فریدریښ مېرڅ په دویم پړاو رایه اچونه کې د جرمني صدراعظم وټاکل شو

د جرمني محافظهکار ګوند مشر فریدریښ میرڅ د سې شنبې په ورځ په دویم دور ټاکنو کې د پارلمان له خوا د جرمني د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو.

د جرمني محافظهکار ګوند مشر فریدریښ میرڅ د سې شنبې په ورځ په دویم دور ټاکنو کې د پارلمان له خوا د جرمني د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو.
مسیحي دیموکراتانو او مسیحي سوسیال اتحادیې ایتلاف د فبرورۍ په فدرالي انتخاباتو کې بری ترلاسه کړ او له سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) سره یې د حکومت جوړولو تړون وکړ.
میرڅ نن په لومړي دور ټاکنو کې اکثریت رایې ترلاسه نه کړای شوې. دا د جرمني په تاریخ کې لومړی ځل و چې د بوندسټاګ یا پارلمان په لومړي دور کې کوم ټاکل شوی صدراعظم د اړین اکثریت ترلاسه کولو کې ناکامیږي.
فریدریښ میرڅ په لومړنۍ سري رایه اچونه کې یوازې ۳۱۰ رایې ترلاسه کړې وې، چې له ضروري اکثریت ۳۱۶ رایو څخه شپږ رایې کمې وې.
د سوسیال مسیحي دیموکراتانو اتحادیه او سوسیال دیموکرات ګوند په پارلمان کې ټولې۳۲۸ څوکۍ لري.
د جرمني پارلمان (بوندسټاګ) په دویمه غونډه کې ۶۱۸ وکیلانو ګډون کړی و، چې ۳۲۵ وکیلانو د نوموړي صدراعظمۍ ته رایې ورکړې.


د روسیې چارواکي وايي، دا دویمه پرلهپسې شپه ده چې د اوکراین بې پېلوټه الوتکې پر مسکو د بریدونو هڅه کوي، خو د روسیې هوایي دفاعي ځواکونو لږ تر لږه ۱۹ ډرونونه ویجاړ کړي دي.
د دې پېښې له امله د مسکو څلور واړه هوایي ډګرونه د لنډمهال لپاره تړل شوي دي.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې پېښه کې جدي زیان نه دی اوښتی، خو د یوې ډرون الوتکې ټوټې د پلازمېنې په سویل کې د یوې ودانۍ ښیښې ماتې کړي دي. نوموړي زیاته کړې، بیړني خدماتي ټیمونه د پېښو په ځایونو کې حاضر دي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه درې کاله وړاندې هغه مهال پیل شوه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ. له هغه راهیسې، اوکراین څو ځله پر مسکو د ډرون بریدونه ترسره کړي، چې تر ټولو خونړی یې د مارچ په میاشت کې و.
کییف وايي، دا بریدونه د روسیې یرغلونو ته غبرګون او د مهمو تاسیساتو د ویجاړولو هڅه ده.

تمه ده چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د اټومي شخړې په اړه د خبرو اترو څلورم پړاو د راتلونکې اونۍ په پیل کې د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.
رویټرز د سې شنبې په ورځ (می ۶مه) راپور ورکړی، چې دا خبرې به د مې پر ۱۱مه د یکشنبې په ورځ، بیا پیل شي.
یوې ایرانۍ سرچینې چې د مذاکرې له ټيم سره نږدې ده، رویټرز ته ویلي چې خبرې به د دوو ورځو لپاره وي او ښايي یا د شنبې او یکشنبې یا د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ ترسره شي.
یادې خبرې چې پخوا د مې درېیمې لپاره په روم کې پلان شوې وې، د منځګړي هېواد عمان لهخوا د لوژستیکي دلایلو له امله وځنډول شوې. اوس د خبرو تمرکز مسقط ته اوښتی دی.
د امریکا مخکښ استازي سټیو وټکوف هم ویلي چې واشنګټن هڅه کوي دغه خبرې راتلونکې اونۍ بیا پیل کړي. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغه کېږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له واشنګټن سره پر ډېپلوماټیک تعهد ټینګار وکړ.
له دې جلا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن له ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان سره د یادو خبرو پرمختګ ارزولی او ویلي یې دي چې مسکو چمتو دی د ایران او امریکا ترمنځ د یو عادلانه تړون لپاره منځګړیتوب وکړي.
ډونالډ ټرمپ، چې په ۲۰۱۵ کې له ایران سره د نړۍوال اټومي تړون نه وتلی و، ګواښ کړی چې که د ده له ادارې سره نوی تړون ونهشي، نو پر ایران به بمباري وکړي.
لویدیز هېوادونه شک لري چې ایران غواړي اټومي وسلې جوړې کړي، خو ایران ټینګار کوي چې د دوی اټومي پروګرام یوازې د ملکي اهدافو لپاره دی.

د روسیې دفاع وزارت نن سې شنبه اعلان وکړ چې مسکو او کیېف یو له بله سره د جګړې ۲۰۵-۲۰۵ اسیران تبادله کړي دي. د وزارت په وینا، دغه تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ترسره شوې. خوشي شوي روسي پوځیان دا مهال په بلاروس کې دي.
د جګړې له پیل راهیسې دواړو لوریو څو ځله اسیران تبادله کړي، خو تازه تبادله د شمېر له مخې د پام وړ ده.
اوکراین تر دې دمه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د پخوانیو مواردو په څېر تمه ده چې کییف به هم خوشي شوي سرتېري د اتلانو په توګه وستايي.
د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې روانه ده، تر اوسه زرګونه کسان وژلي او میلیونونه نور یې بېکوره کړي دي.
د اسیرانو تبادله له هغو محدودو برخو څخه ده چې ښايي دواړه لوري پرې موافقه وکړي.

تحریک طالبان پاکستان د جنوبي وزیرستان له خلکو نه په یوه اعلامیه کې د یووالي غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که د دوی په وینا، د بهرني دښمن پر ضد ګډ دریځ ونه نیول شي، سیمه به یو ځل بیا په شخړو کې ښکیله شي.
یاده اعلامیه، چې د طالبانو د «عمر میډیا» له لارې خپره شوې، ټینګار کوي چې جګړه یوازې د طالبانو نه، بلکې د سیمې د ټولو خلکو ده، ځکه د دوی په وینا،«هغه خاوره، عزت، کلتور او طبیعي سرچینې چې تر اشغال لاندې دي، د ټولو ګډ ملکیت دی».
د یادې ډلې ویاند محمد خراسانی وايي، « دا دښمن یوازې د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ولس دښمن دی. دا هغه قوت دی چې زموږ پر خاوره یې زور راوړی، زموږ کلتور یې له منځه وړی، او زموږ ولس یې بېځایه کړی دی».
خراساني وايي، د پخوا په څېر که علماء، مشران او ځوانان یو موټی شي، نو د دوی په وینا، دا « کرایه شوي پوځیان به ژر له سیمې وتښتي».
هغه ادعا کوي چې د تحریک تېرو ناکامیو یو لامل د عام ولس او «مجاهدینو» تر منځ واټن و، چې د دښمن لهخوا جوړ شوی و، خو دا واټن باید نور ختم شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ولس نور د هجرتونو توان نه لري، « خلک نور له کډوالۍ ستړي شوي، دوی اوس خپل کورونه بیا اباد کړي دي. که دښمن یو ځل بیا د دوی ایستل غواړي، نو باید ټول مشران او علماء دا هڅې شنډې کړي».
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې په زرګونو خلکو د امن لاریون وکړ او له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل، چې ددوی سیمې ته جګړه ور نه وړي.
د پاکستان حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د جرمني په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د بوندسټاګ یا پارلمان په لومړي دور کې کوم ټاکل شوی صدراعظم د اړین اکثریت ترلاسه کولو کې ناکامیږي.بوندسټاګ باید په ۱۴ ورځو کې دویم انتخاباتي دور ترسره کړي.
د سې شنبې په ورځ، د سوسیال مسیحي دیموکرات اتحاد مشر فریدریښ میرڅ په سري رایه اچونه کې یوازې ۳۱۰ رایې ترلاسه کړې، چې له ضروري اکثریت ۳۱۶ رایو څخه شپږ رایې کمې دي.
د سوسیال مسیحي دیموکراتانو اتحادیه او سوسیال دیموکرات ګوند په پارلمان کې ټولې۳۲۸ څوکۍ لري، خو میرڅ بیا هم اړین اکثریت نه دی ترلاسه کړی.
د بوندسټاګ رییسې جېولیا کلوکنر اعلان وکړ: « فریدریښ میرڅ ۳۱۶ د رایو اکثریت نه دی ترلاسه کړی. هغه د جرمني د فدرالي جمهوریت د صدراعظم په توګه ونه ټاکل شو».
اوس د جرمني ایتلافي ګوندونه د راتلونکو ګامونو په اړه مشوره کوي. فریدریښ میرڅ او د ایس پي ډي شریک رییس لارز کلینګبایل د دوشنبې په ورځ پر دې ټینګار کړی و چې دوی به په لومړي دور کې د حکومت جوړوونکو ایتلافونو له خوا په قاطع اکثریت سره میرڅ د صدراعظم په توګه وټاکي، خو اوس د دې پریکړې لپاره مشورې روانې دي.
د جرمني د اساسي قانون له مخې، که ټاکل شوی شخص په لومړي دور کې ونه ټاکل شي، نو بوندسټاګ یا پارلمان باید په ۱۴ ورځو کې دویم انتخاباتي دور ترسره کړي. که په دویم دور کې هم ټاکل شوی صدراعظم ونه ټاکل شي، نو په درېیم انتخاباتي دور کې یوازې د حاضرو غړو د رایو اکثریت ته اړتیا ده.