• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قطر امیر: نړۍ له اسراییل سره داسې چلند کوي لکه دغه هېواد چې له نړیوالو قوانینو لوړ وي

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۱۷ GMT+۰

د قطر امیر وايي، نړیوالې ټولنې د هغو «جنګي جنایتونه» د مخنیوي لپاره خپل قانوني او اخلاقي مسوولیت نه دی ادا کړی چې اسراییل یې غزه کې د ځان د دفاع په نوم کوي. تمیم بن حمد ال ثاني وویل، نړیواله ټولنه له اسراییل سره داسې چلند کوي لکه چې د دغه هېواد حیثیت له نړیوالو قوانینو لوړ وي.


د قطر امیر د شنبې په ورځ ـ د لړم په ۲۰مه- په سعودي عربستان کې د عربي او اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کې د فلسطین په هکله د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا نیوکه وکړه.
تمیم بن حمد ال ثاني په دې غونډه کې وویل، نړیوالې ټولنې تر اوسه د ځان د دفاع په نوم د جنګي جنایتونو او وژنو د مخنیوي او د دې تپل شوې جګړې د پای ته رسولو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي.
د قطر امیر په غزه کې خونړۍ پیښې "یو ګواښ او تېریګره جګړه" وبلله او زیاته یې کړه، نړۍ د غزې له اوسیدونکو سره د نړیوالو قوانینو په سرغړونې د اسراییل له «وحشیانه او نه ختمیدونکې جګړې» سترګې پټوي.

هغه د اسراییل لخوا د فلسطینیانو بې رحمانه وژنې ته په اشارې وویل چې په غزه کې سپي د مړو جسدونه خوري.
هغه وويل، پر روغتونونو بمباري، د ښځو او ماشومانو وژل او د استوګنې پر کليو او د کډوالو پر کمپونو بې سارې بمبارۍ د نړۍ د سترګو په مخ کې پېښېږي.
ال ثاني وویل چې قطر د فلسطین د خلکو د استقامت او د هغوی د عادلانه ارمان ملاتړی دی.»
د قطر امیر د غزې خلکو ته د بشردوستانه مرستو د انتقال لپاره د دهلیزونو په بیا پرانیستلو د ټینګار ترڅنګ، د تاوتریخوالي د کمولو، د وینو تویولو د مخنیوي او د ملکیانو د ساتنې لپاره په سیمه ییزو او نړیوالو ډیپلوماتیکو هڅو هم ټینګار وکړ.
هغه د عربي-اسلامي هېوادونو مشرانو ته په خطاب کې د اسراييل د "جنګي جنایت" پر مخنيوي هم ټینګار وکړ.
د قطر امیر خبرداری ورکړ چې «د اسراییل د تیریو دوام او په دې بې تدبیرۍ سره د نسل وژنې جنایتونه به نه یوازې عربي او اسلامي امنیت ته، بلکې زموږ د هېوادونو ملي امنیت ته هم زیان رسوي.»
تمیم بن حمد ال ثاني ویلي، قطر د اسراییل یرغمل شویو بندیانو د خلاصون لپاره د منځګړتوب هڅې کوي. هغه په غزه کې د ژر بشري اوربند هیله مندي وښوده.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي