
نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې په تېرو څو میاشتو کې د علي خامنهيي د ناستو، تګراتګ بڼې او د هغه موقعیتونه څېړلي وو. د راپور له مخې؛ سيایاې اسراییل ته د شنبې په ورځ له لوړپوړو چارواکو سره د علي خامنهيي د غونډې «خورا کره» ارزونې سپارلې وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې په روانو خبرو اترو کې د ایران د حکومت له دریځ څخه خوښ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې د یورانیمو د بډایه کولو هېڅ کچه ان که ۲۰ سلنه هم وي، باید د تهران له لوري ترسره نهشي.
همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې واشنګټن د ایران حکومت د «ناوړه او ناعادلانه نیونو د دولتي ملاتړي» په توګه نومولی دی.
د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ د (کب ۷مه) ټکساس ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې له ایران سره د خبرو بهیر ورته د قناعت وړ نه دی او ټینګار یې وکړ، چې تهران باید په ښکاره توګه اعلان وکړي چې د اټومي وسلې د تر لاسه کولو هڅه به نه کوي.
د ټرمپ په خبره، ایران چمتو نه دی چې «په کافي اندازه مخکې ولاړ شي» او لا هم د «یوه اندازه بډایه کولو» پر ترسره کولو ټینګار کوي، هغه موضوع چې نوموړي د منلو وړ ونه بلله. هغه زیاته کړه: «هېڅ بډایه کول نه منم، حتی ۲۰ سلنه هم نه او نه هم ۳۰ سلنه». د امریکا ولسمشر وایي، چې ایران د تېلو پراخې زېرمې لري او له همدې امله د یورانیمو بډایه کولو ته اړتیا نه لري.
ټرمپ د دواړو هېوادونو تر منځ د څلورو لسیزو ترینګلتیاوو ته په اشارې سره وویل: «موږ له دوی سره ۴۷ کاله سر و کار لرو» او ټینګار یې وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې موده کې امریکايي ځواکونو ته زیان رسولی او د متحده ایالاتو ګټې یې په نښه کړې دي. هغه څرګنده کړه، چې واشنګټن به اجازه ورنهکړي چې دا حالت همداسې دوام ومومي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا هغه اټومي تړون چې د بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال شوی و، «یو له تر ټولو ناپوهانه تړونونو څخه» وباله او ویې ویل، که دا تړون نه وای لغوه شوی، ایران به اوس اټومي وسلو ته رسېدلی وای. هغه زیاته کړه، چې که دا تړون لغوه شوی هم نه وای، د هغه موده تر اوسه پای ته رسېدلې وه.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې که پر ایران برید وشي او د تېلو بیې لوړې شي، ایا اندېښنه لري که نه، وویل چې د اقتصادي پایلو په اړه اندېښمن نه دی او زیاته یې کړه: «زه د خلکو د ژوند په اړه اندېښمن یم. زه د دې هېواد د اوږدمهاله سلامتۍ په اړه اندېښنه لرم».
د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اعلان شوی د ایران د اټومي پروګرام په اړه تخنیکي خبرې به روانې وي او په ورته وخت کې د تهران پر وړاندې د احتمالي پوځي لارو چارو په اړه اټکلونه زیات شوي دي.
همدارنګه د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان د کب په اتمه په یوه محرم راپور کې خپلو غړو ته ویلي چې د ایران اسلامي جمهوریت د لوړې کچې بډاینې لرونکي یورانیمو یوه اندازه زېرمه د اصفهان د اټومي تاسیساتو په یوه ځمکتلي کې ساتي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د تازه شمېرو په خپرولو سره ویلي، چې په تېرکال کال کې د افغانانو د پناه غوښتنې د منلو کچه له ۵۱ سلنې څخه ۳۴ سلنې ته راټیټه شوې ده.
هغه افغان پناه غوښتونکي چې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته داخلېږي، له اریتریا هیواد وروسته په دوهم ځای کې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د پناه غوښتنې د ثبت شويو غوښتنلیکونو شمېر ۴ سلنه کم شوې، خو د هغو کسانو شمېر چې د وړو کښتیو له لارې دې هېواد ته رسېدلي، ۱۳ سلنه زیات شوی.
د شمېرو له مخې، تېر زیږدیز کال کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې له دې ډلې نږدې ۴۰ سلنه یې د وړو کښتیو له لارې بریټانیا ته تللي دي.
