• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې د کورنیو چارو وزارت: د جبالیا کمپ روغتون ته څېرمه هوايي برید کې کابو ۱۹ کسان وژل شوي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د غزې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو په کمپ کې یوه روغتون ته څېرمه پر یوه کور د اسراییل په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.

که دا خبر تایید شي، دا به په یوه اونۍ کې په غزه کې د کډوالو پر تر ټولو لوی کمپ د اسراییل درېیم برید وي.

د اکټوبر په ۳۱مه او د نومبر په لومړۍ نېټه د اسراییل په دوو پخوانیو هوایی بریدونو کې، د غزې د مرکزي ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د جبالیا کډوالو کمپ ځینې برخې ویجاړې شوې وې.

د فلسطیني چارواکو په خبره، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹۵ ولسي خلک وژل شوي دي.

اسراييل ويلي، چې تېره اوونۍ په جباليا کې د ځمکې لاندې په تونلونو د هوايي بريد له امله د حماس دوه جګپوړي قوماندانان او يو شمېر ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ وايي، د دوی ځواکونو د غزې ښار ته چې د حماس اصلي مرکز دی، پرمختګ کړی دی.

په ورته وخت کې حماس ادعا کوي، چې اسراییلي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ډېر لیدل شوي

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي
۱

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۲

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۳

یونسیار: د افغانستان په ګډون څلورو هېوادونو کې ۹ میلیونه کسان ژمنیو مرستو ته اړتیا لري

۴

ملګري ملتونه: د افغانستان د تریاکو زیاتوالی د تاجکستان پر پوله د قاچاق ګواښ زیاتوي

۵

طالبانو په پنځو کلونو کې د «۴۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت زمرد پلورلي دي