• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ: حماس سره په جګړه کې مو د غزې تړانګې پر کابو ۱۵ زره هدفونو بریدونه کړي دي

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۳۸ GMT+۰

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې له حماس سره یې د جګړې له پیل راهیسې د غزې په تړانګه کې د «ترهګرو ډلو» په څه باندې ۱۵ زره هدفونو بریدونه کړي دي. د اسراییل پوځ ویلي چې، ځواکونو یې د غزې په تړانګه کې د ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا شپږ زره وسلې کشف کړې دي.

د اسراییل پوځ د جمعې په ورځ د (لړم په ۱۹مه) په اېکس پانه لیکلي چې، د پوځ ځواکونو د هوا، ځمکې او سمندر څخه د حماس مرکزي دفتر، د توغندیو زېربناوې، د وسلو ډیپوګانې، استخباراتي هدفونه او د حماس د تونلونو په ګډون یې ډېر نور هدفونه په نښه کړي دي.

د غزې په تړانګه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي چې، پر غزې تړانګې د اسراییل د بریدونو په پایله کې تر ۱۱ زره زیات کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی د نړۍوالو او بشري حقونو د سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

له دې سره د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس د «بشپړ له منځه وړلو» لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د حماس وسله‌والو هم په تېره میاشت کې پر اسراییل راکټي بریدونه کړي؛ خو ډېری یې د اسراییل د دفاعي سیسټم له‌خوا چې د «اوسپنې گنبد» په نامه یادېږي، شنډ کړای شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حماس له‌خوا د اسراییل پر لور توغول شوي توغندي شاوخوا ۱۲ سلنه د غزې په تړانگه لګېدلي دي.

د حماس چارواکو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي