• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کارني: کاناډا به هېڅکله د امریکا برخه نه شي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۱:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ غویی ۱۴۰۴ - ۷ می ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۱

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې کتلي او دواړو لوریو د تعرفو په اړه خبرې کړي. مارک کارني ویلي، چې کاناډا به هېڅکه د امریکا برخه نه شي.

امریکایي رسنيو د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) په سپينه ماڼۍ کې د کاناډا د نوي لومړي وزیر او ډونالډ ټرمپ د لېدنې خبر ورکړی.

ټرمپ په دې لیدنه کې وویل: «موږ له بل چا سره لږ څه تشنج درلود، خو دا ډېره دوستانه خبرې اترې وې.»

ټرمپ د تعرفو په اړه په سخت غږ خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې نور هېوادونه باید له متحده ایالاتو سره یوځای شي.

هغه زیاته کړه: «دوی زموږ په بازار سترګې لري، خو موږ د دوی پروا نه کوو.»

هغه نور هېوادونه له هغه لوکس پلورنځي سره پرتله کړل چې توکي یې د متحده ایالاتو له خوا چمتو کېږي.

د کاناډا د الحاق په اړه د جنجالي څرګندونو سره-سره، ټرمپ د کارني ستاینه وکړه او ویې ویل: «کاناډا یو ډېر باصلاحیته او وړ کس غوره کړی دی.»

هغه د کارني د ټاکنو بریا او په مناظرو کې د هغه د فعالیت ستاینه وکړه.

د کاناډا لومړي وزير وروسته له هغه سپنې ماڼۍ ته سفر کوي، چې د کاناډا خلکو په پراخه کچه هغه د ولسمشر ټرمپ پروړاندي د همدې څرګندونو د درېدو په وړاندې وټاکه.

د کاناډا د صادراتو په وړاندې د امریکا تعرفو کې موټر، د موټرو پرزې، فولاد او المونیم شامل دي، کوم چې کولی شي د امریکایانو لپاره د نویو او کارول شویو موټرو، ترمیم او د بیمې بیې لوړې کړي.

ولسمشر ټرمپ د متحده ایالاتو څخه بهر تولید شوي فلمونو باندې ۱۰۰ سلنه تعرفه هم اعلان کړه.

کاناډا یو له هغو ډېرو هېوادونو څخه دی، چې د لویو فلمي شرکتونو له خوا کارول شوې مالیې وړاندې کوي.

ټرمپ وویل: «زموږ د فلم صنعت د نورو هېوادونو له خوا خراب شوی دی.»

کارني چې یو ۶۰ کلن بانکدار دی او پخوانۍ سیاسي تجربه هم نه لري، د مارچ په میاشت کې د لېبرال ګوند مشر وټاکل شو او د جسټین ټروډو ځای ناستی شو، چې له ټرمپ سره یې اړیکې ترینګلې وې.

کاناډا له مکسیکو وروسته د متحده ایالاتو دویم لوی سوداګریز شریک دی او د امریکایی توکو لپاره ترټولو لوی صادراتي بازار دی.

د راپورونو پر بنسټ، تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۷۶۰ مېلیارد ډالرو څخه زیات توکي تبادله شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ: حوثیان وايي، نور جګړه نه غواړي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۱

د امریکا متحده‌ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د یمن حوثي وسله‌والو د هغه دولت ته خبر ورکړی، چې نور د جګړې د دوام اراده نه‌لري. د هغه په ​​وینا، متحده‌ایالاتو هم پرېکړه کړې چې د دغې ډلې پر مرکزونو بمباري ودروي.

د سي‌اېن‌‌اېن خبري شبکې د راپور پر بنسټ، دا پرېکړه د متحده‌ایالاتو او حوثي وسله‌والو ترمنځ د اوربند د هوکړې په پایله کې شوې ده.

د دې هوکړې موخه د مثبتې فضا ټینګښت او له ایران سره د اټومي مذاکراتو چټکتیا بلل شوې ده.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم مارک کارني سره په یوې خبري غونډه کې وویل: «حوثیانو موږ ته ویلي چې نور جګړه نه غواړي او د دغه پیغام په ځواب کې موږ پر هغوی بمباري دروو.»

ورته مهال، د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسیدي هم په دې هوکړه کې د خپل هېواد د منځګړي‌توب رول تایید کړی او وايي، چې دواړو خواوو ژمنه کړې څو د یو بل پر وړاندې به هېڅ ډول بریدونه نه کوي.

د دې هوکړې له‌مخې، په سور سمندر او باب‌المندب تنګي کې پر امریکایي کښتیو له هر ډول بریدونو ډډه شوې ده.

د امریکا او حوثي‌ وسله‌والو ترمنځ دغه اوربند داسې مهال کېږي، چې په دې وروستیو اوونیو کې په سور سمندر کې تاوتریخوالی ډېر شوی او د متحده‌ایالاتونو په ګډون پر نړۍوالو د دغې ډلې بریدونو ګڼ غبرګونونه راپارولي وو.

اسراییل وايي د یمن نړیوال هوايي ډګر یې بشپړ له کاره غورځولی

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۷:۰۱ GMT+۱

اسراییلي پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسله والو پر ضد یې د یمن پلازمېنه صنعا کې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې د دې ښار مرکزي نړۍوال هوايي ډګر بشپړ غیر فعال شوی او یو شمېر برېښنایي تاسیسات هم په نښه شوي دي.

دا په دوه ورځو کې دویم برید دی چې ترسره کیږي او دا وروسته له هغې ترسره شو چې حوثیانو د اسراییل پر نړۍوال هوايي ډګر توغندی ویشتلی و او اسراییل یې په غبرګون کې بریدونه پیل کړل.

حوثیانو پورې تړلی ټلویزیون "المسیره" دا بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي چې هوايي ډګر په نښه شوی دی.

په اسراییلي تلویزیون خپرې شوي ویډیوګانې ښيي چې تور لوګي د صنعا له اسمان نه پورته کېږي.

تر اوسه د مرګ‌ژوبلې په اړه کوم دقیق معلومات نه دي خپاره شوي.

برېتانیا د یو شمېر هېوادونو وګړو ته د ویزو پر محدودولو غور کوي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۱

د بریتانیا حکومت ښايي د ځینو هېوادونو اتباعو لپاره د ویزو پر محدودولو غور پیل کړي. د رسنیو راپورونو له مخې، وزیرانو ویلي چې د هغو هېوادونو اتباع چې د کار یا تعلیمي ویزو له لارې بریتانیې ته ځي، ډېر وخت د سیاسي پناه غوښتنه کوي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې ۱۰۸ زره کسانو د سیاسي پناه غوښتنه کړې، چې تر ټولو زیات پکې پاکستانیان وو، چې شمېر یې ۱۰۵۴۲ کسانو ته رسېده. په دویم او درېیم ځای کې سریلانکا او نایجیریا ځای لري.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې بریتانیا کې ۱۰۷۴۸۰ هندي او ۹۸۴۰۰ چینایي زده کونکي موجود وو، چې دا هم د بریتانیا د تعلیمي سیستم لپاره مهمه برخه جوړوي.

د وړاندیز شوي پلان له مخې، د پاکستان، نایجیریا او سریلانکا اتباع ممکن بریتانیا ته د سفر په برخه کې ستونزې تجربه کړي.

فریدریښ مېرڅ په دویم پړاو رایه اچونه کې د جرمني صدراعظم وټاکل شو

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۵:۳۰ GMT+۱

د جرمني محافظه‌کار ګوند مشر فریدریښ میرڅ د سې شنبې په ورځ په دویم دور ټاکنو کې د پارلمان له خوا د جرمني د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو.

مسیحي دیموکراتانو او مسیحي سوسیال اتحادیې ایتلاف د فبرورۍ په فدرالي انتخاباتو کې بری ترلاسه کړ او له سوسیال ډیموکراټ ګوند (SPD) سره یې د حکومت جوړولو تړون وکړ.

میرڅ نن په لومړي دور ټاکنو کې اکثریت رایې ترلاسه نه کړای شوې. دا د جرمني په تاریخ کې لومړی ځل و چې د بوندسټاګ یا پارلمان په لومړي دور کې کوم ټاکل شوی صدراعظم د اړین اکثریت ترلاسه کولو کې ناکامیږي.

فریدریښ میرڅ په لومړنۍ سري رایه اچونه کې یوازې ۳۱۰ رایې ترلاسه کړې وې، چې له ضروري اکثریت ۳۱۶ رایو څخه شپږ رایې کمې وې.

د سوسیال مسیحي دیموکراتانو اتحادیه او سوسیال دیموکرات ګوند په پارلمان کې ټولې۳۲۸ څوکۍ لري.

د جرمني پارلمان (بوندسټاګ) په دویمه غونډه کې ۶۱۸ وکیلانو ګډون کړی و، چې ۳۲۵ وکیلانو د نوموړي صدراعظمۍ ته رایې ورکړې.

روسي چارواکي: دا دویمه پر‌له‌پسې شپه ده چې اوکراین پر مسکو د ډرون بریدونو هڅه کوي

۱۶ غویی ۱۴۰۴ - ۶ می ۲۰۲۵، ۱۴:۴۱ GMT+۱

د روسیې چارواکي وايي، دا دویمه پر‌له‌پسې شپه ده چې د اوکراین بې پېلوټه الوتکې پر مسکو د بریدونو هڅه کوي، خو د روسیې هوایي دفاعي ځواکونو لږ تر لږه ۱۹ ډرونونه ویجاړ کړي دي.

د دې پېښې له امله د مسکو څلور واړه هوایي ډګرونه د لنډمهال لپاره تړل شوي دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین ویلي چې پېښه کې جدي زیان نه دی اوښتی، خو د یوې ډرون الوتکې ټوټې د پلازمېنې په سویل کې د یوې ودانۍ ښیښې ماتې کړي دي. نوموړي زیاته کړې، بیړني خدماتي ټیمونه د پېښو په ځایونو کې حاضر دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه درې کاله وړاندې هغه مهال پیل شوه چې روسیې پر اوکراین یرغل وکړ. له هغه راهیسې، اوکراین څو ځله پر مسکو د ډرون بریدونه ترسره کړي، چې تر ټولو خونړی یې د مارچ په میاشت کې و.

کییف وايي، دا بریدونه د روسیې یرغلونو ته غبرګون او د مهمو تاسیساتو د ویجاړولو هڅه ده.