د راپورونو له مخې، د وړو کښتیو له لارې بریتانیا ته د داخلو شويو پناه غوښتونکو له ډلې ۱۹ سلنه د اریتریا اتباع دي. له دې وروسته افغانان د ۱۲ سلنې او ایرانیان د ۱۱ سلنې په کچه په دوهم او درېیم ځای کې راځي.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ټولو پناه غوښتونکو له ډلې شاوخوا ۵۸ سلنه رد شوي دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې ویلي، چې د دویم پرلهپسې کال لپاره په ټوله نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو او رسنیو کارکوونکو شمېر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی. د دغه بنسټ د کلني راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې ټولټال ۱۲۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د یادې کمیټې اجرایوي مشر جوډي ګېنسبرګ په یوه اعلامیه کې ویلي: «خبریالان په بېسارې کچه داسې مهال وژل کېږي، چې معلوماتو ته لاسرسی تر بل هر وخت ډېر مهم دی». هغه زیاته کړې: «کله چې خبریالان د راپور ورکولو له امله وژل کېږي؛ نو موږ ټول له ګواښ سره مخ کېږو».
د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۵کال کې د خبریالانو د وژنې درې پر څلورمې برخه زیاتې پېښې د وسلهوالو شخړو پر مهال رامنځته شوې دي. دغه کمېټې وړاندې ویلي، چې د دغه تلفاتو د دوه پر درېیمه برخه مسوولیت اسراييلي ځواکونو ته ورګرځي.
د یاد بنسټ په وینا؛ ۸۶ د رسنیو غړي د اسراييلي ځواکونو لهخوا وژل شوي، چې له ۶۰ سلنه ډېر یې فلسطینیان وو او له غزې یې راپورونه ورکول. خو اسراییلي پوځ بیا د خبریالانو د قصدي په نښه کولو هر ډول تور رد کړی دی.
د غزې ترڅنګ اوکراین او سوډان چې د جګړې او تاوتریخوالي سره مخ دي، هم د تېر کال پرتله د خبریالانو د تلفاتو د زیاتوالي شاهدان دي. په راپور کې راغلي، چې د بېپیلوټه الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
په دې برخه کې د ۳۹ ثبت شویو قضیو څخه ۲۸ یې په غزه کې د اسراییل لهخوا، پنځه تنه په سوډان کې د چټک ملاتړ ځواکونو لهخوا او څلور یې په اوکراین کې د روسیې د بېپیلوټه الوتکو لهخوا وې.
یادې کمېټې د خبریالانو د وژنې په ډېرو قضیو کې د رڼو څېړنو نشتوالي یادونه هم کړې. د بېلګې په توګه په ۲۰۲۵کال کې په مکسیکو کې شپږ خبریالان ووژل شول او د دغه وژنو عاملین لا تر اوسه نهدي پېژندل شوي.
په بنګلهدېش، هند او پیرو کې هم د جرمونو په اړه د راپور ورکولو پر مهال د خبریالانو د مړینې پېښې ثبت شوې دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په وېبپاڼه کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې؛ د ۲۰۲۵کال د دسمبر تر لومړۍ نېټې په ټوله نړۍ کې ۳۲۹ خبریالان په زندانونو کې وو او ۸۴ نور تري تم دي.
راپور ښیي، چې د بیان ازادۍ او د خبریالانو خوندیتوب ته ګواښونه په نړۍواله کچه مخ په زیاتېدو دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت اټومي او توغندويي پروګرام د امریکا د امنیت او ګټو لپاره ګواښ دی.
روبیو د چهارشنبې په شپه واشنګټن کې خبریالانو ته وویل: «ولسمشر تېره شپه په خپلو خبرو کې په ښکاره ډول وویل چې هغه تل ترجیح ورکوي چې خبرې وکړي، خو زه غواړم هر څوک پوه شي چې د ایران حکومت د امریکا لپاره ډېر جدي ګواښ دی او دا حالت له اوږدې مودې راهیسې شته».
هغه د ایران اټومي پروګرام لومړنی او تر ټولو لوی ګواښ وباله. روبیو زیاته کړه، ایران هڅه کوي خپل هغه اټومي تاسیسات بیا ورغوي چې د امریکا له لوري ویجاړ شوي وو. د نوموړي په وینا: «تاسو وینئ چې هغوی په دوامداره توګه د ځینو برخو د بیا رغولو هڅه کوي؛ که څه هم اوسمهال غني کول نه کوي، خو هڅه یې دا ده چې داسې کچې ته ورسېږي چې په پای کې دا کار ترسره کړي».
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ایران بل ګواښ توغندویي پروګرام وباله او ویې ویل: «د ایران حکومت د ډېرو بالسټیک توغندیو خاوند دی؛ په ځانګړې توګه د لنډ واټن بالسټیک توغندي چې امریکا، په سیمه کې زموږ پوځي اډې، زموږ سیمهییز شریکان او په متحده عربي اماراتو، قطر او بحرین کې زموږ ټولې اډې ګواښي».
روبیو زیاته کړه، چې د ایران رژیم سمندري تجهیزات هم لري چې د کښتۍ چلولو لپاره ګواښ دی او هڅه کوي د امریکا بحري ځواک سره مقابله وکړي. د هغه په وینا، ایران له اټومي پروګرام څخه بهر داسې وسلې هم لري چې یوازې پر امریکا او امریکایانو باندې د برید لپاره ډیزاین شوي.
د امريکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې شرکتونو ته به اجازه ورکړي څو له رسمي جواز ترلاسه کولو وروسته د ونزوېلا تېل ناورین ځپلې کيوبا باندې وپلوري. دا ګام کولی شي، چې په دغه هېواد کې د سون توکو سخت کمښت راکم کړي.
د نوي چوکاټ لهمخې، د ونزوېلا حکومت نه، بلکې یوازې شرکتونه کولای شي د دغه هېواد تېل پر کیوبا وپلوري چې اوسمهال د تېلو له سخت کمښت او ناورین سره مخ ده. د امریکا د خزانې وزارت لارښوونه کړې، چې تېل باید د کیوبا د خصوصي سکټور په واک کې ورکړل شي او له دولتي بنسټونو سره هر ډول مستقیمه یا غېرمستقیمه معامله منع ده.
دا پرېکړه په داسې مهال شوې، چې کيوبا د انرژۍ له بېساري ناورین سره لاس او ګرېوان ده. وروسته له هغه چې امريکا د روان کال په پيل کې د ونزوېلا د تېلو پر صادراتو او له هغو څخه پر تر لاسه کېدونکو عوايدو کنټرول واخيست چې دا کار يې د دغه هېواد له موقتي حکومت سره د هوکړې په چوکاټ کې وکړ، کيوبا ته د تېلو لېږد درېدلی و.
ونزوېلا تر ۲۵ کلونو زيات د کيوبا د خام تېلو او تېليزو توليداتو اصلي تمويلوونکې وه. دغه همکاري ډېری وخت د تېلو په بدل کې د توکو او خدمتونو د تبادلې پر بنسټ ترسره کېده، څو کيوبا وکولای شي خپلې بهرنۍ زېرمې وساتي.
مکسیکو چې په وروستیو میاشتو کې د بدیل تمویلونکي په توګه یادېده، د جنورۍ له میاشتې راهیسې یې کیوبا ته د تېلو نوې جوپه نه ده لېږلې.
لويې نړۍوالې سوداګريزې کمپنۍ لکه وېتول او ترافيګورا د ونزوېلا د تېلو د صادراتو ډېره برخه سمبالوي. د دغه هېواد ميليونونه بېرله تېل د امريکا، اروپا او هند بازارونو ته صادر شوي او د پام وړ اندازه يې د کارایېب په بندرونو کې د بيا پلور لپاره زېرمه شوې ده.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ويلي وو، هغه هېوادونه لکه کيوبا او چين چې د ونزوېلا تېل يې په ټيټه بيه اخيستل، له دې وروسته به يې د بازار د بيې لهمخې پيسې ورکوي.
له دې نوې تګلارې سره، لا روښانه نه ده چې کيوبا به وکولای شي د عادي سوداګريزو شرايطو له مخې تېل وپېري، لکه بانکي تضمين او نغدي ورکړه. دغه هېواد په وروستيو کلونو کې د سون توکو د وارداتو د بيې په ورکړه کې له جدي مالي ستونزو سره مخ و.
د تېر ډسمبر مياشتې راهيسې د سون توکو څو بارګاوې چې کيوبا ته روانې وې، د امريکا لهخوا د لګېدلو صادراتي محدوديتونو له امله بې برخليکه پاتې دي. يوه تېل وړونکې بېړۍ چې د ونزوېلا بنزين لېږدوي، لا هم د دغه هېواد په اوبو کې د تګ د اجازې په تمه ولاړه ده. همداراز د «سي هورس» په نوم بېړۍ چې د هانګ کانګ بيرغ لري او ګومان کېږي کيوبا ته روانه وي، په اتلانتيک سمندر کې درول شوې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو هممهاله د کارایېب سيمې ته خپل سفر پيل کړی، څو د کيوبا د بشري ناورین د پايلو او د سيمهييزې بېثباتۍ د ګواښ په اړه خبرې وکړي. دا ګام ښيي چې واشنګټن سره له دې چې د کيوبا پر حکومت فشار ساتي، هڅه کوي چې د دغه هېواد د خصوصي سکټور او ملکي اړتياوو لپاره د سون توکو د برابرولو لارې چارې هم ومومي.