي چې هغه د دفاع وزیر دی او که د تبلیغاتو.

امرالله صالح د چارشنبې پر ورځ د لړم ۷مه، پر اېکس پاڼې د خواجه اصف څرګندونو ته لیکلي: «څومره اوږدې او تشې خبرې! دا د دفاع وزیر دی او که د تبلیغاتو مشر؟ د دفاع وزیران خو هغه کړنې کوي چې پخپله خبرسازې شي او سرټکي جوړ کړي، نه دا چې یوازې خبرې او بیانونه ورکړي».

صالح زیاته کړې، چې د کویټې شورا او د پاکستان د پوځ ترمنځ روانه شخړه یوه زړه‌راښکونکې ننداره ده او خوند ورکوي چې پاکستان ته د کویټې شورا یادونه وکړي.

هغه له پاکستان څخه غوښتي چې د طالبانو د ملاتړ په اړه خپل اعترافونه څرګند کړي.

صالح پوښتنه کړې: «ایا وخت نه‌دی رارسېدلی چې اعتراف وکړئ څنګه مو له طالبانو سره مرسته وکړه، ولې مو مرسته وکړه، څومره مو مرسته وکړه، څومره کسان مو وروزل، ولې د هغوی د روزنې ویډیوګانې نه شریکوئ، ولې د هغوی کاروبارونه او ودانۍ چې ستاسې په ښارونو کې دي، نه ښیئ؟»

د پاکستان دفاع وزیر په خپل وروستي اېکس پوسټ کې طالبان د ۲۰۰۱ کال په څېر د تورې بوړې غارونو کې په ایسارولو ګواښلي دي، خو د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د تورې بوړې په غارونو کې د القاعدې جنګیالي او بن لادن پټ وو او د شنونکو په باور، طالبان پاکستان ته په ازادانه ډول لاړل.

خواجه محمد اصف ویلي، پاکستان د خپلو وروڼو هېوادونو په غوښتنه له طالبانو سره د سولې د هڅو لپاره خبرو ته تیار شو، خو د طالبانو د چارواکو «زهرجنې او بې‌ ځایه څرګندونې» د هغوی « د درغلګر او تجزیه‌ شوي ذهنيت» څرګندونه کوي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان ته دا اړتیا نشته چې د خپل پوځ له بشپړ ځواک یوه کوچنۍ برخه هم وکاروي.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، « موږ کولی شو د طالبانو رژیم بشپړ له منځه یوسو او هغوی بېرته غارونو ته ور وتمبوو، که دوی وغواړي، د تورې بوړې د ماتې تکرار به د سیمې خلکو ته د نندارې وړ صحنه وي».

د پاکستان دفاع وزیر د «امپراتوریو هدیرې» اصطلاح ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان ځان امپراتوري نه ګڼي، خو افغانستان یې «د خپلو خلکو هدیره او د امپراتورانو د لوبغالي» په نوم یاد کړی.

خو صالح د خپل پوسټ په پای کې اصف ته په خطاب کې لیکلي: «له تاریخي بارونو ځان خلاص کړئ، څو د راتلونکي اوږد سفر لپاره مو اوږې سپکې شي.»

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۵

ذبیح الله مجاهد: د زوجینو د تفریق اصولنامې په اړه نیوکو ته باید هیڅ ارزښت ورنه کړل شي

•
•
•

نور کیسې

قزاقستان له افغانستان سره صنعتي همکاري پراخوي

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۳ GMT+۰

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په افغان ـ قزاق فورم کې د دوو اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او وايي، د تېر کال په پر تله سږکال له قزاقستان نه افغانستان ته صادرات څو برابره ډېر شوي دي.

د قزاقستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعتي همکارۍ درېیمه غونډه او د افغان توکو ننداتون تېره ورځ د یاد هېواد په شېمکنټ کې پرانېستل شو او په یاد فورم کې له ۱۸۰ څخه ډېرو افغان سوداګرو او د دواړو هېوادونو لوړ پوړو استازو ګډون کړی و.

د یاد فورم د پرانېستې په مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګرین ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ ۵۴۵،۲ مېلیونه ډالرو په ارزښت سواګري شوې او د ۲۰۲۵ کال د جنوري او او اګسټ ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳۳۵،۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی.

نوموړي ویلي، چې سږکال افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۲،۹ سلنه، د لمر ګلي غوړیو صادرات ۳،۱ سلنه او د تېلو صادرات هم دوه برابره ډېر شوي دي.

ژومنګرین زیاته کړې:«قزاقستان تمه لري چې سږکال افغانستان ته ۹،۶ میلیونه ټنه غنم صادر کړي او تمه لري، چې د اوړو، وریژو او بورې صادرات هم زیات کړي.»

په دغه غونډه کې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي له قزاقستان څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان په کرنه، انرژۍ، ترانسپورټ، کان کیندنه او ساختماني برخو کې هم پانګونه زیاته کړي.

د قزاقستان رسنیو راپور ورکړی، چې د یاد فورم پرمهال طالب او قزاق چارواکو د قزاقستان ـ افغانستان ـ پاکستان د ترانزیټي لارې د‌پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

قرغیزستان وايي چې طالبان د دوی صادراتي توکي په اسانۍ مني

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۶ GMT+۰

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال ویلي، هېواد یې د افغانستان له بازار سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا هڅه کوي او د افغانستان د شمال وضعیت یې د قرغیزستان د نولسمې لسیزې د ازاد بازار له پړاو سره تشبیه کړی چې توکي په اسانۍ مني.

د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ لومړي مرستیال وزیر چورو سیییتوف، د«قرغیز ټرانس لوژستیک– ۲۰۲۵ نندارتون» د غونډې پر مهال ویلي، چې قرغیزستان د افغانستان بازار ته د لاسرسي او صادراتو د پراختیا امکانات ارزوي.

نوموړي ویلي، د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ترمز په ښار کې یو ګډ سوداګریز مرکز فعال دی، چې د قرغیزستان، ازبکستان، تاجکستان، افغانستان او روسیې سوداګر پکې خپل محصولات نندارې ته وړاندې کوي.

سیییتوف زیاته کړې:«هغه توکي چې دې مرکز ته راوړل کېږي، په چټکۍ سره خرڅېږي، ځکه د افغانستان بازار د مصرف اصلي مرکز دی، اوس د افغانستان حکومت د محصولاتو لپاره د تصدیق سخت قوانین نه لري، لکه څنګه چې په ۱۹۹۰ کال کې وو، هر څه به واردېدل، هیڅ نه‌چک کېدل، اوس افغانستان یو څه له هغه وضعیت پورته دی، خو بیا هم هر ډول توکي، لکه ساختماني مواد، سیمنټ، ښیښه او نور په اسانۍ منل کېږي.»
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان بازار د قرغیزستاني تولیدوونکو او لوژستیکي شرکتونو لپاره د پام وړ فرصتونه لري.

همدا ډول د «قرغیز اېکسپورټ» مرکز رییس، اورمات تکیروف، هم ویلي چې د قرغیزستان د سوداګرو د یوه رسمي پلاوي د سفر پلان افغانستان ته تر کار لاندې دی.

د یاد هېواد د اقتصاد وزارت چارواکو ویلي، قرغیزستان غواړي د سیمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو له لارې د خپلو صادراتو کچه لوړه کړي او د افغانستان له روان ثبات څخه په اقتصادي ډول ګټه واخلي.

د طالبانو د زندانونو ادارې رییس په ترکیه کې د زندانونو د اصلاح کنفرانس کې ګډون کړی

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري د زندانونو د تربیت او اصلاح په موخه د ترکیې په ۲۷نړیوال کنفرانس (ICPA) کې ګډون کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد کنفرانس د اکټوبر په ۲۶مه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

په دې نړیوال کنفرانس کې د ۸۵ هېوادونو استازي او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو غړي ګډون لري.

