• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی توکمه ناروېژی د ۲۰۲۲ کال له وژونکو ډزو سره په تړاو په ترهګریز عمل تورن شو

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۰

د زنیار متاپور په نوم ایرانی توکمه نارویژی په اوسلو کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د ډزو له امله چې دوه کسان پکې ووژل شول، په ترهګریز عمل تورن شو. د هغه محاکمه به په مارچ میاشت کې پیل شي او که مجرم ثابت شي نو د ۳۰ کلونو بند سره به مخ شي. متاپور مخکې له داعش سره خپله وفاداري اعلان کړې وه.

۴۴ کلن زانیار متاپور د ۲۰۲۲ میلادي کال په جون میاشت کې د ډزو له پېښې وروسته، د پېښې په ځای کې ونیول شو او له هغه وخته په بند کې دی. ویل کیږي چې د ښاغلي متاپور محاکمه به شاوخوا دوه میاشتې وخت ونیسي.

نوموړی په دې تورن دی چې پر یوه شپنۍ جشنواره یې چې۵۶۰ کسان پکې راغونډ شوي وو، د شنکوف لس او د توپانچې اته ډزې کړې وې.

نوموړی د ایران کوردی دی، په ۱۹۹۰ لسیزه کې له خپلې کورنۍ سره ناروې ته مهاجر شوی او له دغه برید وړاندې یې له داعش سره خپل بیعت اعلان کړی و.

د څارنوالانو په وينا، په دې قضيه کې څلور نور شکمن کسان هم شامل دي چې د څیړنو د دوام له امله تر اوسه تورن نه دي ګڼل شوي.

ویل کیږي چې دوه شکمن کسان له ناروې څخه بهر دي چې یو یې په پاکستان کې پټ دی او د بل ځای یې نه دی معلوم.

تر دې مخکې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هم په اوتویا ټاپو کې د یوه ښي اړخي افراطي په ډزو کې ۶۹ کسان وژل شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امریکا او هند له طالبانو بیا وغوښتل چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۰ GMT+۰

امریکا او هند له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او لږکيو حقونو ته درناوی وکړي. په ډيلي کې له خبرو وروسته د امريکا او هند د بهرنيو چارو او دفاع وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې پر طالبانو غږ وکړ چې پر خپلو ژمنو ودریږي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن اود دفاع وزیر لویډ اسټین د جمعې په ورځ(د لړم پ ۱۹مه) په ډیلي کې د ۲+۲ خبرو اترو په چوکاټ کې د خپلو هندي سیالانو سابر امانیام جایشنکر او راجنات سینګ سره وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې د دې ناستې ګډه اعلامیه خپره شوې چې پکې راغلي: «وزیرانو له طالبانو وغوښتل چې پر خپلو ژمنو ودریږي او اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم کس یا ډلې لخوا د بل هېواد د امنیت د ګواښلو لپاره استعمال شي».

په دغه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پریکړه لیک یادونه شوې، چې له مخې یې د افغانستان خاوره باید د ترهګرو په پناه ځای بدله نه شي او نه باید د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره وکارول شي.
طالبان پر افغانستان د بیاځلې واکمنیدو راهیسي په دغه هېواد کې د امنیت او سولې د ټینګښت ادعاوې کوي، خو د نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو د راپورونو له مخې دا مهال په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالې دي.

د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ژمنه وکړه چې د یوه باثباته افغانستان په هدف به د افغانستان په اړه خپلو سلا مشورو ته دوام ورکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وايي «د غزې په هکله خبرې نه، عمل پکار دی»

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۹ GMT+۰

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي سعودي عربستان ته تر روانېدو مخکې د شنبې په ورځ په تهران هوايي ډګر کې وویل، په غزه کې د جګړې په هکله د عمل وخت دی. د هغه په خبره: غزه د خبرو ډګر نه بلکې د عمل ډګر دی. ابراهیم رییسي د اسلامي همکارۍ سازمان په نوښت د غزې په هکله غونډه کې ګډون کوي.

نوموړي پر غزه د اسراییل برید ته په اشاره زیاته کړه: «اوس د اسلامي‌ هېوادونو اتحاد ډېر مهم دی.»

ابراهیم رییسي زیاته کړه: "امریکا وايي چې د جګړې پراخول نه غواړي او ایران او څو هېوادونو ته یې پیغامونه استولي دي. خو دا څرګندونې د امریکا له کړنو سره سمون نه لري.

د نوموړي په خبره،: «په غزه کې د جګړې ماشین د امریکا په لاس کې دی، امریکا په غزه کې د اوربند مخه نیسي او جګړه پراخوي. نړۍ باید د امریکا اصلي څېره وویني."

د اکتوبر پر ۷ پر اسراییل د حماس په برید پسې، تل ابیب پر غزه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي، چې تر لس زرو ډېر فلسطینیان پکې وژل شوي دي.

د دې جنګ د مخنیوی لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان بېړنۍ غونډه نن په ریاض کې جوړېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د ښاغلي رییسی ملتیا یې کوله دې غونډې ته په اشاره وویل: «دا سرمشریزه به په سیمه کې جنګپالو ته قوي پیغام واستوي او په فلسطین کې به د جنګي جرمونو مخه ونیسي.»

په دې ناسته کې پر ایران او کوربه هېواد سربېره، د ترکیې، قطر، امارات، پاکستان او نورو هېوادونو مشران او مهم چارواکي هم ګډون لري.

دا له کلونو وروسته سعودي ته د ایران د ولسمشر لومړنی سفر دی.

تهران او ریاض تېر مارچ د چین په منځګړتوب د کلونو دوښمني ختمه کړه.

اسټرالیا د اقلیمي بدلون له خطر سره مخ د یوه هېواد ټولو خلکو ته پناه ورکوي

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۷ GMT+۰

اسټرالیا اعلان کړی چې د تووالو ټولو اوسیدونکو ته چې د اقلیمي ناورین له خطر سره مخ دي پناه ورکوي. تووالو په ارام سمندر کې د لږ جګو پوګانو یوه کوچنۍ مجموعه ده چې له ۱۱ زرو څخه ډېر نفوس لري.

د اسټرالیا حکومت ویلي چې هر کال شاوخوا ۲۸۰ کسانو ته ویزې ورکوي.

اسټرالیایي ورځپاڼي سانډي هرالډ مارنینګ راپور ورکړی چې د تووالو ټول ۱۱ زره او ۲۰۰ اوسیدونکو ته به پناه ورکړل شي که د اقلیمي بدلون له امله دې کوچني هېواد کې استوګنه ستونزمنه شي.

وړاندوینه کیږي چې د تووالو د پلازمینې فونافوټي نیمایي برخه به تر ۲۰۵۰ میلادي کاله پورې له اوبو لاندې شي.

د استرالیا د لومړي وزیر انټوني البانیز او د تووالو د حکومت ترمنځ د تړون له مخې د دغه هېواد اوسیدونکي په استرالیا کې ژوند، کار او زدکړې کولی شي.

استرالیا هم ژمنه کړې چې د طبیعي پېښو، ساري ناروغیو یا پوځي یرغل پر وړاندې له دغه کوچني هېواد سره به مرسته وکړي.

100%

د تووالو د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اوبو له منځه د ملګرو ملتونو د اقلیم په سرمشریزه کې وینا وکړه

اسټرالیا د نوې هوکړې ځینې برخې د ارام سمندر دې هېواد کې د چین د نفوذ په اړه د اندېښنې له امله دي.

دا تړون اسټرالیا ته اجازه ورکوي چې د تووالو او چین ترمنځ هر ډول امنیتي تړون یا دفاعي همکارۍ ویټو کړي ترڅو د چین د نفوذ مخه ونیسي.

په ورته وخت کې، تووالو یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې له تایوان سره رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې لري.

پاکستان کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي کمپ کې د فلسطین په ملاتړ لاریون وشو

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۳:۵۳ GMT+۰

په پاکستان کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو شمیر پلویانو د پيښور شمشتو پڼډغالي کې د اسراییل ضد او د فلسطین په ملاتړ لاریون وکړ. دغو لاریونوالو چې د حکمتیار انځورونه او د فلسطین بیرغونه یې له ځانونو سره لېږدول، په غزه کې د جګړې د بندېدو غوښتنه وکړه.

دغه لاریون نن د لړم پر ۱۹ مه د جعمې له لمانځه وروسته ګڼ شمیر د حزب اسلامي پلویان د شمشتو کمپ کې سره راټول شوي وو.

لاریونوالو په غزه کې د اسراییل بمباریو کې د فلسطینانو وژل کېدل وغندل او د اسراییل ضد شعارونه یې زمزمه کړل.

حزب اسلامي ته منصوب نشراني ارګان شهادت ورځپاڼې په خپل اېکس پاڼه کې په دې تړاو د ګلبدین حکمتیار د وینا څو جملې لیکلي دي.

د حکمتیار له قوله ویل شوي چې «که نن له غزې دفاع ونشي سبا له مکې او مدینې هم نشي کېدی.»

سرچینې وايي که څه هم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار له کابله پاکستان ته تللی خو دې لاریون کې یوازې د ده وینا ولوستل شوه خو حکمتیار او یا هم نورو نوموتو مشرانو یې پکې حضور نه درلود.

هغه وېډیوګانې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي په کې ښکاري چې په دغه لاریون کې ګڼ شمیر د ښوونځیو او مدرسو کم عمره ماشومان هم کډون درلود.

په دغه لاریون کې زیاتره ویناوې په عربي ژبه کې وشوې.

ایران د غزې د جګړې د پراخوالي په اړه خبرداری ورکړ

۱۹ لړم ۱۴۰۲ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۴۵ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبدالهیان خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ته ویلي، چې په غزه کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی د جګړې د پراخوالي لامل کېږي. د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې اسراییل په تیرو ساعتونو کې څو روغتونونه بمبار کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اشرف القدره الجزیرې تلویزیون ته ویلي، چې د غزې ښار تر ټولو لوی روغتون الشفاء باندې د اسراییل برید مرګ ژوبله اړولې، خو ده یې نور جزیات ورنه کړل.

اسراییل وايي، حماس د الشفا روغتون او نورو روغتونونو لاندې تونلونو کې خپل د قومندې مرکزونه پټ کړي دي. حماس دغه تورونه رد کړي دي.

د ملکي تلفاتو زیاتوالي یو ځل بیا د ایران اسلامي جمهوریت غبرګون ته اړ کړی دی.

د پریس ټي وي د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل قطري سیال سره په ټیلیفوني تماس کې وویل په غزه کې د ملکی خلکو په خلاف د جنګ زیاتیدا د دغې جګړې د پراخیدا سبب دی.

ایران د حماس ملاتړ کوي، خو وايي، پر اسراییل د حماس د تېرې میاشتې په خونړي برید کې یې هېڅ رول نه درلود.

په داسې حال کې چې تهران د حماس-اسراییل د جګړې د پراخیدو په اړه خبرې کوي، واشنګټن چې د اسراییل اصلي ملاتړی دی، هڅه کوي د ډیپلوماتیکو مشورو او ختیځې مدیترانې ته د سمندري ځواکونو په استولو سره د دې جګړې د پراخیدو مخه ونیسي.
​