د روغتیا نړۍوال سازمان: په غزه کې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي

د روغتیا د نړۍوال سازمان مشر وايي، پر غزې د اسراییل بریدونو کې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي. ټېډروس اډهانوم د امنیت شورا په ناسته کې زیاته کړه چې، د غزې روغتیایی سیسټم په ګونډو شوی او په ځینو برخو کې ان جراحي عملیاتونه له بې هوښۍ پرته ترسره کېږي.