د راپور له مخې، د کنفرانس ګډونوال د زندانونو د اصلاح او عصري کولو، د بندیانو د روزنې او زده‌کړې، او د زندانونو د کارکوونکو د مسلکي پرمختګ او اسانتیاوو په اړه خپل نظریات او تجربې تبادله کوي.

مولوي محمد یوسف مستري د کنفرانس پر مهال ویلي، چې دا ډول نړیوالې غونډې د تجربو د شریکولو او د عصري اصلاحاتي میتودونو د زده کولو لپاره یو مهم فرصت برابروي، چې د افغانستان د زندانونو په اصلاح او پرمختګ کې به اغیزناک رول ولري.

د تورخم تړلې دروازه؛لنډي کوتل کې د تورخم دروازې تړل پاتې کېدو په غبرګون کې خلکو لاریون کړی

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۷ GMT+۰

تورخم ته نږدې د خیبربښتونخوا په لنډي کوتل بازار کې ځایي خلکو د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو په غبرګون کې لاریون کړی. لاریونوالو له ځنډ پرته د تورخم او پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره د پاکستان د ټولو لارو د خلاصون غوښتنه کړې.

لاریونوالو پر پاکستان او طالبانو غږ کړی، چې د لارو د خلاصېدو په تړاو دې له خپل ضد تېر شي او خلک دې نور نه ځوروي. دوی وايي، د لارو د تړل پاتې کېدو له امله زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د دوی کړاو به نور هم زیات شي.

لاریونوال وايي، د لارو تړل د هیڅ لوري په ګټه نه‌دی او په‌کاره ده چې د خلاصون لپاره یې ټول پر اړوندو ادارو فشار راوړي. دا په داسې حال کې ده، چې نن د ۱۸مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي.

که څه هم وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د لارو د خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي؛ خو د پاکستان حکومت بیا اعلان کړی، چې تر بلې خبرتیا به ټولې لارې تړلې وي.

د راپورونو پربنسټ؛ د لارو د تړل کېدو له کبله دواړو پاکستان او افغانستان ته هره ورځ تر یو مېلیون ډالرو پورې زیان رسېږي او د لومړنیو توکو په بیو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.

په ورته وخت کې د کرښې هاخوا د بلوچستان ایالت په چمن او همداراز په تورخم کې د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي.

تمه کېده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې د خپلمپنځي شخړو د حل لپاره د خبرو بریا او یوې هوکړې ته له رسېدو سره لارې خلاصې شوې وای؛ خو دغه خبرې هم بې‌پایلې پای ته ورسېدې او دا لا روښانه نه‌ده، چې دغه لارې به تر کله پورې تړلې وي.

د لندن پولیسو یو افغان د یوه برېټانوي وګړي د وژنې او د دوو نورو د ټپي کېدو په تور نیولی دی

۷ لړم ۱۴۰۴ - ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۰

د لندن پولیسو ویلي، چې یو ۲۲ کلن افغان یې د یو کس د وژنې او د دوو نورو د ټپي کېدو په تور نیولی دی. د پولیسو په وینا؛ نیول شوی افغان په ۲۰۲۰کال کې په قاچاقي توګه په یوې لارۍ کې برېټانیا ته راغلی و او په ۲۰۲۲کال کې یې د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي و.

دغه ۲۲ کلن افغان په یوه کور کې له یو ۴۵ کلن بریتانوي وګړي سره له څو میاشتو راهیسې اوسېده، چې د نامعلوم دلیل له کبله یې ورسره شخړه شوې او په دغه کس یې د چړو ګوزارونه کړي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، یو بل کس چې له خپل سپي سره له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، هڅه یې وکړه چې د شخړې مخنیوی وکړي؛ خو د برید په پایله کې ووژل شو.

د ځايي سرچینې په وینا، یو بل څوارلس کلن ماشوم هم په دغه نښته کې ژوبل شوی؛ خو ټپونه یې ډېر ژور نه‌دي. ځايی چارواکو ویلي، چې تر هر اړخیزو څړونو وروسته به له مجرم سره قانوني چلند وشي.