• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزه کې د یوې میاشتې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو ۹۹ کارکوونکي وژل شوي دي

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۵۸ GMT+۰

د غزې په تړانګه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کار ادارې عمومي کمېشنر (انروا) خبر ورکړ، چې د تلې له پنځلسمې نیټې راهیسې د دغې ادارې ۹۹ کارکوونکي په غزه کې وژل شوي دي.

فېلیپ لازارینی په پاریس کې د غزې په اړه په یوې غونډه کې وویل: «تېره میاشت د انروا لپاره یوه دردونکې میاشت وه.»

نوموړي په پاریس کې غزې ته د بشري مرستو په کنفرانس کې اعلان وکړ، چې « په غزه کې زما ۹۹ نارینه او ښځینه همکاران وژل شوي دي او دا په دومره لنډه موده کې په یوه جګړه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه کارکوونکو د وژل کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده.»

د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، پر غزې د اسراییل د هوايي بریدونو له پیل راهیسې د ۴ زره ۴۱۲ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۰ زره او ۸۱۲ تنه وژل شوي دي.

په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې د کمېشنرۍ په وینا، (انروا) په غزه کې څه باندې ۷۰۰ زره کسان بې ځایه شوي او په غزه کې یې ۱۵۰ ښوونیزو مرکزونو او د انروا ودانیو ته پناه وړې ده.

فېلیپ لازاریني وايي: «یو وخت به په دې ښوونځیو کې ماشومانو ته درس ورکول کېده او خندل به یې؛ خو نن دوی د یوې ډوډۍ او د اوبو د یوه څاڅکي لپاره سوال کوي.»

ډېر لیدل شوي

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده
۱

افغان نرښځه: افغانستان ته ستنېدل د «ژوند او مرګ» مسئله ده

۲

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۳

طالبانو د پخواني شوروي د «اوراګان» توغندیز سیستم لپاره نوی پوځي موټر جوړ کړی

۴

د مخالفو ډلو له بریدونو وروسته؛ د نورستان لپاره طالب قومندان د اضافي ځواکونو غوښتنه وکړه

۵

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی