پاکستانۍ رسنۍ: هند د پاکستان پر مظفراباد برید وکړ

د پاکستان جیونیوز خبري شبکې د دغه هېواد د پوځ په حواله وايي، چې هند د دغه هېواد د مظفراباد په ګډون پر درېیو سیمو بریدونه وکړل.

د پاکستان جیونیوز خبري شبکې د دغه هېواد د پوځ په حواله وايي، چې هند د دغه هېواد د مظفراباد په ګډون پر درېیو سیمو بریدونه وکړل.
د پاکستان پوځ د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې «هند څو شېبې مخکې د پاکستان په خاوره کې پر درېیو نقطو توغندیز برید وکړ.»
د پاکستان پوځ یوه ویاند د دغه هېواد رسنیو ته زیاته کړه، چې دوی به د هند برید ته ځواب ورکړي.
عیني شاهدانو رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر د مظفراباد ښار په شاوخوا غرونو کې د څو چاودنو غږونه واورېدل شول.
د عیني شاهدانو په وینا، له چاودنو وروسته د دغه ښار برېښنا هم پرې شوه.
دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د دې چاودنو لامل څه دی.

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې کتلي او دواړو لوریو د تعرفو په اړه خبرې کړي. مارک کارني ویلي، چې کاناډا به هېڅکه د امریکا برخه نه شي.
امریکایي رسنيو د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) په سپينه ماڼۍ کې د کاناډا د نوي لومړي وزیر او ډونالډ ټرمپ د لېدنې خبر ورکړی.
ټرمپ په دې لیدنه کې وویل: «موږ له بل چا سره لږ څه تشنج درلود، خو دا ډېره دوستانه خبرې اترې وې.»
ټرمپ د تعرفو په اړه په سخت غږ خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې نور هېوادونه باید له متحده ایالاتو سره یوځای شي.
هغه زیاته کړه: «دوی زموږ په بازار سترګې لري، خو موږ د دوی پروا نه کوو.»
هغه نور هېوادونه له هغه لوکس پلورنځي سره پرتله کړل چې توکي یې د متحده ایالاتو له خوا چمتو کېږي.
د کاناډا د الحاق په اړه د جنجالي څرګندونو سره-سره، ټرمپ د کارني ستاینه وکړه او ویې ویل: «کاناډا یو ډېر باصلاحیته او وړ کس غوره کړی دی.»
هغه د کارني د ټاکنو بریا او په مناظرو کې د هغه د فعالیت ستاینه وکړه.
د کاناډا لومړي وزير وروسته له هغه سپنې ماڼۍ ته سفر کوي، چې د کاناډا خلکو په پراخه کچه هغه د ولسمشر ټرمپ پروړاندي د همدې څرګندونو د درېدو په وړاندې وټاکه.
د کاناډا د صادراتو په وړاندې د امریکا تعرفو کې موټر، د موټرو پرزې، فولاد او المونیم شامل دي، کوم چې کولی شي د امریکایانو لپاره د نویو او کارول شویو موټرو، ترمیم او د بیمې بیې لوړې کړي.
ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو څخه بهر تولید شوي فلمونو باندې ۱۰۰ سلنه تعرفه هم اعلان کړه.
کاناډا یو له هغو ډېرو هېوادونو څخه دی، چې د لویو فلمي شرکتونو له خوا کارول شوې مالیې وړاندې کوي.
ټرمپ وویل: «زموږ د فلم صنعت د نورو هېوادونو له خوا خراب شوی دی.»
کارني چې یو ۶۰ کلن بانکدار دی او پخوانۍ سیاسي تجربه هم نه لري، د مارچ په میاشت کې د لېبرال ګوند مشر وټاکل شو او د جسټین ټروډو ځای ناستی شو، چې له ټرمپ سره یې اړیکې ترینګلې وې.
کاناډا له مکسیکو وروسته د متحده ایالاتو دویم لوی سوداګریز شریک دی او د امریکایی توکو لپاره ترټولو لوی صادراتي بازار دی.
د راپورونو پر بنسټ، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۷۶۰ مېلیارد ډالرو څخه زیات توکي تبادله شوي دي.

د امریکا متحدهایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د یمن حوثي وسلهوالو د هغه دولت ته خبر ورکړی، چې نور د جګړې د دوام اراده نهلري. د هغه په وینا، متحدهایالاتو هم پرېکړه کړې چې د دغې ډلې پر مرکزونو بمباري ودروي.
د سياېناېن خبري شبکې د راپور پر بنسټ، دا پرېکړه د متحدهایالاتو او حوثي وسلهوالو ترمنځ د اوربند د هوکړې په پایله کې شوې ده.
د دې هوکړې موخه د مثبتې فضا ټینګښت او له ایران سره د اټومي مذاکراتو چټکتیا بلل شوې ده.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم مارک کارني سره په یوې خبري غونډه کې وویل: «حوثیانو موږ ته ویلي چې نور جګړه نه غواړي او د دغه پیغام په ځواب کې موږ پر هغوی بمباري دروو.»
ورته مهال، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسیدي هم په دې هوکړه کې د خپل هېواد د منځګړيتوب رول تایید کړی او وايي، چې دواړو خواوو ژمنه کړې څو د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول بریدونه نه کوي.
د دې هوکړې لهمخې، په سور سمندر او بابالمندب تنګي کې پر امریکایي کښتیو له هر ډول بریدونو ډډه شوې ده.
د امریکا او حوثي وسلهوالو ترمنځ دغه اوربند داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو اوونیو کې په سور سمندر کې تاوتریخوالی ډېر شوی او د متحدهایالاتونو په ګډون پر نړۍوالو د دغې ډلې بریدونو ګڼ غبرګونونه راپارولي وو.

اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسله والو پر ضد یې د یمن پلازمېنه صنعا کې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د دې ښار مرکزي نړۍوال هوايي ډګر بشپړ غیر فعال شوی او یو شمېر برېښنایي تاسیسات هم په نښه شوي دي.
دا په دوه ورځو کې دویم برید دی چې ترسره کیږي او دا وروسته له هغې ترسره شو چې حوثیانو د اسراییل پر نړۍوال هوايي ډګر توغندی ویشتلی و او اسراییل یې په غبرګون کې بریدونه پیل کړل.
حوثیانو پورې تړلی ټلویزیون "المسیره" دا بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې هوايي ډګر په نښه شوی دی.
په اسراییلي تلویزیون خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې تور لوګي د صنعا له اسمان نه پورته کېږي.
تر اوسه د مرګژوبلې په اړه کوم دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.

د بریتانیا حکومت ښايي د ځینو هېوادونو اتباعو لپاره د ویزو پر محدودولو غور پیل کړي. د رسنیو راپورونو له مخې، وزیرانو ویلي چې د هغو هېوادونو اتباع چې د کار یا تعلیمي ویزو له لارې بریتانیې ته ځي، ډېر وخت د سیاسي پناه غوښتنه کوي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ۱۰۸ زره کسانو د سیاسي پناه غوښتنه کړې، چې تر ټولو زیات پکې پاکستانیان وو، چې شمېر یې ۱۰۵۴۲ کسانو ته رسېده. په دویم او درېیم ځای کې سریلانکا او نایجیریا ځای لري.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې بریتانیا کې ۱۰۷۴۸۰ هندي او ۹۸۴۰۰ چینایي زده کونکي موجود وو، چې دا هم د بریتانیا د تعلیمي سیستم لپاره مهمه برخه جوړوي.
د وړاندیز شوي پلان له مخې، د پاکستان، نایجیریا او سریلانکا اتباع ممکن بریتانیا ته د سفر په برخه کې ستونزې تجربه کړي.

د جرمني محافظهکار ګوند مشر فریدریښ میرڅ د سې شنبې په ورځ په دویم دور ټاکنو کې د پارلمان له خوا د جرمني د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو.
مسیحي دیموکراتانو او مسیحي سوسیال اتحادیې ایتلاف د فبرورۍ په فدرالي انتخاباتو کې بری ترلاسه کړ او له سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) سره یې د حکومت جوړولو تړون وکړ.
میرڅ نن په لومړي دور ټاکنو کې اکثریت رایې ترلاسه نه کړای شوې. دا د جرمني په تاریخ کې لومړی ځل و چې د بوندسټاګ یا پارلمان په لومړي دور کې کوم ټاکل شوی صدراعظم د اړین اکثریت ترلاسه کولو کې ناکامیږي.
فریدریښ میرڅ په لومړنۍ سري رایه اچونه کې یوازې ۳۱۰ رایې ترلاسه کړې وې، چې له ضروري اکثریت ۳۱۶ رایو څخه شپږ رایې کمې وې.
د سوسیال مسیحي دیموکراتانو اتحادیه او سوسیال دیموکرات ګوند په پارلمان کې ټولې۳۲۸ څوکۍ لري.
د جرمني پارلمان (بوندسټاګ) په دویمه غونډه کې ۶۱۸ وکیلانو ګډون کړی و، چې ۳۲۵ وکیلانو د نوموړي صدراعظمۍ ته رایې ورکړې.
