د طالبانو د زندانونو ادارې رییس په ترکیه کې د زندانونو د اصلاح کنفرانس کې ګډون کړی

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري د زندانونو د تربیت او اصلاح په موخه د ترکیې په ۲۷نړیوال کنفرانس (ICPA) کې ګډون کړی دی.

د طالبانو د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري د زندانونو د تربیت او اصلاح په موخه د ترکیې په ۲۷نړیوال کنفرانس (ICPA) کې ګډون کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د چارشنبې په ورځ راپور ورکړی چې یاد کنفرانس د اکټوبر په ۲۶مه پیل او د همدې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.
په دې نړیوال کنفرانس کې د ۸۵ هېوادونو استازي او د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو غړي ګډون لري.
د راپور له مخې، د کنفرانس ګډونوال د زندانونو د اصلاح او عصري کولو، د بندیانو د روزنې او زدهکړې، او د زندانونو د کارکوونکو د مسلکي پرمختګ او اسانتیاوو په اړه خپل نظریات او تجربې تبادله کوي.
مولوي محمد یوسف مستري د کنفرانس پر مهال ویلي، چې دا ډول نړیوالې غونډې د تجربو د شریکولو او د عصري اصلاحاتي میتودونو د زده کولو لپاره یو مهم فرصت برابروي، چې د افغانستان د زندانونو په اصلاح او پرمختګ کې به اغیزناک رول ولري.


تورخم ته نږدې د خیبربښتونخوا په لنډي کوتل بازار کې ځایي خلکو د تورخم دروازې د تړل پاتې کېدو په غبرګون کې لاریون کړی. لاریونوالو له ځنډ پرته د تورخم او پر ډیورنډ کرښه له افغانستان سره د پاکستان د ټولو لارو د خلاصون غوښتنه کړې.
لاریونوالو پر پاکستان او طالبانو غږ کړی، چې د لارو د خلاصېدو په تړاو دې له خپل ضد تېر شي او خلک دې نور نه ځوروي. دوی وايي، د لارو د تړل پاتې کېدو له امله زرګونه کسان بېروزګاره شوي او که وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو د دوی کړاو به نور هم زیات شي.
لاریونوال وايي، د لارو تړل د هیڅ لوري په ګټه نهدی او پهکاره ده چې د خلاصون لپاره یې ټول پر اړوندو ادارو فشار راوړي. دا په داسې حال کې ده، چې نن د ۱۸مې ورځې لپاره هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره د پاکستان ټولې لارې تړلې دي.
که څه هم وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د لارو د خلاصېدو لپاره هڅې روانې دي؛ خو د پاکستان حکومت بیا اعلان کړی، چې تر بلې خبرتیا به ټولې لارې تړلې وي.
د راپورونو پربنسټ؛ د لارو د تړل کېدو له کبله دواړو پاکستان او افغانستان ته هره ورځ تر یو مېلیون ډالرو پورې زیان رسېږي او د لومړنیو توکو په بیو کې څو برابره زیاتوالی راغلی دی.
په ورته وخت کې د کرښې هاخوا د بلوچستان ایالت په چمن او همداراز په تورخم کې د سلګونه افغان کورنیو د بند پاتې کېدو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي.
تمه کېده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې د خپلمپنځي شخړو د حل لپاره د خبرو بریا او یوې هوکړې ته له رسېدو سره لارې خلاصې شوې وای؛ خو دغه خبرې هم بېپایلې پای ته ورسېدې او دا لا روښانه نهده، چې دغه لارې به تر کله پورې تړلې وي.

د لندن پولیسو ویلي، چې یو ۲۲ کلن افغان یې د یو کس د وژنې او د دوو نورو د ټپي کېدو په تور نیولی دی. د پولیسو په وینا؛ نیول شوی افغان په ۲۰۲۰کال کې په قاچاقي توګه په یوې لارۍ کې برېټانیا ته راغلی و او په ۲۰۲۲کال کې یې د اوسېدو قانوني اسناد ترلاسه کړي و.
دغه ۲۲ کلن افغان په یوه کور کې له یو ۴۵ کلن بریتانوي وګړي سره له څو میاشتو راهیسې اوسېده، چې د نامعلوم دلیل له کبله یې ورسره شخړه شوې او په دغه کس یې د چړو ګوزارونه کړي دي.
د سیمې اوسېدونکو ویلي، یو بل کس چې له خپل سپي سره له یادې سیمې د تېرېدو په حال کې و، هڅه یې وکړه چې د شخړې مخنیوی وکړي؛ خو د برید په پایله کې ووژل شو.
د ځايي سرچینې په وینا، یو بل څوارلس کلن ماشوم هم په دغه نښته کې ژوبل شوی؛ خو ټپونه یې ډېر ژور نهدي. ځايی چارواکو ویلي، چې تر هر اړخیزو څړونو وروسته به له مجرم سره قانوني چلند وشي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سعودي عربستان او پاکستان د عامې روغتیا وزیرانو د دغې ډلې د عامې روغتیا له وزیر نور جلال جلالي سره په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې نورجلال جلالي سعودي عربستان ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د عامې روغتیا وزیر فهد عبدالرحمن الجلاج او د پاکستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ سعودي عربستان او پاکستان د پولیو د له منځه وړلو، د نشهيي توکو د مخنیوي او د روغتیايي زېربناوو د پیاوړتیا په برخو کې د همکارۍ د دوام ژمنې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې نور جلال جلالي د سعودي عربستان د عامې روغتیا له وزیر سره د ساري او غیر ساري ناروغیو د وقایوي تدابیرو، د نشهيي توکو د استعمال مخنیوي، د درملو د کیفیت او قانوني وارداتو د خوندیتوب او د پولیو د لهمنځه وړلو په برخه کې د اغېزمنې همغږۍ او ګډو هڅو پر اړتیا تفصیلي خبرې کړې دي.
که څه هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې د سعودي عربستان او پاکستان د مرستو د څرنګوالي په اړه جزییات نهدي ورکړل شوي؛ خو دا یې ویلي چې د دواړو هېوادونو د عامې روغتیا وزیرانو له لوري د همکاریو د دوام په اړه ډاډ ورکړل شوی دی.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو مثبتې پېښې پهکې ثبتېږي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د دغې ډلې پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، که پاکستان په رښتیا د ستونزو د حل لاره تفاهم او مذاکره بولي؛ نو د مذاکرې لپاره دې وړ خلک انتخاب کړي.
نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، که پاکستان په رښتیا د ستونزو د حل لاره تفاهم او مذاکره بولي؛ نو دغه دوه اصله دې په پام کې ونیسي:« لومړی دې پاکستان د خبرو لپاره وړ، تجربه کاره ملکي خلک انتخاب کړي او بیا په دویم ګام کې دې د افغانستان سره د ستونزو پرعمق د حقیقت په منلو سره بالمثل عمل ته تیار شي.»
عبدالسلام ضعیف د طالبانو او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې په تړاو د ملامتۍ ګوته پاکستان ته نیسي. نوموړي پرون هم په یوه بل پیغام کې ویلي و، چې د پاکستان پوځي رژیم په استانبول کې د خبرو اترو هڅې ناکامې کړې.
هغه پر اېکس پاڼه لیکي و، چې پاکستان د ترکیې په استانبول ښار کې مذاکرات ناکام کړل او میدان یې پرېښود؛ خو دوی به بالاخره مذاکراتو ته بېرته راګرځي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي. د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي.
خو د سرچینې په خبره:« زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټيټيپي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هیچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي یې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد له وزیر ژومان ګارین سره په لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د دوه اړخیزې راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یادې لیدنه کې د تېلو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا ترڅنګ له افغانستان نه قزاقستان ته د کرنیزو محصولاتو او په ځانګړې توګه د پنبې صادراتو په برخه کې خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړه خواوو د دوه اړخیزو همکاریو د کړنلارې په پلي کولو ټنیګار کړی دی. د خبرباڼې له مخې؛ د افغانستان او قزاقستان د دوه اړخیزو همکاریو د کړنلارې له مخې باید د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کلنۍ کچه تر درې مېلیارد ډالرو ورسېږي.
یاد وزارت ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د کړنلارې په عملي کولو به د سوداګرۍ د پراختیا پر وړاندې پرتې ستونزې تر ډېره هوارې شي. دا مهال د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کلنۍ کچه له ۵۰۰مېلیون ډالرو لوړه ده.
له بل پلوه د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون خبر ورکړی و، چې د قزاقستان په شیمکنت ښار کې د افغان–قزاق ګډې سوداګریزې ناستې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د ۳۶۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت ۱۵ جلا هوکړه لیکونه لاسلیک شوي چې موخه یې د اقتصادي همکاریو پراختیا او ګډو پانګونو ته وده ورکول دي.