جېلیان ټرېګز: له پاکستانه غواړو، چې له ګواښ سره مخ افغانان له دغه هېواده و نه باسي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مرستیالې جېلیان ټرېګز یو ځلې بیا د پاکستان له موقت حکومته غوښتي، چې له دغه هېواده دې له ګواښ سره مخامخ افغانان و نه باسي.

جېلیان ټرېګز خبرداری ورکړ، هغو افغانانو چې په پاکستان کې یې پناه اخیستې؛ که له دغه هېواده واېستل شي له ځورونې سره به مخامخ شي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې:" د اېستلو د بهیر د بندولو غوښتنه تکراروم؛ ځکه چې افغان کډوال ممکن له اېستلو وروسته له ګواښ سره مخ شي."

د پاکستان د حکومت د وروستیو شمېرو له مخې، افغانستان ته د ستنو شویو افغانانو شمېر ۲۵۲ زرو تنو ته رسېدلی دی.

ملګري ملتونه وايي، ډېری راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له‌خوا د نیول کېدو له وېرې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو