طالبان دوه ځله په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي؛ خو دواړه دورې یې د کورنیو، سیمهییزو او نړۍوالو کړکېچونو له سیوري سره مل وې.
د نومبر ۱۳مه د طالبانو د لومړۍ دورې د سقوط ورځ ده، هغه دوره چې د نړۍوالې مداخلې او سقوط له انجام سره مخ شوه.
د طالبانو دویمه دوره چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه پیل شوه، بیا له پاکستان سره له ډېرې نېږدې دوستۍ شروع او اوس د ژور کړکېچ تر سیوري لاندې روانه ده.
لومړۍ واکمني (۱۹۹۶–۲۰۰۱): د سخت دریځۍ او نړۍوالې انزوا دوره
کله چې طالبانو د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کې کابل ونیو، دوی د "امنیت او شریعت" شعار پورته کړ او همدا لامل شو چې ګڼو عامو خلکو یې ملاتړ وکړ او طالبان یې د سولې پرښتې وبللې، خو ډېر ژر یې د سختو مذهبي تګلارو له امله د سیمهییزو او نړۍوالو مخالفتونو څپه راپورته کړه. په دې موده کې طالبانو یوازې له درېیو هېوادونو — پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو — سره رسمي او دوستانه اړیکې لرلې، نورو ټولو هېوادونو یې له رسمیت پېژندنې ډډه کوله.
افغانستان د نړۍوالې انزوا سربېره له ګڼو اقتصادي، سیاسي او سیمه ییزو کړکېچونو سره مخ شو او هم په کور دننه د احمد شاه مسعود په مشرۍ له مقاومت جبهې سره په جګړه واوښتل.
که څه هم د طالبانو لومړۍ دوره له اقتصادي او سیاسي اړخه په نړۍوال کچ له ډېر شدید منفي فکر سره مخ وه، خو په سیمه ییزه کچه یې له پاکستان پرته بل هېڅ ملګری نه لاره او له نورو نېږدې ګاونډیانو سره یې اړیکې ترینګلې وې.
له ایران سره کړکېچ
ایران د طالبانو له سني سخت دریځۍ سره مذهبي اختلاف درلود او د دوی حکومت یې په رسمیت ونه پېژند. طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ۱۹۹۸ کال د مزار شریف پېښه، چې پکې د ایران نهه ډېپلوماتان ووژل شول، د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې خطر زیات کړ.
له دغې پېښې وروسته اړیکې دومره ترینګلې شوې چې ایران د افغانستان پولې ته خپل نظامي تجهیزات هم انتقال کړي وو او نېږدې وه چې په مستقیمې جګړې لاس پورې کړي، خو په وروستیو شېبو کې یې پلان بدل او له مستقیمې جګړې یې د شمالي ټلوالې ملاتړ غوره وباله، چې دغه ملاتړ د طالبانو پر ضد جګړه لا اوږده او پېچلې کړه. د ایران له خوا د سوداګریزو لارو تړل، د تېلو کمښت او د اقتصادي بندیزونو اغېزې د افغانستان اقتصاد لا پسې کمزوری کړ.
هند او د طالبانو لومړۍ دوره
د طالبانو په لومړۍ دورې کې د پاکستان او طالبانو اړیکې له بل هر چا غښتلې، نېږدې او د خوږو ملګرو په توګه تعبیرېدې او هند د طالبانو او پاکستان د نږدې اړیکو له امله جدي اندېښمن و، ځکه دا اړیکې د هند د امنیتي او سیمهییزو ګټو لپاره ګواښ ګڼل کېدې.
هند د شمالي ټلوالې مالي او لوجستیکي ملاتړ وکړ ترڅو د طالبانو نفوذ محدود کړي. دا ملاتړ د افغانستان په شمالي سیمو کې د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ د جګړې د دوام یو بل عامل و، چې هند د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره اړین ګاڼه.
همدارنګه، د روسیې د سرحدي امنیت د خوندي ساتلو لپاره پوځي تمرینونه ترسره شول او د استخباراتي معلوماتو تبادله د طالبانو پر ضد وکارول شوه.
د منځنۍ اسیا هېوادونه او طالبان
د منځنۍ اسیا هېوادونو، لکه تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان، د روسیې په مشوره د امنیتي تړونونو او ګډو پوځي تمرینونو له لارې هڅه وکړه چې د طالبانو مذهبي سخت دریځي او نفوذ محدود کړي.
د تاجکستان او افغانستان ترمنځ پولې د امنیتي ځواکونو له خوا کلکې ساتل کېدې، د شمال ټلوالې سیاسي دفترونه، کورونه او روزنیز مرکزونه په تاجکستان کې مستقر شول او د تاجکستان استخباراتو یوه ځانګړې برنامه پیل کړه چې د طالبانو له خوا د سیمهییزو ځوانانو د مذهبي توندلارۍ د جذب مخه ونیسي.
د دغو اقداماتو پایله دا شوه چې افغانستان له سیمهییزې سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي همکارۍ محروم شو. د منځنۍ اسیا لارې چې د تیلو، ګاز او نورو سوداګریزو توکو د لیږد لپاره مهمې وې، وتړل شوې او د هند د ځینو اقتصادي پروژو لکه د انرژۍ د انتقال پروژې (TAPI) فعالیتونو ته هم زیان ورسید.
له امریکا سره کړکېچ او د واک پای
امریکا د ۱۹۹۸ کال د نایروبي او دارالسلام بریدونو وروسته له طالبانو غوښتل چې اسامه بن لادن وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه رد کړه. له دې وروسته د طالبانو او واشنګټن اړیکې ترینګلې شوې او د سپټمبر ۱۱ (۲۰۰۱) بریدونو وروسته امریکا د نړۍوال ایتلاف په مشرۍ پر افغانستان برید وکړ.
دې جګړې په څو اوونیو کې طالبان له واکه وغورځول. په ۲۰۰۱ کال د نومبر په ۱۳مه، کابل سقوط وکړ او د ملا محمد عمر په مشرۍ د طالبانو لومړۍ واکمني پای ته ورسېده. طالب مشران بیا د ختیځو غرنیو او قبایلي سیمو پر لور لاړل او د وزیرستان په ګډون، باجوړ، پېښور، اکوړي، کوېټه او بېلابېلو سیمو کې مېشت شول.
دویمه واکمني (۲۰۲۱–تر اوسه): له پاکستان سره کړکېچ
طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د امریکا له وتلو وروسته یو ځل بیا کابل ته داخل شول او واک یې ترلاسه کړ. خو دا ځل، د نړۍوالې انزوا پر ځای، د دوی اصلي کړکېچ د پاکستان سره دی، هغه هېواد چې د طالبانو د پخواني ملاتړ اصلي سرچینه ګڼل کېده.
که څه هم طالبان لا هم په نړۍوال کچ رسمیت نه لري او یوازې روسیې یې حکومت په رسمیت پېژندلی خو د سیمې له ګڼو هېوادونو سره غیر رسمي ډېپلوماتیکې اړیکې لري.
دا ځل طالبان د خپلو ټولو هغو پخوانیو دښمنانو سره دوستي لري، چې د کړکېچ یو ځانګړی تاریخ یې ورسره لاره؛ روسیې چې د طالبانو پر وړاندې یې د شمال ټلوالې مقاومت تمویل کړ له طالبانو سره رسمي اړیکې جوړې کړې دي.
له ایران سره هم د طالبانو د دویمې واکمنۍ په دویم کال اړیکې یو څه ترینګلې وې، د اوبو د وېش مساله یوه له جدي مسالو څخه وه، چې د دواړو لوریو له خوا توندې څرګندونې هم وشوې خو د دواړو خواوو اړیکې ډېرې ژر بېرته عادي شوې.
له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې تر ډېره سوداګریزې او نیمه رسمي ډېپلوماتیکې دي چې د طالبانو د حکومت له پیله تر اوسه په دغو اړیکو کې رغنده بدلون راغلی دی.