• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسراییل او امریکا د استخباراتو مشرانو د قطر له لومړي وزیر سره پر یرغمل شویو خبرې کړي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۱ GMT+۰

رویټرز د یوې باخبرې سرچینې په حواله ویلي، چې د سي ای اې او موساد مشرانو په دوحه کې د قطر له لومړي وزیر سره کتلي دي. یوه امریکايي چارواکي د غونډې په تایید سره وویل، چې دوی د حماس له خوا د یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه خبرې کړي.

دا لیدنه د چهارشنبې په شپه ترسره شوې، د اسراییل د موساد د استخباراتو مشر ډیویډ بارنیا، د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز او د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني د حماس له د برمته شویو د خلاصون او د دواړو هېوادونو ترمنځ په غزه کې د حماس او اسراییل شخړو د ختمولو په اړه خبرې کړي دي.
یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې په دې غونډه کې غزې ته د بشري توکو او سون توکو د واردولو د جواز د ورکړې په اړه هم خبرې وشوې، چې اسراییل تر اوسه له دې کاره انکار کړی دی.
قطر چې د حماس د ډېرو سیاسي مشرانو کور دی؛ اوس د یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د حماس او اسراییلي چارواکو ترمنځ منځګړیتوب کوي.
اسراییلي چارواکو ویلي دي، چې د حماس وسله والو پر اسراییل برید کې لږ تر لږه ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

تاجکستان کې د افغانستان قونسل د ظاهر اغبر څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لېرې وبللې

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د تاجکستان په خاروع ښار کې د افغانستان جنرال قونسل نقیب الله دهقان زاده د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د سفیر ظاهر اغبر د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او د هغه څرګندونې یې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لېرې بللې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې د تاجکستان په خاروع ښار کې د جنرال قونسل نقیب الله دهقان زاده یو ویډیویې کلیپ خپور کړی چې د افغانستان د پخواني حکومت د سفیر ظاهر اغبر پر څرګندونو یې غبرګون ښودلی.

څو ورځې وړاندې په تاجکستان کې د افغانستان د پخوانې جمهوري دولت سفیر ظاهر اغبر په یوه غونډه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب څیرې کړ، چې له مخې یې فیض الله د دغه سفارت د لومړي سکرتر په توګه کمارل شوی و.

اغبر ویلي وو؛ تر هغې چې په افغانستان کې یو مشروع نظام نه وي راغلی طالبان د دوی پر وړاندې هېڅ ډول مشروعیت نه لري او د لیک په څېري کولو یې وویل: «لکه ونه مستقیم پر خپل مقام یم – که خزان راباندې راشي که بهار».

ښاغلي دهقان زاده په دې ویډیو یې کلیپ کې وویل، چې د اغبر دا څرګندونې بې مسوولیته او له حقیقته لېرې دي.

هغه وویل: « د تاجکستان په خاروع کې د افغانستان جنرال قونسلګري خپلواکه څانګه ده او د طالبانو د بهرینو چارو وزارت تر مکمل واک لاندې خپل قونسلي خدمتونه ترسره کوي».

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د پخوانې حکومت په ړنګیدو سره په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت خدمتونه د افغان او بهرنیو اتباعو لپاره د پاسپورتونو تمدید، د وثایقو او ویزو صادرول، دوه اړخیزه همکاريو، تجارتي او ترانزیتي برخو ته رسېدنه، د پولو مسالې، د حقوقي او جنایي بندیانوپه برخه کې له تاجکستاني چارواکو سره په همغږي پراخ شوي دي.

ښاغلي اغبر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر غزې د اسراییل د اورکم توافق؛ سپینه ماڼۍ وايي اسراییل به هره ورځ ۴ ساعته اوربند کوي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۳ GMT+۰

د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، چې اسراییل به هره ورځ څلور ساعته په غزه کې په خپلو عملیاتو کې وقفه راولي. نوموړي نن پنجشنبه ( د لړم ۱۸مه) ویلي، چې دا وقفه به سره له نن ورځې شروع کیږي او هره ورځ به دوام ولري.

