د پاکستان ځانګړي استازي تر دې وړاندې ویلي وو، چې افغان او پاکستاني طالبان د یوې سکې دوه اړخونه دي. په مطبوعاتي ناستو کې د دا ډول اختلافونو څرګندول حتا د جمهوریت پر مهال هم د ګاونډیو دوه اړخیزو اړیکو تر ټولو بدې دورې کې هم نه دي راپور شوي.
خو ایا طالبان د خپلو پخوانیو مالکانو پر وړاندې یاغي شوي او اوس پاکستان ته ځان وفادار نه بولي او د اسلام اباد پر وړاندې ولاړ دي؟
طالب پلوي فعالان په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې یو انځور لاس په لاس کوي، چې د افغانستان نقشه ښيي، اما دې نقشه کې د افغانستان د رسمي جغرافیا خلاف هغه خاوره هم پکې شامله ده، چې امیر عبدالرحمان خان ۱۳۰ کاله مخکې برېتانیا ته سپارلې وه او اوس د پاکستان خاوره حسابیږي.
د پاکستان ضد روایتونه یوازې د طالبانو تر مبلغینو پورې محدود نه دي پاتي. د طالبانو رسمي چارواکي تر ډېره د جمهوري دورې د هغو مشرانو په څېر دي، چې غوښتل يې د امريکا په ملاتړ د خپل هېواد د ناامنۍ پړه د پاکستان پر سر واچوي.
د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په دې وروستیو کې ویلي، چې پاکستان باید افغانستان په خپله خاوره کې د ناامنیو او ناکامیو لامل ونه ګڼي.
د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب تر دې وړاندې پاکستان ته ویلي وو، چې له افغانانو سره دې تر هغه حده په سختۍ مخ ته ولاړ شي، چې بیا یې د ورکړې توان ولري.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم رسنیو ته ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد عمل نه کوي او پاکستان د ډېورنډ کرښه د نړۍوالې پولې په توګه او د تحریک طالبان پر ضد د جګړې لپاره له افغان کډوالو څخه د فشار په توګه کار اخلي.
ښاغلی متقي وايي، چې د ډېورنډ د کرښې منل د طالبانو له اختیاره بهر دي او دوی په دې اړه پرېکړه نه شي کولی.
د پاکستان د مخالفو وسله والو ډلو پر وړاندې له مبارزې ډډه کول او په افغانستان کې د تېرو حکومتونو په څېر د تګلارې غوره کول د پاکستان لپاره د خوب لیدو په څېر دي.
پاکستان له یو ملتپاله حکومته د خلاصون لپاره چې نړۍوال ادرس، خپلواک بهرني سیاست لرل او د نړۍوالو او سیمه ییزو لوی قدرتونو متحد و، د افغانستان د منتخب نظام پر وړاندې د یاغي طالبانو ملاټړ وکړ.
که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې پاکستان پر طالبانو د فشار اصلي وسیله له لاسه ورکړې وي؛ خو د طالبانو چلند هغه نه دی چې اسلام اباد یې وروسته له خپل ۲۰ کلن ملاتړ څخه له دې ډلې لري.
د پاکستان ناندرۍ له دې امله زیاتې شوې، چې طالبان په حقیقت کې د پاکستان د ګټو پر وړاندې ولاړ دي. هغه ډله چې لا هم له پاکستان سره ټینګې اړیکې لري او د دوی د اکثرو مشرانو کورنۍ لا هم د پاکستان په ښارونو کې ژوند کوي.
سرچینې وايي، چې د طالبانو د کابینې لږ تر لږه درې وزیران پاکستانی تابعیت لري او د خپلو پاسپورټونو د نوي کولو لپاره اسلام اباد ته ځي.
پاکستان په پیل کې د طالبانو له ضد ادبیاتو څخه ډډه کړې وه، چې د طالبانو موقتې ادارې ته کافي وخت ورکړي چې د پاکستاني ضد ډلو پر ضد اقدام وکړي.
اوس لوړ پوړو پاکستاني چارواکو ویلي، چې طالبان باید د پاکستان له حکومت او تحریک طالبان پاکستان څخه یو انتخاب کړي.
ښاغلي درانی چې د افغان مهاجرینو د یوې ډلې د شړلو له امله پر پاکستان له سختو نیوکو وروسته د اسلام اباد او کابل د اړیکو په اړه د «سفیر میز» په نوم په یوه تلویزیوني پروګرام کې خبرې کولې، زیاته کړه: "د افغانستان په خاوره کې د ټي ټي پي د مشرانو حضور د دې ډلې غړو د تګ راتګ ازادي او فعالیتونه پر پاکستاني طالبانو د طالبانو د کنټرول نشوتوالی په ګوته کوي".
هغه دا خبرداری هم ورکړ، چې پاکستان طالبانو ته ویلي چې په کابل کې د طالبانو حکومت باید د پاکستان د حکومت او "پاکستاني طالبانو" ترمنځ انتخاب وکړي؛ ځکه چې له دواړو سره همکاري نه شي کولی.
طالب چارواکو تل دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دا ډول خبرې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي او په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله شتون نه لري.
اوس داسې ښکاري چې پاکستان پر طالبانو د فشار د زیاتولو لپاره اقدامات کوي او دا ګامونه د مهاجرینو د یوې ډلې په شړلو سره پیل شوي دي.
بل ګام د پاکستان اخطار دی، چې په نړۍواله کچه به د طالبانو د حکومت د پیاوړي کولو له هڅو ډډه وکړي او د دې خبرې بل مطلب دا دی، چې د طالبانو د ادارې د رسمي کولو کوم پلان به د اسلام اباد پر میز نه وي.
خو پوښتنه دا ده، چې ایا پاکستان به د هغو ډلو ملاتړ وکړي چې د طالبانو مخالف دي، لکه داعش یا د مقاومت جبهې؟
شاید د دې مسالې په اړه اټکل کول ډېر وختي وي.
خو لږ تر لږه دا اندېښنه په پاکستان کې د پالیسي جوړونکو په منځ کې راپورته شوې، چې د طالبانو ړوند ملاتړ یوه لویه تېروتنه وه او حتا طالبان هم د پاکستان د ګټو د خوندي کولو لپاره یوه نیابتي ډله نه شي کېدی.
د افغانستان لپاره د امریکا د غیرمقیم سفارت سرپرسته کرن ډېکر وايي، چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د خوړو د نړۍوال پروګرام له استازي او یو شمېر نورو مرستندویه ادارو له مسوولینو سره لیدلي دي.
نوموړې نن سې شنبه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د امریکا متحده ایالات له افغانستان سره د بشري مرستو د یوه ستر تمویلونکي هېواد په توګه باید د هر مصرف شوي ډالر حساب ورکړي.
نوموړې په ټینګار سره ویلي، چې پر افغانستان او افغانانو د ګڼو بحرانونو د راتلو له امله افغانان اړ دي، چې د بحرانو د له منځه وړلو لپاره د مرستو هر ډالر ولګوي.
له دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام په اېکس ټولنیزه پاڼه کې د یوې ویډیو په خپرولو سره چې پکې د واورو د ورښت له امله د لارې بندېدل او د مرستندویه کارکوونکو سخت حالت ښيي ویلي، مخکې له دې چې ځنډ شي، اړمنو کسانو او د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د مرستو د رسولو په موخه ۴۰۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
یاد پروګرام اوږدمهاله جګړې، وچکالي او زیانمن اقتصاد، د ښځو او ماشومانو د اغېزمن کېدو لوی لاملونه بولي.
د (ډبلیو ایف پي) ترڅنګ یو شمیر نورو مرستندویه ادارو هم په ځلونو خبرداری ورکړی، چې که دوی ته د اړتیا وړ بودیجه برابره نه شي نو په افغانستان کې به بشري ناورین رامنځته شي.
که څه هم د بادشاه زالله جرم نه دی معلوم؛ خو په دغه وېډيو کې یو طالب په خبرو کې وايي، چې کواکې د طالبانو په شان څېره یې جوړه کړې ده او د «مجاهد» له نومه ناوړه ګټه اخلي.
دغه خوستی ځوان په ژړغوني غږ طالب ته وايي، چې برېتونه دې ورته نه قیچی کوي؛ خو طالب وسلوال یې خبرو ته پام نه کوي او د سر وېښتانو ترڅنګ یې برېتونه هم ور قیچي کوي.
دا ځوان په خبرو کې وايي:"تر دې یې مړ وی؛ نو به ښه و"، په مقابل کې یو طالب ورته وایي:" که زموږ قوماندان ته دا خبره وکړې، ممکن هغه دې ووژني".
څو میاشتې وړاندې په کندهار کې ناست د طالبانو مشر ملا هبت الله یو فرمان صادرلو سره امر وکړ، چې له دې وروسته هېڅ طالب له محکمې پرته د هېڅ مجرم ته سزا نه شي ورکولی.
د خوست یوه اوسیدونکي لیکلي وو:"دا کس بله لاره نه لري ترڅو د طالبانو پرضد وسله واخلي او وجنګیږي، دا یوه صحرايي محاکمه ده او هېڅ څوک دا حق نه لري چې د چا غرور مات کړي".
د خوست یو بل اوسیدونکي لیکلي وو: " که هر څومره لوي مجرم وي، دوی حق نه لري چې داسې چلند ورسره وکړي، که دوی دا صلاحیت لري نو بیا عدلي او قضايي ارګانونه د څه لپاره دي".
له دې وړاندې هم ورته وېډیوګانې خپرې شوې دي، خو تر اوسه طالبانو خپل وسلوال د ورته کړنو له امله نه دي محاکمه کړي.
نیوکې دا دي، چې طالبان د خپلو غړو د محاکمه کولو لپاره کوم قانون نه لري او دغې ډلې په افغانستان کې د رسنیو سانسورولو سره له مطبوعاتو هم پر طالبانو د نیوکو چانس اخیستی دی.
اوس پوښتنه دا ده، چې ایا د دې وېډیو له خپرېدو سره به اوس طالبانو د خپل مشر ملا هبت الله له فرمانه سرغړونکي طالب وسلوال د نورو افغانانو په څېر علني محاکمه کړي او که نه؟