• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فلسطین لومړی وزیر: ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه دې غزې ته د هوا له لارې مرستې ولېږي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۷:۴۴ GMT+۰

د فلسطیني ادارې لومړي وزیر د دوشنبې په ورځ له اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو وغوښتل چې د غزې د تړانګې اوسېدونکو ته د هوا له لارې مرستې ولېږي. محمد اشتیه دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه، چې د فلسطین د روغتیا وزارت وویل چې د غزې په شمال کې هېڅ فعال روغتون نه لري.

عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د فلسطیني ادارې لومړي وزیر دغه غوښتنه د غزې تړانګې په شمال کې د شخړو زیاتیدو ته په اشارې سره کړې ده.

د دوشنبې په ورځ اسرايیلي ځواکونه د غزې د ښار د مرکزي روغتون دروازې ته ورسېدل؛ چېرې چې د ډاکټرانو په وینا د ماشومانو په ګډون ناروغان د سون توکو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

اسراییل د غزې په تړانګه کې خپل بریدونه وروسته له هغه پیل کړل، چې حماس د تلې په پنځلسمه د اسراییل پر جنوبي سیمو برید وکړ.

له هغه وخت راهیسې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د نښتو له امله په زرګونو کسان وژل شوي او تر نیمايي زیات خلک بې کوره شوي دي.

چارواکو ویلي دي، چې په دغو نښتو کې تر ۱۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي، چې ۴۰ سلنه یې ماشومان دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د پنځو هېوادونو د انرژۍ وزیران د برېښنا په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د پاکستان، عراق، ازبکستان او تاجکستان د انرژۍ وزيران د لړم په ٢٣مه د ايران د برېښنا د صنعت په نړۍوال نندارتون کې د ګډون لپاره تهران ته ځي. د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبداللطیف منصور چې د شنبې په ورځ (د لړم په ۲۰ مه) ایران ته تللی، نوموړی به هم په دغه نندارتون کې ګډون کوي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر د ایران د برېښنا د تولید، لیږد او توزیع شرکت (توانیر) له مشر سره په لیدنه کې له ایران څخه د وارداتي برېښنا د بیې د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران د تسنیم خبری اژانس د راپور له مخې؛ د ایران د برقی صنعت نړۍوال تخصصي نندارتون به د ۴۷۴ ایراني او ۱۱۰ بهرنیو شرکتونو په ګډون سره ترسره شي.

دغه څلور ورځنی نندارتون به د سپتمبر له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۶مې نیټې پورې د تهران د نړۍوالو نندارتونونو په دایمي ځای کې په ۵۴ زره مربع مترو په پراخوالي کې ترسره شي.

یوناما په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د وژنې په غبرګون خپل بېرغ نیم ځوړند کړ

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۴:۰۵ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ نن دوشنبه (د لړم ۲۲مه) په غزه کې د ملګرو ملتونو د لسګونو کارکوونکو د وژلو په غبرګون د دغه سازمان بېرغ نیم ځوړند کړ او د یوې دقیقې لپاره یې خاموشي غوره کړه.

یوناما په یوه بیان کې ویلي، چې د نړۍ د جګړو په تاریخ کې دا د ملګرو ملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې؛ د حماس او اسراییل د جګړې له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو د دفتر له ۱۵۰ زیات کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر یې ټپیان شوي دي.

یوناما وایي، چې دا د نړۍ په نښتو کې د ملګروملتونو د تلفاتو تر ټولو لوړه شمېره ده.

په ورته وخت کې په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر له خوا په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې د دغه سازمان د ۱۹۳ غړو هېوادونو له ډلې د هېڅ یوه بیرغ نه پورته کېږي.

په غزه کې د مرستندویه ادارو د سلو کارکونکو د وژل کېدو په ویر کې د م، م بیرغ نیم ځوړند شو

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۲ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ د (لړم په ۲۲ مه) اعلان وکړ چې دغه سازمان په غزه کې د ملګرو ملتونو د څه باندې ۱۰۰ مرستندویه کارکونکو د وژل کېدو له امله خپل بیرغ نیم ځوړند کړی دی.

یوناما په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کارکونکو هم په غزه کې د خپلو همکارانو د وژل کېدو له امله یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

له دې سره، فرانس پرېس خبري اژانس لیکلي چې په کابل کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د هغې ۲۵۰ همکارانو د خواخوږۍ په دغو مراسمو کې برخه اخیستې ده.

پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته د مرستندویه ادارو د سلو کارکونکو ترڅنګ څه باندې ۱۱ زره کسان وژل شوي دي دي.

اسراییل وروسته له هغه پر غزې بریدونه پيل کړل چې حماس پر اسراییل په برید سره ۱۴۰۰ کسان ووژل او تر ۲۴۰ زیات نور یې برمته کړل.

سره له دې چې نړیوالو مرستندویه ادارو او یو شمیر هیوادونو په وار وار له اسراییل د اوربند غوښتنه کړې خو اسراییل وایي تر هغه به اوربند و نه کړي چې د حماس له خوا د دوی یرغمل شوي کسان خوشې شوي نه وي.

د غزې د عامې روغتیا وزارت په وینا، له هغه مهاله د اسراییلي پوځیانو په غچ اخستونکو بریدونو کې تر اوسه پورې څه باندې ۱۱ زره ولسي خلک وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان دي.

علي وزیر: افغانستان او پښتانه پاکستان د مذهب په نوم تباه کړل

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۲ GMT+۰

د پاکستاني قامي اسمبلۍ پخوانی وکیل او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی علي وزیر په سوېلي پښتونخوا چمن کې پرلت وهونکو ته په وینا کې وویل، «همدا پاکستان دی چې افغانستان او پښتانه يې د مذهب په نوم تباه کړي دي.»

دغه پرلت ټیک ۲۳ ورځې وړاندې د چمن ـ سپین بولدک په دروازه د پاسپورټ او وېزې د حتمي کېدو په غبرګون کې پیل شوی او لا روان دی.

نوموړی وايي، پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پاسپورټ نه منو او له افغان وطن څخه د پښتونو په زور اېستل او د هغوی کاروبار یرغمل کول ورته د منلو وړ نه دی.

د پاکستان حکومت له لوري پرلت ته په ورتلو د بندیزونو او مخنیوي سره سره د علي وزیر په ګډون د پښتون ژغورني غورځنګ ګڼ شمېر غړو د دوشنبې په ورځ د (لړم ۲۲مه) د چمن په پرلت کې ګډون وکړ.

علي وزیر د چمن پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «پاکستان پښتانه او افغانستان د مذهب په نوم تباه کړي دي. دغه د پاسپورټ مسله او د افغان وطن څخه افغانان په زور شړل او د دوی کاروبار یرغمل کول نه منو. داسې ورځ به راځي چې همدا پښتانه او افغانان به ستا د دې ظلمونو سزا حتمآ درکوي. موږ د پاکستان سوداګریزې پالیسيانې نه منو، پاکستان پر اسلام او جهاد هم سواګري کوي.»

په دغه پرلت کې د بلوچستان ایالت څخه ګڼو سیاسي ګوندونو ګډون کړی او دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د بېلابیلو سیمو بیلابیل سیاسي ګون‍دونه او غورځنګونه په یوه خوله په دغه پرلت کې راټول شوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ یو بل غړی حنیف خان پښتین چې د پښتونو د حقونو د ترلاسه کولو په مبارزه کې څلور کاله بندي شوی پرلت ته په خپله وینا کې وویل: «موږ د دغه پرلت ملاتړ کوو، که پرلت دا غوښتنه لري چې موږ ته پاسپورټ د منلو وړ نه دی زه وایم چې موږ ته دا د ډیورنډ کرښه بیخي د منلو وړ نه ده. د پاکستان له لوري د افغان کډوالو سره ترسره کیدونکی ظلم موږ ته د منلو وړ نه دی موږ چمتو یو چې قرباني ورکړو او د پښتنو په خاوره کې د پاکستان د سوداګریزو پالیسیو مخه ونیسو.»

د پاکستان حکومت له لورې هڅه کیږي چې د چمن پر پرلت بندیزونه ولګوي.

د بلوچستان ایالت پولیسو درې ورځې وړاندې په دغه پرلت کې د پښتون سیاستوال محسن داوړ د ګډون مخنیوي هم کړی و.

د بلوچستان پولیسو په بېلابیلو سیمو کې د پښتون ژغورني غورځنګ لسګونه کسانو مخه نیولي چې غوښتل یې په دغه پرلت کې ګډون وکړي.

د سوېلي پښتونخوا په چمن ښار کې ډیورنډ کرښې ته نږدي د یوې پوځي اډې مخې ته لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۳ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی.

دغه پرلت وهونکي د پاکستان د هغې پرېکړي په غبرګون کې پرلت وهلی چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه به تګ راتګ په پاسپورټ او وېزهترسره کیږي.

وسله والو کسانو په ډېره اسمعیل خان کې د تېلو او ګاز، یوه شرکت په کارکونکو برید کړی

۲۲ لړم ۱۴۰۲ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۲ GMT+۰

ځايي سرچینې وايي، نن سهار د خیبر پښتونخوا د ډېره اسمعیل خان په درازېنده سیمه کې د تېلو او ګاز د یوه شرکت په کارکونکو د بريد په پایله کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. ويل کیږي په دغه وسلوال برید کې د شرکت یو تن وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاتوي برید هغه مهال رامنځته شوی چې د دغه شرکت کارکونکي له بازار څخه د کار سیمې ته په لاره روان و.

په سیمه کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري د پلټنې عملیات روان دي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي د تیلو او ګاز دغه سیمه له ښاره لېرې پرته ده او وخت ناوخت د شرکت په کارکونکو بریدونه کیږي، هغه وايي: «د شرکت کسان چې کله بازار ته په خوراکي توکو او اوبو پسې را ښکته کیږي نو بیا وسله وال کسان بریدونه پرې کوي او مرګ ژوبله ور اړوي.»

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د تیلو او ګاز دغه سیمه د درازېندې په نوم یادیږي او ويل کيږي چې په دغه سیمه کې د تيلو او ګاز پراخې سرچینې شته دي، د یادې سیمې سوېل ته د بلوچستان شيراڼي، شمال ته ډېره اسمعیل خان، لوېديځ ته د پښتونخوا ټانګ او ختيځ ته يې پنجاب ایالت پروت دی.

تر اوسه پورې د برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو ویل کیږي په دغه سیمه کې د ټي ټي پي اړوند د قوماندان ضرار کنډاپور به نوم وسله واله ډله فعالیت کوي. او له حکومت څخه په ورته چارو کې پنځه سلنه مالیه اخلي.

څو ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې د تيلو او ګاز شرکت په کارکونکو باندې برید شوی و چې دوه تنه پکې وژل شوي و او اووه تنه نور ټپیان شوي و.