کربي ویلي، چې په دغو څلورو ساعتونو کې به ملکي وګړي یو شمېر سیمې پرېږدي او اسراییل به بریدونه نه کوي.

د نوموړي په خبره؛ اسراییل موافقه کړې چې د څلورو ساعتونو د روزانه اوربند څخه درې ساعته مخکې به د اوربند اعلان کوي؛ تر څو ملکي وګړي ځانونه خوندي کړي.

د اسراییل او حماس تر منځ د هره ورځ اورکم موافقه په داسې حال کې کیږي، چې د فلسطین د بشري حقونو درېیو ډلو په غزې تړانګه کې د "نسل وژنې" له امله د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د اسراییل پرضد دعوه ثبت کړې ده.

دې ډلې د جرمونو له نړۍوالې محکمې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د "جنګي جرمونو" په اړه تحقیقات پراخ کړي.

الجزیرې د پنجشنبې په ورځ لیکلي دي، چې دغه شکایت د بشري حقونو د سازمانونو الحاق، المیزان او د فلسطین د بشري حقونو د مرکز له خوا د جرمونو نړۍوالې محکمې ته سپارل شوی دی.

د فلسطین د بشري حقونو فعالانو هم له دې محکمې غوښتي چې د غزې د محاصرې، د دې سیمې د خلکو په زور بې ځایه کېدو، د زهرجن ګاز کارولو او د اړتیا وړ خوراکي توکو، اوبو، تیلو او برېښنا څخه محرومیت وڅېړي.

د الجزیرې په وینا، د بشري حقونو ډلو په غوښتنلیک کې راغلي چې دا کړنې د "جنګي جرمونو"، "د بشریت ضد جرمونو" او "نسل وژنې" مثالونه دي.

دغو درېیو ډلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو غوښتنه هم کړې ده.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن هم له اسراییل غوښتي چې د غزې د بیا ځلي نیولو هڅه دې نه کوي.

تصویري راپور: د مشهور لوبو جي ټي اې نوې نسخه بازار ته را وځي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د چهار شنبې په ورځ د اکتوبر پر اتمه، د GTA V لوبې ونډو ارزښت ۹ سلنه زیات شو. په بازار کې د ونډو دغه زیاتوالی هغه مهال په ډاګه شو، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې به د دغو لوبو وروستی ورژن د دغو لوبو د جوړېدو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت بازار ته راشي.

100%

د پرانیستې نړۍ یا Open-world په نوم یو شرکت د جي ټي اې لوبو څښتن دی. له دې لوبو د خلکو هرکلی ښيي، چې ښایي ۲۰۲۴ میلادي کال د دې شرکت د مالکینو لپاره ګټور کال وي.

د دې لوبې پخوانۍ نسخه، چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې بازار ته راغلې شاوخوا ۷.۶۸ میلیارده ډالر پلور یې لرلی، ځکه په تاریخ کې تر ټولو ګټورو لوبو کې شمېرل شوی.

100%

جي ټي اې، د Grand Theft Auto په نوم د خورا مشهورې او بریالۍ ویډیویي لوبې د نوم لنډیز دی چې د افغانستان په خلکو کې هم محبوبیت لري.

د GTA V لوبې په ځانګړې توګه د هغه نسلي نوستالژۍ برخه ده چې د اتیایمې لسیزې په دویمه نیمایي او د نويمې لسیزې په لومړۍ نیمایي کې یې خپله تنکۍ ځواني په افغانستان کې تېره کړې ده.

100%

په دې لوبو کې ، تاسو په ښاري نړۍ کې د اصلي کرکټر په توګه ژوند کوئ او هر ډول وسایطو او وسلو ته وړیا لاسرسی لرئ ، او تاسو باید ټاکل شوي ماموریتونه بشپړ کړئ.

دا لوبې تاسو ته اجازه درکوي چې په ښکلې او ازاده نړۍ کې ژوند وکړئ او بېلابېلې دندې لکه له جنایي ډلو سره مبارزه او داستاني ماموریتونه ترسره کړئ.

100%

تر اوسه پورې، د دې لوبې بېلابېلې نسخې خپرې شوې دي. دغه لوبه د خپلو جذابو کيسو، غوره ګرافيکونو، د ژوندۍ او ازادې نړۍ او بېلا بېلو اسانتياوو له امله ډېره په زړه پورې ده او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې ډېر مينه وال لري.

د یوناما مشره: طالبان د افغانستان د نیمايي نفوس حقونه تر پښو لاندې کوي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۳۳ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا ویلي، چې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلي بندیزونه د حکومتي سیستم یوه برخه ګرځېدلې ده، چې بېلول یې ستونزمن دي.

نوموړي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ په کنفرانس کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې له بشري حقونو څخه روانې سرغړونې جدي وبللې.

نوموړې په جده کې “ښځې په اسلام کې” د کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان واکمنان د افغانستان د نیمايي نفوس اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا تر ټولو تریخ حقیقت دی.

هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو اوسنی وضعیت کړکېچن دی او له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه بې برخې دي.

د دې کنفرانس په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو لګولو شویو محدودیتونو او روان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

امنې محمد زیاته کړې وه، چې د نجونو د زدکړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند په تړاو د یوه روښانه راتلونکي ډاډ تر لاسه کېدلی شي او اړینه ده، چې په دغه برخه کې جدي اقدامات وشي.

نوموړې وايي، چې په اسلام کې د هغو ټولو تبعیضي قوانینو او دودنو د پای ته رسېدا حکم شوی چې له مخې یې زدکړې منع کیږي.

مېرمن محمد وویل: "د افغانستان مېرمنې باید د خپل راتلونکي په جوړولو کې پوره ونډه واخلي او هېواد د ودې لپاره د مېرمنو ونډې ته شدیده اړتیا ده".

د یوناما د مشرې د نویو څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو له لومړیو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو موضوع حل ده او دوی ټول هغه قوانین وضع کړي کوم چې د اسلام ښکاره احکام دي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د ښځو ټول اسلامي حقونه ورکړل شوي او نړۍواله ټولنه دې هڅه نه کوي، چې د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په افغانستان کې یې د مېرمنو او نجونو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو بندیز ولګاوه، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو غبرګونونه را وپارول؛ خو طالبانو د ښځو د زده کړو او کار مساله د دوی داخلي مساله ګڼلې ده.

فلسطیني سازمانونو د جرمونو نړیواله محکمه کې د غزې د خلکو د "نسل وژنې" دعوه ثبت کړې

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۱ GMT+۰

الجزیرې تلویزون راپور ورکړی چې د فلسطین د بشري حقونو درېیو ډلو په غزه تړانګه کې د "نسل وژنې" له امله د جرمونو په نړیاله محکمه کې د اسراییل پرضد دعوه ثبت کړې ده. دې ډلې د جرمونو له نړیوالې محکمې وغوښتل چې په غزه کې د اسراییل د "جنګي جرمونو" په اړه تحقیقات پراخ کړي.

الجزیرې د پنجشنبې په ورځ لیکلي دي، چې دغه شکایت د بشري حقونو د سازمانونو الحاق، المیزان او د فلسطین د بشري حقونو د مرکز له خوا د جرمونو نړیوالې محکمې ته سپارل شوی دی.

د فلسطین د بشري حقونو فعالانو هم له دې محکمې غوښتي چې د غزې د محاصرې، د دې سیمې د خلکو په زور بې ځایه کېدو، د زهرجن ګاز کارولو او د اړتیا وړ خوراکي توکو، اوبو، تیلو او برېښنا څخه محرومیت وڅېړي.

د الجزیرې په وینا، د بشري حقونو ډلو په غوښتنلیک کې راغلي چې دا کړنې د "جنګي جرمونو"، "د بشریت ضد جرمونو" او "نسل وژنې" مثالونه دي.

دغو درېیو ډلو د ولسمشر اسحاق هرتزوګ، لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو غوښتنه هم کړې ده.

د فلسطین د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې په غزه تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې څه باندې لس زره فلسطینیان چې نږدې نیمایي یې ماشومان دي، وژل شوي دي.