د پنځو هېوادونو د انرژۍ وزیران د برېښنا په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۲

د پاکستان، عراق، ازبکستان او تاجکستان د انرژۍ وزيران د لړم په ٢٣مه د ايران د برېښنا د صنعت په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور چې د شنبې په ورځ (د لړم په ۲۰ مه) ایران ته تللی، نوموړی به هم په دغه نندارتون کې ګډون کوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر د ایران د برېښنا د تولید، لیږد او توزیع شرکت (توانیر) له مشر سره په لیدنه کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا د بیې د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د برقی صنعت نړۍوال تخصصي نندارتون به د ۴۷۴ ایراني او ۱۱۰ بهرنیو شرکتونو په ګډون سره ترسره شي.

دغه څلور ورځنی نندارتون به د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۶مې نیټې پورې د تهران د نړۍوالو نندارتونونو په دایمي ځای کې په ۵۴ زره مربع مترو په پراخوالي کې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو